د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۷

'ولې د طالب بندیانو په خوشې کېدو سره لاهم دغه بهیر له ځنډ او خنډ سره مخ شوی؟' 


د کابل یو شمېر ورځپاڼې
د کابل یو شمېر ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د سولې د بین‌الافغاني خبرو په اړه لیکلي دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې د افغان حکومت له لوري د طالبانو د ۳۲۰ زندانیانو له ډلې د نږدې ۱۰۰ کسانو د خوشي کېدو مسئلې ته په اشارې د طالبانو له لوري د افغان حکومت د ځنیو کمانډویانو د خوشي کېدو خبره هم کړې ده.

خو سرمقاله لیکونکي پوښتنه کړې چې ولې د طالب بندیانو په خوشي کېدو سره لاهم دغه بهیر له ځنډ او خنډ سره مخ شوی؟

د سرمقاله لیکونکي په باور، دا واضح خبره ده چې په حکومت کې ځينې کړۍ د سولې مخالفې دي او په خبره‌یې د طالبانو له لوري هم شاید داسې تحرکات وي چې سوله له خنډ سره مخ کړي.

خو مسیر ټينګار کړی چې فرصتونه باید درک شي ځکه نور هېڅ افغان د جګړې د دوام غوښتونکی نه‌دی او نه‌غواړي چې په دې برخه کې ناغېړي وشي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې قطر ته د سولې مذاکراتي پلاوي د چمتووالي خبره کړې او لیکلي، تمه ده چې د افغان حکومت پلاوی پنجشنبه یا د راتلونکې اوونۍ په پیل کې د قطر په لور وخوځېږي.

ورځپاڼې دا خبره هم کړې چې تېره شپه د بندیانو تبادله بېرته پیل شوه او هیله ده د اوونۍ تر پایه دا بهیر پای ته ورسېږي.

لیکوال ټينګار کړی چې دواړه لوري افغانان دي او مذاکراتي ټيمونه باید هڅه وکړي، په داسې بڼه او داسې نیت خبرې اترې وکړي چې بهرنیانو ته دا موقع برابره نه‌شي چې د دوی ترمنځ د درېیمګړي رول ولوبوي.

سرمقاله کې دغه‌شان راغلي چې په بين‌الافغاني مذاکراتو کې افغانيت او پر ملت زړه سوی بايد د دواړو مذاکراتي ټېمونو مشترکه سره کرښه وي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې هم د سولې بین‌الافغاني خبرو اترو په ژر پیلېدو ټينګار کړی.

ورځپاڼې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ ملي امنيت سلاکار رابرټ اوبراين ټیلیفوني خبرو ته اشاره کړې لیکلي، امریکا نه‌غواړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو ډلو په سرچینه بدله شي.

خو ورځپاڼې نیوکه کړې چې طالبان د امريکا او طالبانو ترمنځ تړون ته ژمن نه‌دي پاتې شوي.

ورځپاڼې دې موضوع ته هم اشاره کړې چې تر اوسه د طالبانو ملاتړو لورو لکه پاکستان، ايران او روسيې هېڅ نه‌ده ښکاره کړې چې په افغانستان کې سوله غواړي که نه.

د سرمقاله لیکونکي په باور، تر طالب ډلې وړاندې باید له دې لورو سره د نړيوالې ټولنې په حضور کې سوله وشي او تر درانه نړيوال فشار لاندې باید ترې ضمانت واخیستل شي چې د افغانستان په چارو کې له مداخلې او یرغله لاس واخلي.

XS
SM
MD
LG