د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

'د کرکټ بورډ د غړي په توګه د محمد نبي ټاکل حقوقي ستونزه لري'


محمد نبي
محمد نبي

د کرکټ بورډ د غړي په توګه د ملي لوبغاړي محمد نبي عیسی خېل ټاکل په کور دننه او بهر د کرکټ د یو شمېر څارونکو له نیوکو سره مخ شوي دي.

دوی وايي، په یو وخت کې په لوبډله کې د لوبغاړي او په بورډ کې د غړي په توګه د محمد نبي د ټاکلو پرېکړه له حقوقي اړخه ستونزه لري.

تازه افغان کرکټ بورډ پرون د کرکټ د ملی ټیم لوبغاړی محمد نبي عسی خېل، د ښځو چارو سرپرست وزیره حسینه صافي، په ولسي جرګه کې د کندهار استازی روح الله خانزاده او د مرستیال ولسمشر امرالله صالح سلاکار هارون میر د بورډ د نویو غړیو په توګه ټاکلي دي.

محمد نبي عیسي خیل چې په نړیواله کچه پېژندل شوې څېره ده، تازه افغان کرکټ بورډ د غړي په توګه ټاکلی دی.

خو د کرکټ یو شمېر څارونکي وايي د کرکټ بورډ دغه پرېکړه له حقوقي اړخه ستونزه لري.

د کرکټ څارونکی مشتاق رحیم وايي، د بورډ د کړنلارې د لومړۍ او پنځمې مادې پر بنسټ اداره ولسمشر او بورډ غړو ته ځواب ویونکي یا هم حساب ورکونکې ده.

د نوموړي په وینا دغه شان د کرکټ بورډ د دغې کړنلارې د شپږمې او یولسمې مادې له مخې د بورډ غړي، د نورو دندو ترڅنګ د بورډ د چارو څار، د بورډ لپاره د قوانینو، تګلارو او کړنلارو د منظورۍ دنده پر غاړه لري او د مالي او ادراي چارو څارنه هم کوي.

مشتاق رحیم
مشتاق رحیم

ښاغلی رحیم وايي، د د بورډ د غړي په توګه د داسې یو چا ټاکل کېدل چې پخپله همهاله د همدغه بورډ تر څار لاندې کار کوي د ګټو تضاد رامنځته کوي ځکه د ده په وینا څنګه کېدای شي یو کس په یو وخت هم د څار او هم اجرائیوي دنده ترسره کړي.

رحیم زیاته کړه: "له حقوقي اړخه که د بورډ دغه پرېکړې ته وکتل شي دا کاملاً د ګټو تضاد رامنځته کوي، ځکه د بورډ د غړو یوه دنده دا ده چې د بورډ عملي چارې څاري او دغه راز د بورډ اجرائیوي اداره د بورډ غړو ته مسئوله ده، نو اوس چې محمد نبي په خپله هم په اجرائیوي څانګه کې راځي نو یو سړی په خپلو چارو څار څنګه کولای شي."

افغان کرکټ بورډ تېره پنجشنبه د کرکټ د ملی ټیم لوبغاړی محمد نبي، د ښځو چارو سرپرست وزیره حسینه صافي، په ولسي جرګه کې د کندهار استازی روح الله خانزاده او د مرستیال ولسمشر امرالله صالح سلاکار هارون میر د بورډ د نویو غړیو په توګه ټاکلي دي.

په دې اړه د کرکټ بورډ به خبر پاڼه کې راغلي دي چې یاد کسان د کرکټ بورډ د رئیس فرحان یوسفزي له لوري وړاندیز او د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني له لوري تائید شوي دي.

په ورته وخت کې د کرکټ بورډ پخوانی کارکونکی بختیار ساحل وايي، چې دغه پرېکړه به د ښاغلي نبي په لوبیز ژوند منفي اغېز ولري، ځکه د ده په وینا په دې سره د نبي ذهن د لوبې پر ځای په سیاسي پرېکړو ممترکز کېږي.

د کرکټ بورډ پخوانی کارکونکی بختیار ساحل
د کرکټ بورډ پخوانی کارکونکی بختیار ساحل

هغه زیاتوي: "دا د یو لوبغاړي ذهن اړول دي له لوبې د سیاست لوري ته او د دې پرېکړې تر ټولو غټ زیان همدا دی، د دې ترڅنګ کله چې نبي ته د خلکو غوښتنې زیاتې شي نو هغه اړ دی چې خپله پاملرنه دې خواته وګرځوي او دا چاره به يې په لوبه ډېر منفي اغېز وکړي."

د کرکټ بل افغان څارونکی یاسر خوګیاڼی وايي، چې کرکټ بورډ باید د ښاغلي نبي پر ځای د مدني ټولنو نورو غړو ته چې د کرکټ په برخه کې پوره تجربه ولري غړیتوب ورکړي.

خوګیاڼي وویل: "کرکټ بورډ په دغه ډول پرېکړه د ځوانانو هیلې خاورې کوي او ښکاري داسې چې دا ادره په یو میراثي اداره بدلېږي، د دې پر ځای باید د مدني ټولنو وړ او په کرکټ پوه کسانو ته ونډه ورکړل شوی وای."

له دې ور اخوا د کرکټ نړیوالې مشهورې ویب پاڼې کریک انفو دا یوه حیرانونکې پرېکړه بللې ده.

دې ویب پاڼې لیکلي نبي تېر کال د ټیسټ لوبو نه د لاس په سر کې کېدو پرېکړه اعلان کړه خو لا د شل اورونو او یو ورځینو لوبو کې د افغانستان استازیتوب کوي.

ویب پاڼې لیکلي چې دا ښايي په نړۍ کې لومړنی برحال لوبغاړی وي چې د کرکټ بورډ د غړي په توګه ټاکل کیږي.

محمد نبي عیسی خېل چې اوس مهال د ویسټ انډيز په کرابین لیګ سوداګریزو سیالیو لوبې کوي د کرکک انفو ویب پاڼې د راپور په اساس دا هم معلومه نه ده چې د وروستۍ پرېکړه په اړه ورسره سلا مشوره شوې ده کنه.

د افغانستان کرکټ بورډ په ټوله کې د رئیس په شمول ۹ غړي لري چې ولسمشر اشرف غني ته راپور ورکوي او د بورډ د لویو مقرریو، قراردادونو او مهمو تګلارو په اړه پرېکړې کوي.

هڅه مو وکړه چې د تازه نیوکو په اړه د افغان کرکټ بورډ نظر هم ولرو خو د بورډ مسئولینو په دې اړه څه ونه ویل.

XS
SM
MD
LG