د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۵

بیلاروس کې شاوخوا ۵۰ خبریالان نیول شوي


په نیول شویو خبریالانو کې شپږ تنه د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریالان هم دي.
په نیول شویو خبریالانو کې شپږ تنه د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریالان هم دي.

په بیلاروس کې چارواکو شاوخوا پنځوس خبریالان نیولي دي.

په دوی کې شپږ تنه د ازادې اروپا/ازادي راډیو د بیلاروس او روسۍ څانګې خبریالان هم شامل دي.

دا په بیلاروس کې پر رسنیو د کړۍ د تنګېدو نوې هڅه برېښي.

د( ویاسنا) په نامه د بشري حقونو یوې ډلې ویلي، یوازې مینسک کې د اعتراضونو پر مهال ۲۶۰ تنه توقیف شوي دي.

د بیلاروس د خبریالانو ټولنې ویلي، پولیسو د نیول شویو خبریالانو اسناد کتلي او یو شمېر یې بېرته ازاد کړي دي.

د دغې ټولنې په وینا له دې ډلې څلور خبریالان چې پولیسو ته یې د پلټنې لپاره خپل ټیلیفونونه نه دي سپارلي، په ناقانونه اعتراض کې د ګډون په تور محکوم شوي دي.

دغلته د یوه سویډني خبریال د اخراجېدو خبره هم شوې ده.

په نیول شویو خبریالانو کې شپږ تنه د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریالان هم دي چې د بیلاروس له څانګې او یا یې هم د ازادي راډیو د روسي ژبې شبکې( کرنټ ټایم) یا روانو چارو سره کار کاوه.

د ازادي راډیو خبریالان اولادز هریدزین، الیس داشچنسکي، الې هروزد زیلویچ، اندري رابچیک او رومان واسیکویچ وړمه ورځ د مینسک په دوو سیمو کې د اعتراضونو د پوښښ پر مهال ونیول شول چې وروسته بېرته خوشې شول.

په دوی کې د کرنټ ټایم یو تصویر اخیستونکی اندری یاروشویچ د هغو څلورو خبریالانو له ډلې دی چې په ناقانونه اعتراض کې د ګډون تور پرې پورې دی.

که دا تور ثابت شي، نوموړی په حبس یا جریمې محکومېږي.

یارو شویچ پخوا د بیلاروس د دولتي ټلوېزیون تصویر اخیستونکی و، خو کله چې وروستیو ورځو کې د پولیسو د تاوتریخوالي پر ضد سلګونو کارګرو اعتصاب وکړ، دا هم له هغې ډلې یو و چې وروسته یې بیا دنده هم پريښوده.

د توقیف پر مهال د ازادي راډیو خبریالان د پولیسو له خوا تالاشي شوي، لپ ټاپونه او کمرې یې ضبط شوي، د موبایل انځورونه یې کتل شوي او د مظاهرې ضد پولیسو یو عکس ترې لرې شوی دی.

د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو سرپرستې ډیسي سینډېلر پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل: "چارواکي له رسنیو سره پراخ خپل سره چلند کوي."

د هغې په ټکو چارواکي هڅه کوي چې ان معتبر خبریالان ونیسي او د هغه څه له خپرولو یې راوګرځوي چې په سترګو یې ویني.

نور نیول شوي خبریالان د تات، بای،بلا پن، بلسات، تاس، اسوشیتید پریس او یو شمېر نورو رسنیو پورې اړوند دي.

الکساندر لوکاشینکا
الکساندر لوکاشینکا

په بیلاروس کې له تېرو درېیو اوونیو پر لانجمنو ټاکنو اعتراضونه پارېدلي، هغه ټاکنې چې واکمن ولسمشر الکساندر لوکاشینکا یې د شپږم ځل لپاره په اکثریت رایو بریالی اعلان کړ.

اعتراض کوونکي او سیاسي مخالفان دا ټاکنې ردوي ځکه چې د دوی په باور د لوکاشینکا په ګټه درغلۍ په کې شوي دي.

XS
SM
MD
LG