د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۷

"IPL": راشد خان په ۹ سیالیو کې ۹ او نبي په ۴ کې ۷ لوبغاړي سوځولي


راشد خان او محمد نبي. عکس له VOA
راشد خان او محمد نبي. عکس له VOA

ټاکل شوې چې د هندوستان د کرکټ د غوره‌لیګ سیالیو د نن شپې په لوبه کې سنرایزر حیدراباد او چنای سوپرکېنګز لوبډلې د یو بل په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ووځي.

دوه افغان لوبغاړي راشد خان او محمد نبي په سنرایزر لوبډله کې لوبېږي، راشد خان تر دې دمه په نهه سیالیو کې نهه او محمد نبي بیا په څلورو سیالیو کې ۷ مقابل لوبغاړي سوځولي دي.

دا په روانو سیالیو کې د دواړو لوبډلو ترمنځ دوهم ځل مخامخېدل دي.

په تېره لوبه کې سنرایزر لوبډلې چنای لوبډلې ته په ۶ وېکټو ماتې ورکړې وه.

بل‌خوا د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې بیا ډېلي کپيټلز لوبډلې راجستان رایلز لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د سیالیو د نمرو د جدول د سر ځای خپل کړ.

له دې وړاندې د روانو سیالیو لومړی مقام له چنای سوپر کېنګز لوبډلې سره وو.

په‌دې سیالۍ کې راجستان رایلز لوبډلې لومړی بېټنګ وکړ او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې يې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۱ منډې وکړې چې مقابلې لوبډلې دغه هدف د سیالۍ په وروستي اوور کې پوره کړ.

XS
SM
MD
LG