د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۳

ډيپلومات: هند د افغانستان راتلونکې په اړه اندېښنه لري


ځینې نړیوالې ورځپاڼې
ځینې نړیوالې ورځپاڼې

ډيپلومات

ډیپلومات خپرونې ایران ته د هند د دفاع وزیر د روانې اونۍ د سفر په اړه لیکنه خپره کړې ده.

د خپرونې په باور، د هند دفاع وزیر راجنات سینګ د شنبې په ورځ په تهران کې له خپل ایراني سیال سره د افغ په باور، د هند دفاع وزیر راجنات سینګ د شنبې په ورځ په تهران کې له خپل ایراني سیال سره د افغانستان راتلونکې ته د نوي ډیلي د اندېښنو په اړه خبرې وکړې.

ډیپلومات لیکي چې د هند دفاع وزیر یوه ورځ وروسته تر دې لیدنې کتنې په ټویټر کې ولیکل چې د ایران له دفاع وزیر برید جنرال امیر حاتمي سره یې په تهران کې ګټوره غونډه لرله او د افغانستان په ګډون د سیمې پر امنیت له هغه سره وغږېده.

د هند دفاع وزیر روانه اونۍ له مسکو نه تهران ته ولاړ.

په مسکو کې یې د شانګهای د همکارۍ د سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې برخه واخیسته.

نوی ډیلی په داسې وخت کې د افغانستان راتلونکې ته اندېښنه لري چې د طالبانو یو پلاوی تازه له اسلام اباده قطر ته تللی دی او د دې پلاوي له رسېدو سره سم د سولې لپاره د طالبانو په پلاوي کې بدلون راغی.

نوی ډيلی په افغان سوله کې د خپل اټومي سیال او ګاونډي پاکستان هلو ځلو ته د شک په سترګه ګوري.

هندوستان ټایمز

هندوستان ټایمز د هند یوه انګریزې ژبې ورځپاڼه، هندوستان ټایمز د افغانستان د کرکټ په اړه په یوه مطلب کې لیکي، پر افغان روزونکي نور محمد لالي د پنځو کلونو په مخه بندیز ولګېد.

دا انګریزي ژبې ورځپاڼه څرګندوي چې د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ روزونکی نور محمد لالی د پنځو کلونو په مخه له ټولو لوبو منع کړی او علت یې دا یاد کړی دی چې ده تېر کال د شپږیزې لیګ پرمهال د ملي ټیم له یوه لوبغاړې سره خبرې کړې وې چې د پیسو په مقابل کې خرابه لوبه وکړي.

لالي په په ۲۰۱۹م کال کې د کاپیسا ولایت له لوبډلې سره د کورني کرکټ د دوه ورځنیو لوبو پر مهال د مرستیال روزونکي دنده ترسره کړې ده او د همپالنې په نوم د کرکټ له یوه خصوصي اکاډمۍ سره یې د مشر روزونکي دنده ترسره کوله چې پر همدې بنسټ د افغانستان کرکټ بورډ د فساد پر وړاندې د مبارزې قانون د اصولو تر چتر لاندې راځي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي دي چې د ملي ټیم یوه لوبغاړي دا خبره افشا کړې ده.

کرکټ بورډ له دې لوبغاړي مننه کړې چې د فساد پرضد یې ګام اخیستی دی خو د هغه نوم یې په خپله خبرپاڼه کې نه دی یاد کړی.

هندوستان ټایمز لیکي دا بندیز درې میاشتې وروسته تر دې ولګېد چې د افغانستان ویکټ کیپر بیټسمین شفیق الله شفق د فساد په تور د شپږو کلونو په مخه له لوبو منع شو.

XS
SM
MD
LG