د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۵

"UNHCR": شمال زون ته د راستنېدونکو کډوالو شمېر ۴ برابره کم شوی


د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېشنري یا "یو. اېن. اېچ. سي. آر" وايي چې شمال او شمال ختیځو ولایتونو ته د راستنېدونکو کډوالو شمېر د تېر کال په پرتله څلور برابره کم شوی دی.

په شمال زون کې د یادې کمېشنرۍ مشر سریچکو نیومان "Serecko Neuman" ازادي راډیو ته وویل چې د روان کال په ترڅ کې ۱۵ زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه د هېواد شمالي ولایتونو ته راستانه شوي دي.

د یادې کمېشنرۍ مشر وايي چې تېر کال ۹ شمالي ولایتونو ته څه باندې ۸۰ زره افغان کډوال له دې دوو ګاونډي هېوادونو څخه خپل ټاټوبي ته راستانه شوي وو چې د هغه کال په پرتله اوس په‎کې څلور برابره کموالی راغلی دی.

سریچکو نیومان‌یې په اړه وویل:

"د روان کال په ترڅ کې کوم امار چې موږ سره ثبت شوي دي، ښيي چې ۱۵ زره افغان کډوال د هېواد ۹ شمالي ولایتونو ته راستانه شوي دي چې تېر کال دغه شمېر ۸۰ زرو څخه ډېر وو او اوس په‌کې ۴ برابره کموالی رامنځته شوی او یادې مسئلې موږ اندېښمن کړي یو."

ښاغلی نیومان وايي چې ۱۵ زره نورو کسانو خپلې اصلي سیمې د نا امنۍ له امله پرېښي او نورو شمالي ولایتونو ته بې‎ځایه شوي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېشنرۍ دا چارواکی وايي چې په شمال او شمال ختیځ زونونو کې یې ۱۲۵۰۰ کورنیو ته د ۲.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت ژمنۍ مرستې برابرې کړې دي.

دا مرستې د ۲۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت په ۹ ولایتونو کې هرې یوې بې‎ځایه شوي او کډوالې کورنۍ ته وېشل کېږي چې په‎کې ژمني توکي، خوراکي مواد او جامې هم شاملې دي.

په همدې حال کې د فاریاب او کندز ولایتونو څخه د نا امنیو له امله بې‎ځایه شوي کسان شکایت کوي چې سرپناه نه‎لري او ژمنیو مرستو ته اړتیا لري.

قربان او شایسته هغه دوه کورني بې‎ځایه شوي کډوال دي چې له فاریاب ولایته د موجودې نا امنۍ له امله د بلخ ولایت یکه‎توت سیمې ته بې‎ځایه شوي چې د ژوندانه په بدو شرایطو کې اوسېږي.

بې‎ځایه شوي کسان شکایت کوي چې سرپناه نه‎لري او ژمنیو مرستو ته اړتیا لري.

د ناامنیو له امله دا دوه کورني بې‎ځایه شوي کسان‌یې په اړه وايي:

"زه قربان نومېږم، په فاریاب کې د شیرین تګاب ولسوالۍ څخه یم، هلته اوس‌مهال طالبان دي، خلک‌یې ډېر په عذاب کړي، هره ورځ جنګ او جګړه ده، موږ مجبوره شو چې دلته راکډه شو، اوس په بدو شرایطو کې یو."

"زما نوم ښایسته دی، د فاریاب ولایته راغلی یم، زما کورنۍ هم له ما سره ده او تر یوې خیمې لاندې ژوند تېروو، ژوند مو ډېر تریخ دی او ژمي ته هم هېڅ نه‎لرو."

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا «OCHA» د معلوماتو پر بنسټ چې په ۹ شمالي ولایتونو کې کابو ۱۶ زره تنه د ناامنۍ له امله بې‎ځایه شوي او خپلې اصلي سیمې یې پرېښې دي.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‎زی

XS
SM
MD
LG