د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

د روغې جوړې عالي شورا: افغان مرکچي پلاوی به تر سبا دوحې ته سفر وکړي


له طالبانو سره د خبرو لپاره د افغان حکومت مرکچي پلاوی
له طالبانو سره د خبرو لپاره د افغان حکومت مرکچي پلاوی

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره چمتووالی.

د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا وایي افغان مرکچي پلاوی په بشپړه توګه چمتو دی او تر سبا پنجشنبې پورې به دوحې ته سفر وکړي.

د دغې شورا ویاند فریدون خوځون د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وږې ۱۲» ازادي راديو ته وویل چې د بندیانو تبادله پیل شوې او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو پر وړاندې خنډونه لیرې شوي دي.

ښاغلی خوځون ټینګار کوي چې ډېر ژر به د بندیانو د تبادلې بهیر هم پای ته ورسېږي: "د بین‌الافغاني مذاکراتو لپاره چمتووالی نیول شوی، د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکره کوونکی هیئت هم چمتو دی، خنډونه له‌منځه تللي، د اسیرانو او بندیانو تبادله پیل شوې دېر ژر به دا بهیر پای ته ورسېږي او کله چې دا پروسه پای ته ورسېده، بین‌الافغاني مذاکرات به پیل شي، پلاوی به هم ممکن تر سبا پنجشنبې قطر ته سفر وکړي."

فریدون خوځون
فریدون خوځون

خو ځينو باخبره حکومتي سرچینو د موضوع د حساسیت له کبله د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي راډيو ته ویلي چې نن به د بندیانو د تبادلې بهیر په بشپړ توګه پای ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت تر دې دمه د پاتې ۳۲۰ طالب بندیانو له ډلې هم په وروستیو دوو ورځو کې یو شمېر بندیان د پلچرخي له زندانه خوشې کړي دي.

تازه نن هم د کندهار ولایت له محبس نه اته تنه طالب بندیان ازاد شوي.

دا خبره د دغه ولایت رسنیز دفتر تأييد کړې ده.

هڅه مو وکړه چې د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر نه د ټولو خوشې شویو طالب بندیانو او دا چې ایا نن به کوم شمېر طالب بندیان له بنده ازاد شي معلومات واخلو، خو تر دې دمه‌یې زموږ پوښتنو ته ځواب نه‌دی ویلی.

خو د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي په خپله ټویټر لیکلي چې افغان دولت د سولې په برخه کې په خپلو ژمنو عمل کوي او په خبره‌یې طالبان باید اسیران خوشې کړي.

ښاغلي صدیقي لیکي د بندیانو د تبادلې پروسه دوام لري او حکومت‌یې څارنه او ارزونه کوي.

صدیق صدیقي د ولسمشر محمد اشرف غني او افغان مذاکراتي ټیم د لیده کاته په اړه هم په یو ټویټ کې لیکلي چې ولسمشر غني د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او مذاکراتي ټیم سره کتلي او له طالبانو سره‌یې د خبرو اترو اړوند خبرې کړې دي.

افغان حکومت مخکې تر دې ویلي و چې په خپل دریځ به ولاړ وي او تر هغه به پاتې نور طالب بندیان ازاد نه‌کړي تر کومه چې طالبانو د دوی کمانډویان نه‌وي خوشې کړي.

خو تېره ورځ ځينو رسنیو د سرچینو په حواله راپور ورکړی و چې طالبانو څلور کمانډویان ازاد کړي دي.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بیا ازادي راډيو ته ویلي، دوی به تر هغه بین‌الافغاني مذاکراتو ته ولاړ نه‌شي چې ټول بندیان‌یې نه‌وي ازاد شوي.

سهیل شاهین
سهیل شاهین

بل‌خوا یو شمېر سیاسي کارپوهان وایي، دواړه لوري دې د سولې په برخه کې رامنځته شوی فرصت له لاسه نه‌ورکوي او ژر تر ژره دې د خبرو اترو زمینه برابره کړي.

له دې ډلې د افغانستان د سولې عالي شورا پخوانی غړی محمد امین وقاد وویل: "د طالبانو پاتې بندیان چې د حکومت په چوکاټ کې دي، هغه دې هم ازاد کړي، طالبانو سره هم چې هر څومره افغان امنیتي ځواکونه دي هغه دې هم ازاد کړي، اوس چې دواړه خواوې د بین‌الافغاني مذاکراتو لپاره د چمتووالي خبره کوي زموږ هیله‌مندي دا ده چې د بین‌الافغاني مذاکراتو پر وړاندې راواردېدونکي خنډونه هوار شي او نور خنډونه دې هم نه‌جوړېږي."

ښاغلی وقاد ټینګار کوي چې دواړه خواوې دې د مذاکراتو په پیل او دوام کې له زغم کار واخلي.

محمد امین وقاد
محمد امین وقاد

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یوه ډله دوحې ته رسېدلې ترڅو د بین‌الافغاني خبرو لپاره چمتووالی ونیسي.

بهرنیو چارو وزارت په دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو د ملي روغې جوړې عالي شورا دا خبره تأييد کړې ده.

XS
SM
MD
LG