د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۵

د بشر حقونو سازمانونه: د سولې خبرو کې باید د بشر اساسي حقونه خوندي پاتې شي


قطر کې د روانو بین الافغاني خبرو د ګډون کوونکو یو انځور
قطر کې د روانو بین الافغاني خبرو د ګډون کوونکو یو انځور

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون او د بشري حقونو سازمان په بین‌الافغاني مذاکراتو کې د بشري اساسي حقونو په خوندیتوب ټینګار کوي.

د بین‌الافغاني خبرو د پیل په درشل کې د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون او د بشري حقونو ځیني بنسټونه یو ځل بیا د سولې په مذاکراتو کې د بشري حقونو په خوندیتوب ټینګار کوي.

ذبیح الله فرهنګ
ذبیح الله فرهنګ

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د نشراتو رئیس ذبیح الله فرهنګ د شنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې د بین‌الافغاني خبرو د پيل د هرکلي ترڅنګ وویل: "د قربانیانو او عامو خلکو غوښتنې باید د مذاکراتو د اساسي رکن په توګه وپېژندل شي، د قربانیانو غږ باید واورېدل شي، دغه‌شان په مذاکراتو کې باید د خلکو اساسي او بشري حقونه په رسمیت وپېژندل شي او باید درناوی ورته وشي او خوندي شي."

نن شنبه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیلېدو مقدماتي غونډه وشوه او ټاکل شوې چې د دوشنبې په ورځ دغه خبرې په رسمي ډول پيل شي.

د افغانستان د بشري حقونو سازمان رئیس لعل ګل لعل هم ورته نظر لري او د دواړو غاړو له مذاکراتي پلاوو غوښتنه کوي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي.

د افغانستان د بشري حقونو سازمان رئیس لعل ګل لعل
د افغانستان د بشري حقونو سازمان رئیس لعل ګل لعل

هغه زیاته کړه: "د جګړې په ښکېلو غاړو او مرکچي پلاوو باندې غږ کوو چې د داسې سولې لپاره دې کار وکړي چې عدالت په‌کې پلی وي، بشري حقونو ته په کې درناوی وشي، په تېرو ۲۰ کلونو کې چې د بشري حقونو په برخه کې کومې لاسته راوړنې وې، باید هغو ته په‌کې درناوی وشي."

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو نظر هم واخلو، خو بریالي نه‌شوو.

د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي معاونیت د رسنیو د دفتر مشر رضوان مراد بیا په مذاکراتو کې د افغانستان د حکومت له اړخه د بشري حقونو د بشپړ خوندیتوب ډاډ ورکوي.

رضوان مراد
رضوان مراد

مراد وویل: "په مذاکراتو کې د بشري حقونو، د ښځو حقونو او فعالانو حقونو موضوع نه‌یوازې د افغان حکومت، بلکې سیمه‌ییزو متحدینو ته هم سرې کرښې دي، د افغان حکومت لپاره اساسي معیارونه دي چې د مذاکراتو په مېز کې پرې بحث کېږي، خو معامله پرې نه‌کېږي."

مخکې تر دې د بشري حقونو په برخه کې د دولت وزیرې سیما ثمر هم ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې د یوې پایښتې سولې لپاره د بشر حقوند خوندیتوب او ورته درناوی د سولې په خبرو کې حتمي دي.

XS
SM
MD
LG