د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۵

سیمه ییز چارواکي: د ناامنیو له امله زرګونه کورنۍ بلخ ته کډه شوي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان په شمالي ولایتونو کې زرګونه کورنۍ د روانو ناامنیو له امله بلخ ولایت ته بېځایه شوي دي.

دا بې ځایه شوي کسان اکثراً د مزارشریف په لرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې تر خیمو لاندې د ژوند شپې او ورځې تېروي.

دوی د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د جګړې له وېرې خپلې مېنې پرېښي او بلخ ته يې پناه راوړې؛ دلته یې هم لاسونه تنګ دي او له بې وزلۍ کړېږي.

په بلخ کې کورني بې ځایه شوي له بې وزلۍ، وزګارۍ او همدا راز له روغتیايي او تعلیمي محرومیتونو کیسه کوي.

محمد خالد یو له همدې بېځایه شویو دی چې د فاریاب له المار ولسوالۍ څخه د بلخ دهدادي ولسوالۍ ته را بې ځایه شوی.

هغه وايي چې د طالبانو او افغان پوځیانو ترمنځ د جګړې په ترڅ کې یې پر کور د آوان توغندی ولګېد او کور یې ونړېد.

محمد خالد وايي چې له شپږو میاشتو راهیسې په بلخ کې دی او تر یوې لته يي کېږدۍ د ژوند شپې او ورځې تېروي.

دی بېځایه شویو کورنیو ته د حکومت له نه پاملرنې نیوکه کوي او زیاتوي چې د وزګارۍ او ډېرې بې وزلۍ له امله ګن شمېر کړاونو سره مخ دی.

هغه وویل: "کور مې په جکړې ویجاړ شو، مزارشریف ته مې تېښته وکړه، دلته هم هېڅ کار نشته او د ماشومانو لپاره مې حتا دری وخته وچه ډوډۍ هم نه شم برابرولی، حکومت هم د غریب او بې وسه کسانو په غم کې نه دی."

په بلخ کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست وايي چې ۴۵۰۰ بېځایه شوي کورنۍ په مزارشریف او ولسوالیو کې تر خیمو لاندې ژوند کوي.

د یادې ادارې مشر مسعود قادري ازادي راډیو ته وویل چې ټول کورني بېځایه شوي کسان د ناامنۍ او جګړې له امله له خپلو اصلي سیمو بلخ ته راکډه شوي او د سرپناه د نه لرلو ترڅنګ له ډېرو نورو ستونزو سره هم مخ دي.

هغه وايي چې روغتیايي خدمتونو ته نه لاس رسی، د ښوونځیو نه شتون، د روغتیا څښاک اوبو کموالی او د کار زمینه نه شتون د دغو بېځایه شویو کورنیو اساسي ستونزې دي.

ښاغلی قادري وايي چې د بلخ د کډوالو اداره په هڅه کې ده څو له نړیوالو او کورنیو موسسو څخه د مرستې په ترلاسه کولو ډېر شمېر بیځایه شویو کورنیو ته د مناسب ژوند او امنې سرپناه زمینه هواره کړي.

ده زیاته کړه: "زمونږ اساسي کار دا دی چې اړ کورنیو ته د سرپناه زمینه برابره کړو او هڅه کوو ترڅو د هغوی ډېرې ستونزې حل کړو."

په بلخ کې ټول ټال ۶۵۰۰ بېځایه شوې کورنۍ شته چې ۴۵۰۰ کورنۍ له سرپل، جوزجان، فاریاب او همداسې ۲ زره کورنۍ د بغلان، کندوز او سمنګان ولایتونو د ناامنۍ له وېرې دغه ولایت ته کډوال شوي.

XS
SM
MD
LG