د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۰

عاطف مشعل د کرکټ بورډ له غړیتوبه وایستل شو


عاطف مشعل
عاطف مشعل

افغان کرکټ بورډ وايي، په پاکستان کې افغان سفیر عاطف مشعل يې د کرکټ بورډ د غړو له نوملړه ویستلی دی.

په دې اړه د کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د بورډ د عمومي رییس فرهان یوسفزي په لارښونه ښاغلی مشعل نور حق نه لري چې د کرکټ بورډ په مسایلو کې لاسوهنه وکړي.

وړاندې په اعلامیه کې راغلي دي چې کرکټ بورډ به ډېر ژر د عاطف مشعل پر ځای بل وړ کس د کرکټ بورډ غړیتوب ته ور وپېژني.

عاطف مشعل چې په اسلام اباد کې افغان سفیر او د کرکټ بورډ غړی وو له سفارته يې استعفا ورکړې خو لا معلومه نه ده چې استعفا يې منظور شوې ده کنه.

ښاغلی مشعل له دې وړاندې د افغانستان د کرکت بورډ عمومي رییس و.

خو عاطف مشعل په خپله فېسبوک‌پاڼه کې لیکلي چې د تېر کال د لیندۍ میاشتې پر ۲۵مه‌یې د سفارت له دندې له لومړۍ استعفاء سره یوځای د کرکټ بورډ له غړیتوبه هم ولسمشر ته خپل استعفاء لیک ورسپارلی و او له هغې راهیسې د کرکټ بورډ غړی نه‌دی.

ښاغلي مشعل لیکلي: "هیله ده د کرکټ بورډ اداره د مفاهیمو او الفاظو په استعمال کې پام وکړي."

افغان کرکټ بورډ اوس مهال درې غړي لري.

د مشرانو جرګې غړې، ګلالۍ نور ساپۍ، په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ضالحق امرخیل او نور کسان د کرکټ بورډ اوسني غړي دي.

XS
SM
MD
LG