د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۶

امریکا رسماً د ایران پر وړاندې د بندیزونو د فعالېدو لړۍ پیل کړه


آرشیف
آرشیف

د امریکا متحده ایالاتو د پنجشنبې په ورځ رسماً د ایران پر وړاندې د بندیزونو د فعالېدو لړۍ پیل کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په دې اړه په یوه لیک کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته خبر ورکړ.

د امریکا متحده ایالاتو د اګست پر شلمه د هغه میکانېزم د فعالېدو لړۍ پیل کړه چې له مخې یې د ایران پر وړاندې د ملګرو ملتونو بندیزونه بېرته پیلېږي.

امریکا ادعا کوي چې ایران د ۲۰۱۵ کال له هغه اټومي تړون څخه سرغړونه کړې چې د نړۍ له سترو قدرتونو سره یې لاسلیک کړې.

ډونالډ ټرمپ
ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر په ۲۰۱۸ کال کې له دې تړونه د خپل هېواد د وتلو اعلان وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د پنجشنبې په ورځ یو لیک د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته لېږلی چې په هغه کې د امریکایي چارواکو په خبره له یاد تړون څخه د ایران د سرغړونو بېلګې یادې شوي دي.

دا اقدام د امریکا له لوري د هغې لړۍ د پیلولو هڅه ده چې په امنیت شورا کې د امریکا متحدینو رد کړې ده.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پنځلس دایمي غړي لري.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دچهار شنبې په ورځ د اګست ۱۹ ویلي وو چې امریکا غواړي تقریباً ټول هغه بندیزونه چې د ایران پر وړاندې په تعلیق حالت کې وو، بېرته فعال شي.

د ایران او نړۍ د قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون په لاسلیک سره ملګرو ملتونو پر ایران بندیزونو کم کړل او په بدل کې یې ایران خپل اټومي فعالیتونه محدود کړل.

اوس امریکا د دغو بندیزونو بیا لګول غواړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مورګن اورتیګس
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مورګن اورتیګس

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مورګن اورتیګس ویلي چې تر دې یاداښت دېرش ورځې وروسته به د ایران پر وړاندې د ملګرو ملتونو د بندیزونو یوه برخه بېرته له سره پیل شي چې په هغه کې پر دې هېواد د وسلو پلورلو ممنوعیت شامل دی.

د امریکا دا اقدام د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې مخالفتونه راپارولي دي.

د دې شورا ځیني غړي په دې برخه کې د امریکا حق د پوښتنې وړ بولي، ځکه امریکا د ایران له اټومي تړونه وتلې ده.

امریکا بیا وایي، په هغې موافقې کې چې د ایران پر ضد بندیزونه په کې کم شول او هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په پرېکړه لیک کې چې د هغې موافقې پر اساس ترتیب شوی، د امریکا نوم شامل دی.

محمد جواد ظریف
محمد جواد ظریف

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په یوه مکتوب کې د ملګرو ملتونو سازمان ته لیکلي، امریکا د ایران پر ضد د ټولو بندیزونو د بیا پیلولو حق نه لري او د امنیت شورا له غړو یې غوښتي چې د امریکا دا هڅه رد کړي.

اروپایي هېوادونه چې د ایران اټومي تړون یې لاسلیک کړی لکه بریتانیا، فرانسه، جرمني او هم روسیه او چین چې له جرمني پرته نور ټول د امنیت شورا دایمي غړي دي، د امریکا له دې پرېکړې سره مخالف دي.

XS
SM
MD
LG