د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۸

د م.م عمومي اسمبلۍ د افغانستان د ملاتړ په مقصد یو پریکړه لیک تصویب کړ


د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې د پنجشنبې په ورځ یعنې د نومبر په شلمه د افغانستان د وضعې په اړه یو پریکړه لیک تصویب کړ. د پریکړه لیک مسوده په ملګرو ملتونو کې د جرمني د دایمي سفیر مرستیال "هایکو توماس" Heiko Thomas وړاندې کړه.

ښاغلي توماس وویل، له نړېوالو ځواکونو څخه افغانانو ته د امنیتي مسولیتونو انتقال یو ډیر مهم بدلون و. ده وویل، په تېرو لسو کلونو کې په افغانستان ډير زیات پرمختګ شوی؛ خو په راتلونکو کلونو کې به افغان حکومت له زیاتو چیلنجونو یا آزمېښتونو سره هم مخامخ وي.

ده زیاته کړه چې په افغانستان کې د لاسته راوړنو د ساتلو لپاره د هلو ځلو دوام ډير زیات اهیمت لري. ښاغلي توماس د ستونزو په حل کې د افغان حکومت د ارادې ستاینه وکړه.

په ملګرو ملتونو کې د جرمني د دایمي سفیر مرستیال د افغانستان په اړه د پریکړه لیک د مسودې د وړاندې کولو وینا کې دغه راز وویل؛ د دې پریکړه لیک په تصویب سره به عمومي اسمبله یو ځل بیا په ګډه؛ د افغانستان لپاره د یوې سوکاله او سوله ییزې راتلونکې په مقصد خپل تعهد نوی کړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې ظاهر طنین هم په خپل نوبت خبرې وکړې او له افغان حکومت څخه د ملاتړ له امله یې د عمومي اسمبلې له ټولو غړیو مننه وکړه.

طنین دغه راز د افغان حکومت په استازیتوب؛ له ټولو هغو پوځي او ملکي کسانو نه هم مننه وکړه چې په افغانستان کې یې خدمت کړی او له افغانانو سره یې د یوې ښې راتلونکې په جوړولو کې مرسته کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي وویل؛ د جمهور رییس اشرف غني په مشرۍ د ملي وحدت حکومت د هېواد د امنیت د ښه کولو په مقصد؛ پراخ پروګرامونه ترلاس لاندې نیولي. د فساد له منځه وړل، د مسولیت منلو فرهنګ ته وده ورکول؛ د قانون حاکمیت او د افغانانو ټولنیزه پراختیا او اقتصادي وده د دې پروګرامونو اصلي اجنډا ده.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبله کې له شلو څخه د زیاتو هیوادونو استازو ویناوې وکړې او له افغانستان سره یې د مرستو ژمنې وکړي. وینا والو دغه راز د افغان امنیتي ځواکونود غښتلیتا؛ له افغانانو سره د قوي شراکت او ملګرتیا ټینګول؛ د ټروریزم او نشه یي موادو ضد مبارزې او د افغان کډوالو او ستنیدونکو سره د مرستو په برخو کې د خپلو هیوادونو د مرستو او همکاریو ژمنې وکړې.

د ویناو په پای کې د افغانستان په اړه پریکړه لیک د عمومي اسمبلۍ د غړیو په پوره ملاتړ او قوت سره تصویب شو.

XS
SM
MD
LG