د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

سویتلانا څيخانوسکایا: 'لوکاشینکا' بیلاروس برمته کړی


سویتلانا څيخانوسکایا
سویتلانا څيخانوسکایا

په بیلاروس کې جمهوري ریاست ته د اپوزېسیون کاندیده سویتلانا څيخانوسکایا وایي چې هېواد به یې د یوه سړي په لاس کې برمته پاتې نه شي.

څيخانوسکایا پرون د سېپټېمبر په ۳مه له لیتوانیا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په ویډیو کنفرانس کې خبرې کولې.

هغې وویل چې په بیلاروس کې یو سړی په قدرت کې د پاتې کېدو تږی خو د خلکو زغم پای ته رسېدلی دی.

په بیلاروس کې د اګسټ په نهمه د جمهوري ریاست ټاکنې وشوې او الکساندر لوکاشینکا د ګټونکی اعلان شو.

لوکاشینکا له تېرو ۲۶ کلونو راهیسې په بیلاروس کې د واک پر ګدۍ ناست دی.

سویتلانا څیخانوسکایا د لوکاشینکا د بري له خبر سره خپل مخالفت د اګسټ په لسمه د خپل هېواد د ټاکنو په کمېسیون کې ثبت کړ او لیتوانیا ته وتښتېده.

د امنیت شورا ته په خبرو کې څیخانوسکایا په خپل هېواد کې د روانو مظاهرو یادونه وکړه او وې ویل چې د پولیسو له سخت چلند سره هره ورځ زرګونه وګړي د مظاهرې لپاره له خپلو کورونو را وزي اودا څرګندوي چې هغوي یې نه نور نه شي زغملای.

مینسک کې د اعتراض کوونکو یو انځور
مینسک کې د اعتراض کوونکو یو انځور

سویتلانا څيخانوسکایا د امنیت شورا غونډې ته وویل: "زما د ولس له نظره د ښاغلي لوکاشینکا رژیم له اخلاقي اړخه فاسد، له حقوقي اړخه تر سوالونو لاندې دی، اساساً د پاتې کېدو وړ نه دی."

د بیلاروس د اپوزېسیون کاندیدې د ملګروملتونو له سازمانه غوښتنه وکړه چې د دې په وینا، د اروپا په منځ کې پر بشري حقونو روان تېری ودروي او مرسته وکړي.

سویتلانا څيخانوسکایا وویل چې په بیلاروس کې د الکساندر لوکاشینکا له رژیم سره همکاري او د هغه ملاتړ په زغرده د تشدد او پر بشري حقونو د څرګند تېري ملاتړ دی.

هغې پر نړیواله ټولنه غږ وکړ چې له ټولو امکاناتو کار واخلي او په بیلاروس کې د روان زور او زیاتي مخنیوی وکړی.

سویتلانا څيخانوسکایا همدا راز پر هغو وګړو چې په بیلاروس کې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې په درغلیو کې لاس لري او د دې په وینا د بشريت ضد جنایتونه یې کړي، د بندیزونو د لګېدو غوښتنه وکړه.

هغې وویل چې لوکاشینکا نور د بیلاروس استازیتوب نه کوي.

روسیه په بیلاروس کې د الکساندر لوکاشینکا د رژیم له کلکو ملاتړ کونکو ده.

XS
SM
MD
LG