د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۳

طالبانو راتلونکې اوونۍ کې د خبرو پیلېدو په اړه د عبدالله عبدالله خبره رد کړه


د ملا برادر په مشرۍ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو شمېر غړي
د ملا برادر په مشرۍ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو شمېر غړي

وروسته له دې چې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا په راتلونکې اوونۍ کې د بین‌الافغاني خبرو د احتمالي پیلېدو په اړه خبر ورکړ، طالبانو ویلي چې د سپټمبر په لومړیو کې له افغان چارواکو سره خبرې په پام کې نه‌دي نیول شوي.

د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر شېر محمد عباس ستانکزي تېر ماښام روېټرز خبري اژانس ته وویل چې د سپټمبر په لومړیو کې له افغان چارواکو سره د سولې هېڅ ډول خبرې نه‌دي پلان شوي.

په همدې حال کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې دې ډلې له وړاندې ویلي وو چې دوی به هغه مهال خبرې پیلوي چې پاته ټول طالب بندیان د حکومت له لوري خوشې شي.

شاهین زیاتوي چې دا خبرې د طالبانو له‌خوا نه، بلکې د حکومت له‌خوا ځنډنۍ کېږي.

سهیل شاهین
سهیل شاهین

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر د پنجشنبې په ورځ په کابل کې وویل چې له طالبانو سره د سولې خبرې به احتمالاً راتلونکې اوونۍ پیل شي.

عبدالله عبدالله: بین‌الافغاني خبرې به راتلونکې اوونۍ پیل شي

بل‌خوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ویلي چې د افغانانو ترمنځ د خبرو پیل پر وړاندې ډېری خنډونه لیرې شوي او د حل لارې د موندلو لپاره هڅې روانې دي.

محمد حنیف اتمر په یوه بحث کې چې د امریکا د سولې انسټټیوټ په کوربه‌توب جوړ شوی وو او په ژوندۍ بڼه د دغه انسټټیوټ پر ټویټر خپرېده، د سولې خبرو پیل او پاته زندانیانو ته په اشارې وویل: "البته هغه شرایط چې لویې جرګې ایښي وو، موږ پوهېږو چې ټوله‌یې د خبرو په پیلېدو سره نه پوره کېږي، خو موږ هوډ لرو چې هغه شرایط د خبرو په ترڅ کې پوره شي. یوه اساسي موضوع دا ده چې د طالب بندیانو د وروستۍ ډلې په خوشې کېدو سره د راتلونکې اوونۍ تر پایه به د خوشې شویو طالبانو شمېر ۵،۶۰۰ ته ورسېږي. طالبان باید د جګړو ډګر ته د دغو طالبانو د بیا نه‌ورتلو په اړه د خپلو ژمنو درناوی وکړي. دا یو لوی شمېر دی او خطرناکه کسان دي."

د افغانستان مشورتي لویې جرګې تېره میاشت په ۲۵ ماده‌یي پرېکړه‌لیک کې د طالبانو د ۴۰۰ بندیانو پر خوشې کېدو موافقه وکړه.

تر هغه وروسته د افغانستان ولسمشر د یادو بندیانو د خوشې کېدو حکم لاسلیک کړ، خو ۸۰ تنه طالب بندیان خوشې او ۳۲۰ نور یې په زندان کې پاته شو.

یو شمېر لوېدیځو هېوادونو لکه فرانسې د دغو بندیانو له خوشې کېدو سره مخالفت وکړ. فرانسې د افغانستان له حکومت څخه وغوښتل، هغه طالب بندیان خوشې نه‌کړي چې د پاریس په خبره د فرانسوي وګړو په وژلو کې لاس لري.

ښاغلي اتمر په پرونیو خبرو کې د کوم هېواد نوم یاد نه‌کړ، خو ویې‌ویل چې د افغانستان یو شمېر نړیوال متحدین د طالبانو د خوشې کېدو په اړه اندېښنه لري او په عین وخت کې د ده په وینا هغه هېوادونه د سولې بیه او اهمیت هم درکولای شي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره د ټیلیفوني خبرو یوه ورځ وروسته وویل چې د سولې خبري به احتمالاً راتلونکې اوونۍ پیل شي.

د عبدالله عبدالله او عمران خان د خبرو په اړه د پاکستان بهرنیو چارو وزارت له‌خوا خپور شوی تصویر
د عبدالله عبدالله او عمران خان د خبرو په اړه د پاکستان بهرنیو چارو وزارت له‌خوا خپور شوی تصویر

دغو دوو چارواکو وروسته له هغه خبرې وکړې چې د طالبانو د سیاسي دفتر یوه پلاوي د اسلام‌اباد په بلنه پاکستان ته ولاړ او د هغه هېواد له چارواکو سره‌یې خبرې وکړې.

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو د توافق له مخې تمه وه چې بین‌الافغاني خبرې د مارچ پر ۱۰مه پیل شوې وی، خو ظاهراً د حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو په تبادله کې ځنډ د دې خبرو د پیلېدو مخه نیولې ده.

XS
SM
MD
LG