د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۷

حمدالله محب د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبله کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب

نن د ملګرو ملتونو د ۷۴یمې عمومي اسمبلۍ وروستۍ ورځ ده.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب به له نړیوالو وغواړي چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د پروسې ملاتړ وکړي.

حمدالله محب د افغانستان په استازیتوب د ملګرو ملتونو په ۷۴یمې عمومي اسمبلۍ کې د ګډون او وینا لپاره پرون یکشنبه د میزان په ۷مه نیویارک ته ولاړ.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې سوله د ښاغلي محب د خبرو اصلي برخه جوړوي او افغان حکومت د بین الافغاني تفاهم پلوی دی.

ښاغلي حقمل د امریکا او طالبانو د خبرو بې پایلې پاتې کېدو ته په اشارې سره وویل چې د افغانستان ټینګار دا دی څو خبرې د افغانانو په مالکیت او مشرۍ وي او دا خبرې باید له هر پلوه ښه نتایج ولري.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل

ده وویل: موږ تجربه کړه، په تېرو څو اوونیو کې تاسو ګورئ هغه څه چې د افغانانو تر منځ مخامخ ناستې نه وې، په هغې کې ستونزې رامنځته شوې، ابهامات پکې موجود وو، دا پروسه داسې مخته لاړه چي د میاشتو میاشتو کارونو نتیجه ورنه کړه، موږ وایوو که زموږ او یا نړیوالو د هر چا یوه دقیقه یا یوه ورځ یا یوه میاشت د سولې په بحثونو لګېږي، دا بحثونه باید موثر او مثمر وي او نتیجه یې دا وي چې په افغانستان کې د سولې او ورورولۍ د رامنځته کېدو لامل وګرځي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وروستی وار د روان کال په مارچ میاشت کې امریکا ته تللی و، چېرته چې ده د افغان سولې لپاره د امریکا د خاص استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه تُند انتقادونه وکړل.

هغه خلیلزاد تورن کړی و چې د افغانستان حکومت یې له طالبانو سره د سولې له خبرو څنګ ته کړی او د یوه "وایسرای" په څېر عمل کوي.

د محب همدغه خبرې د دې لامل شوې چې امریکا له ده سره هر ډول روابط پرې کړي او ان تر دې چې له امریکايي چارواکو سره د افغان ولسمشر اشرف غني او نورو چارواکو لیدنې د ده له حضور پرته ترسره شي.

اوس چې دی نیویارک ته تللی او هلته د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبله کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د خبرو په پیل ټینګار کوي، وضعیت بدل شوی ښکاري.

د سپټمبر په ۲۴مه د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په طالبانو باندې په تُند انتقاد سره وویل چې د امریکا حکومت د افغانستان خلکو ته یو هوسا راتلونکی غواړي او هېڅ کله به د سولې له هڅو نه په شا کېږي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

دی زیاتوي: له بده مرغه چې طالبانو د وحشیانه حملو لاره خپله کړې، موږ په افغانستان کې له خپلو ائتلافي شریکانو سره همکارۍ ته دوام ورکوو، څو ترهګري له منځه یوسو او د یوې واقعي سولې لپاره به کله هم خپلې هڅې ونه دروو.

ولسمشر ډونالد ټرمپ د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې تر دې وینا څه باندې دوه اوونۍ مخکې د سپټمبر په اتمه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې لغوه اعلان کړې.

ټرمپ داسې وخت له طالبانو سره خبرې لغوه کړې چې د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد د قطر په پلازمېنه دوحه کې نهه دورې له طالبانو سره خبرې وکړې.

په وروستي وار ان د دواړو لوریو تر منځ د هوکړه لیک مسوده هم بشپړه شوې وه.

XS
SM
MD
LG