د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۰

هشت صبح: د سولې خبرو کې ځنډ، ستونزه چېرې ده؟


کابل ورځپاڼې
کابل ورځپاڼې

کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو نن تر ډېره په خپلو خپرو کړو موضوعاتو کې سولې او جګړې ته اشاره کړې.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې "د سولې خبرو کې ځنډ، ستونزه چېرې ده؟" تر عنوان لاندې لیکلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ په فبروري میاشت کې د سولې هوکړه لاسلیک شوه، خو اوس له دې نېټې نږدې شپږ میاشتې تېرېږي، خو د افغانانو ترمنځ مخامخ خبرې لا هم نه‌دي پیل شوي.

ورځپاڼه لیکي، لومړی د دې خبرو د پیل پر وړاندې اصلي خنډ د طالب زندانیانو ازادي بلل کېده، خو حکومت د لویې مشورتي جرګې له رابللو وروسته، په یوه ډول دا خنډ لیرې کړ، مګر تازه طالبانو بیا ویلي چې د دوی ټول بندیان نه‌دي خوشې شوي او تر هغه خبرې نه‌پیلوي چې دا پروسه بشپړه نه‌شي.

ورځپاڼه زیاتوي، که له یوې خوا حکومت هر څه ژر د خبرو د پیل په اړه هیله‌مندي ښيي، خو لا هم هېڅ کره نېټه نه‌ده اعلان شوې چې وښيي مذاکرات پیلېدونکې دي.

د هشت صبح له قوله، پاکستان ته د طالبانو د یو شمېر مشرانو له سفر وروسته او د دې ډلې په لیکو کې اختلاف یو بل دلیل دی چې خبرې یې ځنډولې دي.

ورځپاڼه د دواړو لورو ترمنځ د تشریفاتو مسایلو په سر اختلاف هم د خبرو د ځنډ یو دلیل بولي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې هم خپله سرلیکنه کې په افغانستان کې سولې او جګړې ته ځانګړې کړې او لیکي، که له یوې خوا په ملي او نړیواله کچه د سولې لپاره هڅې زیاتې شوې، خو تر خوا یې طالبانو هدفي وژنو او ډله‌ییزو بریدونو ته زور ورکړی.

هېواد لیکي، طالبان داسې مهال خپلو بریدونو ته زور ورکوي چې په قطر کې یې مشرانو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي او د تاوتریخوالي د کمولو سربېره‌یې د افغانانو ترمنځ د مخامخ خبرو په پیل ټینګار کړی دی.

په سرلیکنه کې زیاته شوې، دا لیدنه د دې لپاره شوې چې د طالبانو د غوښتنې سره سم، د دوی ټول بندیان خوشې شوي او د خبرو د پیل لپاره هېڅ پلمه نه‌ده پاتې.

ورځپاڼه لیکي، طالبان باید درک کړي چې سوله یوازې د حکومت نه، بلکې د ټولو افغان ملت غوښتنه او ستر لومړیتوب دی. ورځپاڼه پر طالبانو غږ کوي، که چېرې دا ډله غواړي چې سیاسي بهیر کې شریک شي او د جګړې له دریځه د تېرېدو په حالت کې دي، نو باید په ثبوت ورسوي چې هغوی یې پر سیاست ګټي او د دې لپاره ورته ښه ده چې ژر تر ژره اوربند وکړي او د سولې مذاکرات پیل کړي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې بیا د ډیورند کرښې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پخواني مرستیالې الېس ولز څرګندونې را اخیستي چې ویلي یې دي، ډېورند په نړیواله کچه په رسمیت پېژندل شوې پوله ده.

ورځپاڼه لیکي، افغانانو ته د ډیورند کرښې په اړه د امریکا نیت او پالېسي له وړاندې معلومه ده او په دې برخه کې د دوی د رسمي او غیر رسمي چارواکو څرګندونې هېڅ اغېز نه‌لري.

ورځپاڼه زیاتوي، امریکا غواړي په زور په افغانانو دا کرښه تحمیل کړي، خو د ورځپاڼې له قوله، امریکا باید په دې پوهه شي چې اوس نړۍ او ملتونه په ۲۱مه پېړۍ کې دي او دا ډول مسایل اوس د خلکو په ارادو پورې تړلي دي، نو له همدې کبله امریکایان او نور باید په دې اړه چې هېڅ اړتیا یې نه‌شته، پر دې موضوع له نظر څرګندولو ډډه وکړي.

XS
SM
MD
LG