د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۹

د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډه؛ نړۍ له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان ده


د ملګرو ملتونو عمومي اسمبله
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبله

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ کلنۍ غونډه دا اوونۍ په داسې حال کې پیلېږي، چې نړۍ د کرونا ویروس، سیاسي کړکېچ او اقتصادي رکود سره مخامخ ده.

د ملګرو ملتونو د سازمان په پنځه اویاکلن تاریخ کې، دا لومړی وار دی، چې د نړۍ رهبران د کرونا وبا له کبله په نیویارک کې تر یوه چتر لاندې نه راټولېږي.

د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو شمېر ۱۹۳ ته رسېږي او سږکال د هر هېواد یوازې یو ډیپلومات کولای شي په نیویارک کې د عمومي اسمبلۍ سالون ته ورشي.

دوی به هم اړ وي، چې د کرونا ویروس له کبله ماسکونه وکاروي او له یو بله ټاکل شوې اندازه واټن رعایت کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټیریش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټیریش

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټیریش په یوه کنفرانس کې وویل، د کرونا ویروس یا کوویډـ۱۹ ناروغۍ یو متفاوت بحران دی، ځکه نو د عمومي اسمبلۍ سږنۍ غونډه به هم له نورو متفاوته وي.

د لوړې کچې غونډې نن د سپټمبر پر ۲۱مه پیلېږي، چې د ملګرو ملتونو له پنځه اویایمې کلیزې سره برابره ده.

د څه باندې ۱۸۰ هېوادونو مشران او استازي به درې دقیقه يي ویډيويي بیانونه یا ویناوې وړاندې کوي.

د ملګرو ملتونو سازمان ۷۵ کاله مخکې په ۱۹۴۵میلادي کال کې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته په نړۍ کې د نورو شخړو د مخنیوي په موخه ایجاد شو.

د عمومي اسمبلۍ د پنځه اویایمې غونډې د اعلامیې په مسوده کې د کرونا وبا، وسله والو شخړو، اقلیمي بدلون او نابرابرۍ په څېر د ستونزو د حل لپاره د ګډو اقداماتو غوښتنه شوې ده.

د ملګرو ملتونو سازمان د پنځه اویایمې کلیزې په مناسبت تر مراسمو وروسته به د سې شنبې په ورځ د عمومي اسمبلۍ د لوړې کچې غونډه چې تر ډېره به په مجازي بڼه وي، د سرمنشي انټونیو ګوټیریش په پرانیستونکې وینا پیل شي.

هغه به خپله هغه غوښتنه چې د مارچ میاشتې پر ۲۳ مه یې مطرح کړې وه بیا تکرار کړي، چې نوموړي د کرونا وبا له کبله د روان کال تر پایه د نړیوال اوربند غوښتنه کړې وه.

د سږکال دې غونډې ته به لږ تر لږه د ۱۷۱ هېوادونو مشران په انلاین بڼه ویناوې کوي.

XS
SM
MD
LG