د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۲

مینسک کې د لاریونونو لپاره بیا چمتوالی نیول شوی


په تېرو لاریونونو کې څو ځله اعتراض کوونکي د بلوا ضد پولیسو سره لاس و ګرېوان شوي دي.
په تېرو لاریونونو کې څو ځله اعتراض کوونکي د بلوا ضد پولیسو سره لاس و ګرېوان شوي دي.

د اپوزیسون لاریون کوونکو نن د بیلاروس په پلازمېنه مینسک کې د نورو اعتراضونو لپاره چمتوالی نیولی دی.

دوه هڅه کوي چې د دې هېواد ولسمشر الکساندر لوکاشینکا استعفا ته اړ کړي.

د اپوزیسون ډلې تمه لري چې د یکشنبې د ورځې په لاریونونو کې به د نورو اونیو پای ورځو د لاریونونو په پرتله چې لسګونه زره کسانو یې په ترڅ کې د مینسک په کوڅو کې اعتراضونه وکړل ډېره ګڼه ګوڼه راجلب کړي.

په تېرو لاریونونو کې څو ځله اعتراض کوونکي د بلوا ضد پولیسو سره لاس و ګرېوان شوي دي.

الکساندر لوکاشینکا چې له ۲۶ کلونو راهېسې پر بیلاروس واک چلوي، د خپلو مخالفانو سره د خبرو کول او د نویو انتخاباتو ترسره کول دواړه رد کړي دي.

نوموړی ادعا کوي چې د اګسټ د نهمې نېټې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې یې نژدې په سلو کې اتیا رایې ګټلي دي. خو دده مخالفان او بهرني څارونکي دا ادعا ناسمه بولي.

الکساندر لوکاشینکا
الکساندر لوکاشینکا

بیلاروس کې د الکساندر لوکاشینکا مخالفې ډلې همدارنګه د سیاسي بندیانو د خوشې کېدو او تر انتخاباتو وروسته د پولیسو له خوا د اعتراضونو د ځپلو په اړه د خپلواکو څېړنو غوښتنه کوي.

په عین حال کې د دې هېواد د اپوزیسون مخکښې مشرې سیوتلانا څېخاناوسکایا ویلي: " بیلاروس په ژور سیاسي کړکېچ کې ښکېل دی."

د بیلاروس د اپوزیسون مخکښه مشره سیوتلانا څېخاناوسکایا
د بیلاروس د اپوزیسون مخکښه مشره سیوتلانا څېخاناوسکایا

نوموړې له وېلنېوس څخه په یو ویډیويي پیغام کې چې په ژوندۍ بڼه خپریده ویلي: " بلا روسیان بدل شوي او بیدار شوي دي."

هغه تر انتخاباتو څو ورځې وروسته له بلاروس څخه ویلنیوس ته وتښتيده.

نوموړې زیاته کړې چې د بیلاروس خلک پر اوسني حکومت نور باور نه لري، او دا ناممکنه چې خلک په زور د حکومت پیروی ته اړ کړی شي.

تر دې انتخاباتو وروسته راپورته شوي اعتراضونه د الکساندر لوکاشینکا لپاره تر دې وخت تر ټولو لویه ننګونه ګڼل کېږي.

د شنبې په ورځ هم په مینسک د پوهنتونونو د محصلانو او د ښځو د ډلو له خوا دوه جلا لاریونونه تنظیم شوي وو.

خبري اژانسونه وايي، تر دېرشو زیات زده کونکي د مخ پټو پولیسو له خوا له کوڅو راښکل شوي او د پولیسو موټرو ته پورته شوي دي.

انټرفاکس خبري اژانس وروسته د پولیسو د استازو له خولې وویل چې ۲۵ محصلان بېرته خوشې شول خو نهه تنه نور لا هم د پولیسو په توقیف کې دي.

دغلته لاریونونه یوازې په مینسک پورې تړلي نه دي.

د شنبې په ورځ په سویلي ښار ګومیل کې هم سلګونو کسانو لاریون وکړ چې پولیسو یې لږ تر لږه دوه تنه نیولي دي.

ټاکل شوې وه چې څیخاناوسکایا په دې اونۍ کې د پولنډي چارواکو سره د لیدنې لپاره وارسا ته ولاړه شي.

د نوموړې یو نژدې همکار خبریالانو ته ویلي چې نوموړې د چارواکو له خوا په زور د بیلاروس پرېښودو ته مجبوره شوې ده.

XS
SM
MD
LG