د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۳

دوحه کې د سولې مذاکرات؛ ځینو ولایتونو کې جګړې شوي


قطر کې د بین الافغاني خبرو د افتتاحیه غونډې یو انځور
قطر کې د بین الافغاني خبرو د افتتاحیه غونډې یو انځور

نن شنبه، په دوحه کې د طالبانو او افغان پلاوي ترمنځ د سولې د خبرو لپاره افتتاحیه غونډه پیل شوه، خو راپورونه وايي په دې ورځ هم وسله‌والو طالبانو په کندهار او جوزجان ولایتونو کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونو کړي او ماین چاودنې هم شوې دي.

د قطر پلازمېنه دوحه نن د سولې د بین‌الافغاني خبرو کوربنه ده، خو د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د بریدونو او ماین چاودنو خبرونه هم ورکول شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د خلکو او تأسیساتو ساتنه د دوی دنده ده او که هره وسله‌واله ډله پرې برید وکړي، دوی به‌یې بې‌ځوابه پرې نه‌ږدي.

فواد امان
فواد امان

د دغه وزارت د ویاند مرستیال فواد امان ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د افغانستان نه دفاع کوي، د دښمن هر ډول عمل ته کلک او ځپونکی ځواب ورکول کېږي، که د افغانستان په هر ځای کې د ترورېستي حملو پلان ولري، د افغان ځواکونو هدف ګرځي، موږ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دښمن لسګونه حملې په شا تمبولي چې تلفات هم وراوښتي دي."

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له یو شمېر ولایتونو د نا امنیو راپورونه ورکړل شوي دي.

د کونړ ولایت د پولیسو ویاند فریدالله دهقان ازادي رادیو ته ویلي چې د شنبې په ورځ د دغه ولایت د غازي‌اباد په ولسوالۍ کې د یو ماین په چاودنه کې دوه ملکي کسان وژل شوي او دوه ټپیان دي.

د کندهار د پولیسو دفتر بیا ویلي، تېره شپه وسله‌والو طالبانو د کندهار په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې د ماینونو د ځای پر ځای کولو هڅه کړې او تېره ورځ په همدې سیمه کې پر مېله کوونکو ماین چاودلی چې دوه ملکي کسان‌یې وژلي.

سربېره پر دې طالبانو تېره شپه د تخار ولایت د چینزه‌يي په کلي کې د لویو لارو د ساتلو پر یوې قطعې برید کړی چې د یادې قطعې د قوماندان مرستیال او ساتونکی په‌کې وژل شوی او د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا په ځوابي برید کې ۹ طالبان هم وژل شوي دي.

دغه‌شان د جوزجان ولایت د مینګه‌جک ولسوال ازادي راته وویل، تېره شپه ۲ بجې وسله‌والو طالبانو د دې ولسوالۍ پر اړوندو امنیتي پوستو بریدونه پیل کړي چې د افغان ځواکونو له ځوابي حملو سره مخ شوي دي.

د مینګه‌جک ولسوال دا هم وايي، د دواړو لورو ترمنځ جګړه اوس هم روانه ده چې له امله‌یې د سیمې په سلګونه کورنۍ له خپلو ځایونو بې‌ځایه شوې دي.

د طلبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا ازادي راډیو ته په خبرو کې وویل چې عملیات د حکومتي ځواکونو له‌خوا پیل شوي او دوی په دفاعي حالت کې دي، د ده په خبره اوس هم د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې جګړه روانه ده.

د چارو پوهان د دواړو لورو ترمنځ په دا شان بریدونو اندېښنه ښيي او د سولې د روانو خبرو په زیان‌یې ګڼي.

دولت وزیري
دولت وزیري

پخواني جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل: "دا خبرې د دې لپاره دي چې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي، که دواړو خواوې د سولې لپاره صادقې واوسي لومړی باید پر اوربند توافق وکړي او که د دواړو لورو څخه جګړه او وژنې روانې وي، بیا نو د سولې راوستل ګران کار دی، د افغانانو هیله دا ده چې لومړۍ خبرې پر اوربند وي."

افغان پلاوي او ورسره مل چارواکي په بین‌الافغاني خبرو او د دغه خبرو په مقدماتي غونډه کې د ګډون لپاره تېره ورځ دوحې ته ورسېدل.

د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله او د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر قطر ته د تګ پر مهال ویلي چې په دغو خبرو کې به د دوی ټینګار د دواړو لورو ترمنځ په اوربند وي.

XS
SM
MD
LG