د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۷

بلخ کې کورني بې‌ځایه شوي د مرستو له نه‌ترلاسه کېدو شکایت کوي


په بلخ کې د نا امنۍ له امله بې‌ځایه شوي کسان شکایت کوي چې ژمنۍ مرستې یې نه‌دي ترلاسه کړي او دولت هم د دوی ژوندانه ته چې په ډېر بد وضعیت کې قرار لري، پامه نه‌دی کړی.

په سرپل او فاریاب کې د نا امنیو له امله سلګونه کورنۍ بلخ ولایت ته راکډه شوي دي چې د مزارشریف د دهدادي ولسوالۍ په یکه‌توت سیمه کې اوسېږي، دوی شکایت کوي چې د ژمي په موسم کې یې تر دې دمه هېڅ ډول مرستې نه‌دي ترلاسه کړي.

عالم او صمیم‌شاه د سرپل له نا امنیو څخه یادې سیمې ته دوه تنه بې‌ځایه شوي کسان دي، په دې اړه ازادي راډیو ته داسې وویل:

"موږ یو تعداد له شیرم څخه، یو تعداد له ګوسفندي او یو شمېر نور مو د سرپل له سوزمه قلعه ولسوالۍ څخه یو، بلخ ته پر دې کډوال شو چې سیمې مو نا امنه وې او موږ اوس دلته په ډېر بد حالت کې یو، حتی خواړه نه‌لرو."

"زه د فاریاب ولایت له غورماچ ولسوالۍ څخه یم، دلته نا امني وه، اوس بلخ ته راغلي یو له ډېر وخت راهیسي په دهدادي ولسوالۍ کې اوسېږو، دلته هېڅ ډول مرستې له موږ سره نه‌دي ترسره شوي."

اکثراً دا بې‌ځایه شوي کسان شکایت کوي چې خپلې سیمې یې د نا امنۍ له امله پرېښودې او بلخ ولایت ته کډوال شوي دي، خو په بلخ کې یې ماشومان ښوونځي ته لاسرسی نه‌لري، مناسب صحي خدمات هم نه‌دي ورته مساعد او د کاري زمینې له نه‌شتون څخه په ستونزو کې دي.

په همدې حال کې د بلخ د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس وايي چې کابو ۴ زره بې‌ځایه شوي کډوال د نا امنۍ له امله له سرپل، فاریاب او جوزجان څخه بلخ ته راغلي دي.

عبدالصبور قادري وايي چې دوی د خپل توان تر حده له بې‌ځایه شویو کډوالو سره مرستې ترسره کړي دي او هغوی ته‌یې د سرپناه درلودلو زمینه هم مساعده کړې ده.

هغه‌یې په هکله وویل:

"دوی ته رسیدګي شوې ده، هم ورته ځای ورکړل شوی دی او هم خوراکي مواد ورسره مرسته شوي دي، خو باید ووایم چې شمېر یې ډېر دی او دا بې‌ځایه شوي کسان نورو مرستو ته هم ضرورت لري."

دا په داسې حال کې ده چې د ۴ زره کورنیو کډوالو تر څنګ له ایران او پاکستان څخه کابو دوه زره راستانه شوي کډوال هم بلخ ته راغلي او د ژوندانه په بدو شرایطو کې خپلې شپې او ورځې سبا کوي.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG