د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۹

قطر ته د افغان حکومت د مرکچي پلاوي سفر وځنډېد


په وروستۍ لویه جرګه کې د افغان حکومت مرکچي پلاوي د ګډون یو انځور
په وروستۍ لویه جرګه کې د افغان حکومت مرکچي پلاوي د ګډون یو انځور

د افغان حکومت یوې معتبرې سرچینې چې د سولې د بهیر په اړه معلومات لري د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په دوحه کې د طالبانو د مرکچې پلاوي د نه بشپړېدو له امله دغه سفر وځنډېد.

سرچینه وايي، د طالبانو د مرکچي پلاوي ټول غړي قطر ته نه دي ستانه شوي.

دغه حکومتي چارواکی چې نه غواړي نوم یې واخیستل وویل، دغه موضوع لامل شوه چې د جمعې تر ورځې پورې قطر ته د افغانستان د مرکچې پلاوي سفر ترسره نه شي.

د راپورونو له مخې په پام کې وه چې د افغانستان مرکچي پلاوی د سولې د خبرو د پیل لپاره قطر ته لاړ شي.

ځینو رسنیو هم ویلي چې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي اوس په پاکستان کې انتظار باسي چې د قطر سفارت ورته ویزې ورکړي.

مخکې له دې د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا ویلي چې افغان حکومت د بین الافغاني مذاکراتو لپاره تیار دی چې مرکچي پلاوی قطر ته ولېږي.

یوه ورځ مخکې افغان حکومت وویل چې د طالبانو د ۵۰۰۰ بندیانو د خوشې کېدو لړۍ بشپړه شوې ده.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا په خبره، طالبانو هم له خپله اړخه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د بندیانو خوشې کېدل بشپړ کړي دي.

دغه بندیان د روان میلادي کال د فبروري په ۲۹ مه د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې د لاسلیک له مخې له زندانونو خوشې شوي دي.

د افغان حکومت په خبره په خوشې شویو طالبانو کې ځینې خطرناک کسان هم وو، ان دا چې یو شمېر یې پر اعدام هم محکوم شوي و.

مخکې له دې فرانسې او استرالیا د ۶ خطرناکو بندیانو له خوشې کېدو سره مخالفت ښودلی او ویلې یې وو چې دغو طالب بندیانو په افغانستان کې د فرانسې او استرالیا د اتباعو په وژلو کې لاس درلود.

یو افغان چارواکی چې د سولې د بهیر په اړه معلومات لري پرون پنجشبه ازادي رادیو ته وویل، په پام کې ده دغه اوه جنجالي زندانیان له افغانستانه قطر ته ولېږدول شي او د امریکا ترڅار لاندې به وي.

بلخوا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډیو ته وویل، د تخنیکي ستونزو په حل سره د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو نېټه اعلانېږي.

افغان حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG