د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۴

بیلاروس کې د لاریونونو دوام؛ برسټ کې لاریون په شخړه اوښتی


شپږمه اوونۍ ده چې بیلاروس د سختو لاریونونو شاهد دی.
شپږمه اوونۍ ده چې بیلاروس د سختو لاریونونو شاهد دی.

په بیلاروس کې د ولسمشر الکساندر لوکاشینکا د بیا ټاکنې پر ضد د شپږمې پرله پسې اوونۍ په مخه لاریونونه وشول.

شپږمه اوونۍ ده چې بیلاروس د سختو لاریونونو شاهد دی.

په زرګونو سیاسي مخالفین یکشنبه له دې ګواښ سره سره چې پولیس یې نیسي په پلازمېنه مینسک کې ټول شوي و او د ولسمشر الکساندر لوکاشینکا د استعفی غوښتنه یې کوله.

لاریونوالو د سیاسي مخالفینو سره او سپین بېرغونه چې منع شوي هم دي له ځانه سره ګرځول او د لوکاشینکا ضد شعارونه یې ورکول.

حکومت یکشنبه د لاریون تر پیل مخکې زغره وال ګاډي په مینسک او د هېواد نورو برخو کې ځای پر ځای کړي و او ځینې سیمې یې د اغزنو تارونو سره بندې کړې وې.

د بیلاروس د بشري حقونو سازمان ویاسنا راپور ورکړی چې د یکشنبې تر ناوخته پولیسو شاوخوا دېرش لاریونوال نیولي دي.

د برسټ په ښار کې د لاریون کونکو توقیف په تاوتریخوالي بدل شو.

د بلوا ضد پولیسو په یوه لاریون ورغلل او یو شمېر لاریون کوونکي یې کش کړل او له ځانه سره یې یوړل.

ګڼو مظاهره چیانو د پولیسو د دغه کار په غبرګون ودرېدل چې بلاخره امنیتي ځواکونو هوايي ډزې وکړې.

بیلاروس په تېره بیا پلازمېنه مینسک د اګسټ له نهمې د سختو مظاهرو شاهد دی.

خلک د الکساندر لوکاشینکا د بیا ټاکل کېدو پر ضد پاڅېدلي خو پولیس یې مخه نیسي.

لوکاشینکا له ۲۶ کلونو په بیلاروس واک چلوي او وایي چې ټاکنې بیا نه ترسره کوي ځکه دی تور لګوي چې لاریونوال د بهرنیو په لمسون د ده پر ضد پاڅېدلی.

د لوکاشینکا مخالفین په تېره بیا د مخالفانو کاندیده وايي چې لوکاشینکا په درغلیو ځان ولسمشر کړی.

سویتلانا څخانوفسکایا
سویتلانا څخانوفسکایا

د بیلاروس حکومت تورن دی چې د مظاهره چیانو پر ضد یې له سخت زور کار اخیستی او ګڼ مظاهره چیان یې ژوبل کړي او زندانونو ته اچولي.

د وروستیو راپورونو په اساس ۱۲ زره مظاهره چیان بندیان شوي دي.

د اروپا پارلمان یوه ورځ مخکې د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره اعلان وکړ کله چې دا نومبر د اوسنۍ دوره پای ته ورسېږي نور یې دوی د بیلاروس د ولسمشر په توګه نه پېژني.

الکساندر لوکاشینکا
الکساندر لوکاشینکا

د جمعې په ورځ هم د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د بیلاروس د پوځیانو له خوا د مظاهره چیانو ځپل وغندل او یو پلاوی یې د سرغړونو د څېړنې لپاره وګماره.

XS
SM
MD
LG