نړۍ
د بیلاروس حکومت اپوزیسیون: ښايي 'ماکسیم زناک' نیول شوی وي

په بیلاروس کې داپوزیسیون د تنظیمولو مسئولین وايي، داسې معلومېږي چې په بیلاروس کې د هغوی وروستی ازاد ملګری ماکسیم زناک هم نیول شوی دی.
د زناک ملګرو، توت ته چې په روسي ژپه خپرونې کوي ویلي چې زناک باید نن د انټرنېټ له لارې یوه مرکه ورکړې وای خو نه دی حاضر شوی او دوی ګومان کوي چې حکومت نیولی دی.
د الکساندر لوکاشینکا ځواکونو په بیلاروس کې د اپوزیسیون پر پلویانو سخت بندیز لګولی چې په زور د وګړو نیول او د هغوي ډيپورت یا له بیلاروسه ایستل هم په کې شاملېږي.
په بیلاروس کې د اګسټ په نهمه د جمهوري ریاست انتخابات وشول چې الکساندر لوکاشینکا په کې بریالی وګڼل شو خو زرګونه کسان له هغه راهیسې لاریونونه کوي او انتخابات له درغلیو ډک بولي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
اسراییل یمن کې د حوثیانو مرکزونو او درې بندرونو باندې بریړ کړی دی

اسراییل نن سهار د حوثیانو د بریدونو په غبرګون کې د یمن درې بندرونه، یو برښنا کوټ او د حوثیانو پټن ځایونه په نښه کړل.
د اسراییل پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تېر ماښام یې یوه بل برید کې د " ګلکسي لیډر" په نوم هغه بیړۍ هم ویشتلې چې حوثیانو ۲۰۲۳ کال کې برمته کړې وه.
دا بریدونه وروسته تر هغه وشول چې حوثیانو حدیده بندر ته نژدې پر یوه بیړۍ برید وکړ.
د غزې د جګړې له پيله حوثیانو تل د فلسطین په دفاع کې پر اسراییل او سره سمندرګي کې پر سوداګریزو بیړیو بریدونه کړي دي.
تکزاس کې د سیلابونو له کبله ۸۲ تنه مړه شوي، لسګونه لا هم تري تم دي

د امریکا په تکزاس کې د ویجاړونکو سیلابونو له کبله د مړو شمیر ۸۲ ته پورته شو.
لسګونه کسان لا هم تري تم دي.
څه باندې څلویښت تنه په کېر ښارګوټي کې مړه شوي او څو نورو ښارونو کې هم مړي موندل شوي.
سیلاب د هغو ۴۱ تنو وړو نجونو کمپ هم په سر اخیستی چې د یوه سیند غاړې ته په مېله تللې وې.
د اوبو کچه کمه شوې، خو د نورو ورښتونو وړاندوینه شوې.
سیلابونه د جمعې په ورځ پيل شول.
د تګزاس والي ګرګ ابوت پرون یکشنبه ویلي، ټول بنسټونه په پلټنه بوخت دي او کله چې د اوبو کچه کمه شي، دا هڅې به پراخه شي.
د هغه زمري مالکان نیول شوي چې لاهور کې یې یوه ښځه او دوه ماشومان داړلي وو

د پاکستان پولیس وایي، د هغه زمري مالکان یې نیولی چې لاهور کې یې یوه ښځه او دوه ماشومان ټپیان کړي وو.
پولیسو پرون یکشنبه ویلي، له یوې کروندې تښېدلي زمري، یوه میرمنه او د هغې پنځه کلن او اووه کلن ماشومان ټپيان کړي دي.
په استوګنیزه سیمه کې په یادې کورنۍ د زمري د برید ویډیو خپره شوې ده.
د پولیسو په خبره، د زمري مالکانو د برید پر مهال ننداره کوله او د حملې د مخنیوي هڅه یې نه ده کړې.
دا زمری اوس یوه پارک ته لېږدول شوی دی.
ټرمپ وايي، د اسراییل او ایران ترمنځ یوه دایمي موافقه غواړي

د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره د لیدنې په درشل کې ویلي دي چې له هغه سره به د ایران او اسراییلو ترمنځ د یوې دایمي موافقې په اړه خبرې وکړي.
ښاغلي ټرمپ تېر ماښام له نیوجرسي څخه سپینې ماڼۍ ته د راستنېدو پرمهال دا څرګندونې وکړې او ټینګار یې وکړ چې پر ایران د متحدوایالتونو حملو د دې هېواد حساس اټومي تاسیسات له منځه وړي دي.
متحدوایالتونو د ایران او اسراییلو ترمنځ د ۱۲ ورځنۍ جګړې پرمهال په فردو، نطنز او اصفهان کې د ایران پر اټومي تاسیساتو هوايي حملې وکړې.
له د حملو وروسته امریکايي چارواکو وویل چې د دې حملو په نتیجه کې د ایران اټومي پروګرام خورا ډېر شاته پاتې شوی دی.
په پام کې ده چې ټرمپ او نتنیاهو نن په سپینه ماڼۍ کې سره وګوري. دا به په تېرو ۶ میاشتو کې د دواړو مشرانو دریمه لیدنه وي.
د ترکیې په جنوب کې له ژوبڼ څخه تښتېدلي زمري پر یوه بزګر برید وکړ

د ترکیې په جنوب کې یو بزګر نن وروسته له هغه ټپي شو چې له ژوبڼ څخه یوه تښتېدلي زمري برید پرې وکړ.
د سیمه ایزو رسنیو د راپورونو له مخې د مناوګټ Manavgat د تفریحي سیمې له ژوبڼ څخه دا تښتېدلی زمری وروسته په ډزو ووژل شو.
دا نارینه زمری چې زیوس نومېده، سهار مهال له خپل قفس څخه وتښېد او څو ساعته وروسته یې پر یوه ۵۳ کلن بزګر چې په کرونده کې ویده و، برید وکړ. ترکي بزګر ویلي دي چې ده ترپایه جګړه وکړه خو وروسته زمری د پولیسو په ډزو وډار شو او وتښتېد. پولیسو وروسته زیوس د پلټونکو ډرونونو په وسیله په څېرمه ځنګله کې وموند.
تراوسه معلومه نه ده چې دا زمری څنګه له خپل قفس څخه وتښتېده خو په دې اړه پلټنې روانې دي.
د تبت د فرهنګ سیمبول دالای لاما نوي کلن شو

د تبت د بوداییانو مذهبي مشر دالای لاما نن (د جولای په ۶مه) نوي کلن شو.
د هند په دارمسالا کې، هلته چې دالای لاما پر ۱۹۵۹ کال د چین تر ولکې لاندې تبت څخه له تېښتې وروسته دېره شوی دی، زرګونه کسانو د نوموړي د زوکړې ورځ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ولمانځله.
په دې مراسمو کې د تبت بیرغ اوچت شو او د تبت ملي سرود وغږول شو.
دالای لاما په خپلو خبرو کې وویل چې “ده خپل ژوند د نورو لپاره وقف کړی دی او بې ګټې ژوند یې نه دی کړی. “
نوموړی ځان ساده بودايي راهب بولي او اعلان یې کړی چې غواړي د خپل مذهبي باور له مخې له مړینې وروسته بیا راژوندی شي. هغه ټینګار کوي چې د ده ځای ناستی باید د بودایي دود په اساس وټاکل شي.
د نړۍ رهبرانو له هغې ډلې د هند صدراعظم نریندرا مودي دالای لاما ته د هغه د زوکړې د ورځې مبارکي ویلې ده.
په نیپال او نوره نړۍ کې هم په دې مناسبت جشنونه جوړ شوي وو.
دالای لاما چې له څه باندې اوو لسیزو راهیسې په تبعید کې دی، د تبت فرهنګ او هویت ژوندی ساتلی دی او د چین د واکمنۍ پر وړاندې د سوله ایز مقاومت سیمبول بلل کېږي.
سویس په تهران کې خپل سفارت له دوه اونیو ځنډ وروسته بیا پرانیست

د سویس د بهرنیوچارو وزارت اعلان کړی چې په تهران کې د دې هېواد سفارت له دوه اونیو ځنډ وروسته بیا پرانیستل شوی دی.
د سویس سفارت د غبرګولي په ۳۱مه د اسراییل او ایران ترمنځ له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته وتړل شو.
د سویس سفارت په عین حال کې په ایران کې د امریکا د ګټو استازولي هم کوي.
د سویس د بهرنیوچارو وزارت د یوه بیان له مخې سفارت به خپل فعالیتونه په تدریجي ډول بیا پیل کړي.
د ټکزاس په سېلابونو کې د مړو شمېر له ۵۰ واوښت

د امریکا په تکزاس ایالت کې د ویجاړونکو سیلابونو شمېر له ۵۰ اوښتی دی.
په کِر نومې ولسوالۍ کې د پنځلسو ماشومانو په ګډون ۴۳ کسان مړه شوي او په څېرمه سیمو کې د اتو نورو کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې د ژغورنې ډلو پرون د هغو ۲۷ نجونو لټه کوله چې د یوه سیند پر غاړه مېلې ته تللې وې. دا نجونې ترۍ تمې دي او تراوسه یې د مړي- ژوندي حال نه دی مالوم.
په تکزاس کې سیلابونه د جمعې په ورځ پيل شول او هلته د یوه لوی سیند د اوبو کچه ۸ متره لوړه شوې ده. د تکزاس والي ګریګ ابوټ په یوه خبري غونډه کې دا حالت په ایالتي کچه یو ناورین بللی او له وضعیت سره د مبارزې لپاره یې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه د فدرالي سرچینو غوښتنه کړې.
اسراییل وايي، د حوثي ډلې یو توغندی یې شنډ کړی دی

د اسراییلو پوځ وايي چې نن سهار یې د یمن له لوري د دې هېواد پر لور ویشتل شوی یو توغندنی کشف او شنډ کړی دی.
د ایران پلوې حوثي ډلې یوه ویاند څو ساعته وروسته په یوه بیان کې وویل چې دې ډلې دا توغندی د اسراییلو د جفا سیمې پر لور توغولی دی.
اسراییلو یمنۍ حوثي ډلې ته ګواښ کړی چې که پر اسراییل حملو ته دوام ورکړي نو هوايي او سمندري لارې به پرې بندې کړي.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه د اسراییل پر خاوره د حماس ډلې له پراخ برید وروسته حوثي ډله وايي، له فلسطینیانو سره د خواخوږۍ له مخې اسراییل په توغندیو ولي خو ډېری حملې یې یا د اسراییلو له خوا شنډېږي او یا هدف ته نه رسېږي. اسراییلو هم د حوثي ډلې پر مرکزونو پرله پسې حملې کړې دي.
د اسراییل او ایران د جګړې له پیل راهیسې د ایران مشر د لومړي ځل لپاره عام محضر کې ولیدل شو

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي د ایران او اسراییل له جګړې وروسته د لومړي ځل لپاره پرون ماښام ( د چنګاښ ۱۴مه) په عام محضر کې ولیدل شو.
د رسنیو له خوا د خپرو شویو ویډیوګانو پر اساس خامنه یی د عاشورا شپې د عزادارۍ په مراسمو کې لیدل شوی دی.
خامنه یي د ایران او اسراییل د ۱۲ ورځنۍ جګړې له پیله تراوسه د عامو خلکو له سترګو پټ و او دې موده کې یې یوازې ۳ ویډیویي پيغامونه خپاره کړي دي.
د ایران او اسراییل د جګړې پر مهال د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، دوی ته د خامنه یي د پټې ځای معلوم دی، خو په خبره یې دوی یې د وژلو نیت نه لري.