د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

امریکا د ایران د هکرانو پر یوې ډلې او لسګونه کسانو بندیزونه اعلان کړل


ارشیف
ارشیف

د امریکا د خزانې وزارت د ایران د هکرانو پر یوې ډلې، یوې تش په نامه کمپنې او لسګونه کسانو نوي بندیزونه اعلان کړل.

د امریکا د خزانې وزارت وايي چې دا ځل یې په بندیزونو کې د ایراني هکرانو یوه ډله، یو تش په نامه شرکت او له ۴۵ زیات کسان چې د مخالفینو، خبریالانو او د توریستي شرکتونو د ځپلو په کمپاین کې یې برخه لرله په نښه شوي دي.

دې وزارت پرون پنجشنبه په یو بیان کې وویل چې دې مؤسسو او افرادو د یوه کال په ترڅ کې د ایران د استخباراتو د وزارت او امنیت په استازیتوب کار کاوه.

بیان زیاتوي چې د استخباراتو وزارت د هکرانو دا ډله او د رانا په نوم تش په نامه شرکت د مخالفینو، خبریالانو، د دولت د پخوانیو مأمورینو، د چاپېریال ساتنې د فعالانو، د پوهنتونونو د محصلانو، کډوالو او د غیر حکومتي ادارو د کارکوونکو د ځپلو لپاره دا کار کاوه.

د امریکا د خزانې وزارت وايي د همدې مؤسسو او افرادو د فعالیت په نتیجه کې یو شمېر کسان نیول شوي او یا له رواني او فزیکي ګواښ سره مخامخ شوي او د ایران استخباراتو د اسیا، افریقا، اروپا او شمالي امریکا په ۳۰ هېوادونو کې سلګونه افراد او مؤسسې په نښه کړې دي.

د امریکا د خزانې وزیر ستیفن منوچین
د امریکا د خزانې وزیر ستیفن منوچین

په بیان کې د امريکا د خزانې وزير ستيفن منوچين له قوله راغلي چې وايي امریکا ژمنه ده چې د سفر د نړیوال سکټور د ناامنه کولو او زیانمنولو په مقصد د ایران د سایبري حملو پر وړاندې به مقابله کوي.

د خزانې وزارت همداراز د امریکا د تحقیقاتو د فدرال ادارې «FBI» سپارښتنه هم یاده کړې ده چې پرون خپره شوه او د رانا شرکت په مرسته د امنیتي ادارو د اتو بېلابېلو او جلا سایبري حملو جزئیات په‌کې ورکړل شوي دي.

د تهران او واشنګټن په اړیکو کې کړکېچ په ۲۰۱۸ کال کې وروسته له هغه زیات شو چې ولسمشر ډونالد ټرمپ د نړۍ له شپږو پیاوړو قدرتونو سره د ایران له اټمي موافقې د متحده ایالاتو وتل اعلان کړل.

واشنګټن له دې اعلان وروسته ټول هغه بندیزونه چې د دې موافقې پر اساس فسخ شوي وو پر ایران بیا ولګول او ورسره‌یې دا هېواد په منځني ختیځ کې د ترورېزم په ملاتړ هم تورن کړ.

XS
SM
MD
LG