د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۶

طالب چارواکی: لا تر اوسه د خوشې شویو طالب بندیانو نوملړ نه دی تائید شوی


پروان کې د افغان حکومت له لوري د خوشې شویو سلو طالبانو یو انځور
پروان کې د افغان حکومت له لوري د خوشې شویو سلو طالبانو یو انځور

د طالبانو یو لوړ رتبه چارواکی وايي، تخنیکي ډلې یې لا د حکومت له لوري د دوی د ټولو بندیانو د خوشې کېدل نه دی تائيد کړي.

دې مقام ویلي چې د سولې د خبرو تر پيل مخکې باید د دوی تخنیکي ډلې د هغو کسانو نوملړ چې تازه د افغانستان دحکومت له زندانونو خوشې شوي، وګوري او تائيد یې کړي.

افغانستان ټایمز ورځپاڼې پرون په یوه راپور کې ویلي و چې د ملا عبدالغني برادر په ګډون د طالبانو د مذاکراتي پلاوي ځینې کسان په پاکستان کې دي او دوحې ته د تګ لپاره د ویزې په اخیستلو کې ستونزې لري.

ورځپاڼې لیکلي و چې دا په دوحه کې د حکومت او طالبانو د خبرو په پيل کې د ځنډ یو اساسي دلیل دی.

خو د طالبانو کوم چارواکي چې پرون دسېپټېمبر په ۳مه له ازادي راډیو سره خبرې وکړې، وویل چې دا راپورونه سم نه دي.

هغه د خپل هویت د پټ پاتې کېدو په شرط بېګا ازادي راډيو ته وویل چې د دوی د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر هم دوحې ته رسېدلی دی.

پاکستانیو چارواکو سره د طالبانو د پلاوي د لیدنې یو انځور
پاکستانیو چارواکو سره د طالبانو د پلاوي د لیدنې یو انځور

ملا عبدالغني برادر او د طالبانو د سیاسي دفتر یو شمېر نور غړي تېره میاشت پاکستان ته د خبرو لپاره تللي وو.

د پاکستان حکومت په وروستیو کې پر ملا عبدالغني برادر او د حقانې د شبکې په مشر سراج الدین حقاني بندیزونه ولګول.

د طالبانو هغه چارواکي چې ازادي راډیو خبرې ورسره کړې، ویلي چې د دوی د مذاکراتو پلاوی بشپړ شوی او ځینې کسان یې لا دوحې ته نه دي ور رسېدلي.

د حکومت او طالبانو سرچینې له تقریباً یوې اونۍ راهیسې د مخامخ خبرو د پیل په اړه نن او سبا کوي.

وروستۍ نېټه يې د جمعې ورځ وه او د کابل پلاوي به دوحې ته حرکت کاوه، خو ونه شو.

په همدې حال کې د افغانستان د سولې وزارت ویانده ناجیه انوري وايي چې دوی خبرو ته تیار دي او طالبان باید د خبرو پيل لپاره ځانونه چمتو کړي.

ناجیه انوري
ناجیه انوري

ناجیه انوري زیاته کړه: "د موږ له خوا هېڅ مانع نشته، طالبان باید خپل اقدامات بشپړ کړي او هغه طالبان چې په مذاکرو کې ښکېل دي او اوس په پاکستان کې دي باید په قطر کې حضور پيدا کړي."

د افغانستان د حکومت سرچینو او په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر چارواکي رسمي او علني په دې اړه له خبرو ډډه کړې چې خبرې بلاخره کله پيلېږي.

خو وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې پرون په یوه راپور کې ویلي چې مذاکرې د دوشنبې په ورځ پيلېږي.

د وال سټريټ ژورنال په راپور کې هم د دې خبر سرچینه نه ده په ډاګه شوې.

XS
SM
MD
LG