خبرونه
د طالبانو حکومت له هنده د سوداګرۍ د لا زیاتېدو او د کارګو د لوژیستکي مرکزونو د جوړېدو غوښتنه وکړه
د افغانستان د طالبانو حکومت له هند څخه وغوښتل چې سوداګري نوره هم پراخه کړي او د مالونو د لېږد لپاره په افغانستان کې د کارګو لوژستیکي مرکزونه جوړ کړي.
دا غوښتنه په داسې حال کې کېږي چې کابل له نوي ډيلي سره اړیکې پیاوړې کوي او له پاکستان سره له پرلهپسې شخړو او د لارو له بندېدو وروسته بدیل لارې لټوي.
د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د پنجشنبې په ورځ له هند څخه وغوښتل چې د ایران د چابهار بندر له لارې د افغان محصولاتو د صادراتو لپاره د منظم سمندري ترانسپورت په رامنځته کولو کې مرسته وکړي. دغه بندر د هند له لوري اداره کېږي.
عزیزي په نوي ډيلي کې د هند د سوداګرۍ په چارو کې د دولت له وزیر، جتن پراسادا سره وکتل او د پانګونې، ګډو پروژو او د افغان صادرونکو لپاره د لا زیاتو فرصتونو د رامنځته کولو په اړه یې خبرې وکړې.
سربېره پر دې، عزیزي وړاندیز وکړ چې هند دې د افغانستان په جنوب لوېدیځ ولایت نیمروز کې – چې له ایران سره ګډه پوله لري – وچ بندرونه جوړ کړي او د هند ممبۍ ته نژدې په نهـاوا شیوا لوی کانتینري بندر کې دې د افغان کارګو د پروسس اسانتیاوې رامنځته کړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د فریدا کالو یوه تابلو د نړۍ د ښځینه هنرمندانو تر ټولو په لوړه بیه وپلورل شوه
د مکسیکو د نوموتې انځورګرې، فریدا کالو، یو انځور د ښځینه هنرمندانو تر ټولو د قیمتي اثر د پلور ریکارډ مات کړ.
دا اثر چې فریدا کالو په ۱۹۴۰ کال کې کښلی و، د پنجشنبې په ورځ د نیویارک په یوه هنري لیلام کې په ۵۴ میلیون او ۷۰۰ زره ډالرو وپلورل شو.
په دې انځور کې، فریدا کالو ځان د یوې بسترې پر سر په پراته حالت انځور کړی دی.
تر دې مخکې د هغې تر ټولو ګرانه پلورل شوی انځور «دیګو او زه» وه چې په ۲۰۲۱ کال کې په ۳۴ میلیون او ۹۰۰ زره ډالرو وپلورل شو. دا اثر فریدا کالو د خپل مېړه، دیګو ریورا، ترڅنګ انځوروي.
راپورونه وايي چې د فریدا کالو ځینې نور آثار هم په شخصي معاملو کې په لوړ قیمت پلورل شوي دي.
د مکسیکو حکومت د فریدا کالو ټول آثار د هېواد «هنري میراث» اعلان کړي دي؛ له همدې امله د دې انځورګرې آثار په مکسیکو کې دننه نه شي پلورل کېدای او د له منځه وړلو اجازه یې هم نشته.
هغه نقاشي چې په نیویارک کې وپلورل شوه، د هغې له هغو لږو اثارو څخه ده چې خاوند یې له مکسیکو څخه دباندې اوسي.
هسپانیا د افغان ښځو د حقونو د درېیم نړیوال کنفرانس «زموږ غږ واورئ» کوربه توب کوي
د افغانستان د ښځو درېیم نړیوال کنفرانس چې «زموږ غږ واورئ» نومېږي، د ډسمبر په ۱۲مه نېټه د هسپانیا په مادرید کې جوړېږي.
دا مهمه ناسته د هسپانیا د بهرنيو چارو وزارت په کوربتوب او د اروپايي ټولنې او د افغانستان د ښځو د سازمان په همکارۍ جوړیږي.
د کنفرانس هدف د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې پر روانو کړکیچونو غور او د طالبانو تر حاکمیت لاندې د بشري حقونو د رالوېدلي وضعیت ارزول ښودل شوي دي.
اټکل کېږي چې نړیوال مشران، د بشري حقونو مدافعان او متخصصان به په دې غونډه کې ګډون وکړي، څو د عدالت، حساب ورکونې او د اغېزمنو عملي ګامونو لپاره یوه روښانه، کارنده نقشه جوړه کړي.
د بریتانیا د جرمونو د پلټنې ملي ادارې یو افغان تبعه د خلکو په قاچاق تورن کړ
د بریتانیا رسنیو پرون (جمعه) راپور ورکړ، عبادالله علیمي چې ۲۵ کلن افغان دی او په ډبلین کې اوسي، د نوومبر په ۱۹مه وروسته له هغه د بلفاست په ګرانډ سنټرل سټېشن کې ونیول شو چې له ډبلین څخه یې په ریلګاډي کې بلفاست ته سفر وکړ. هغه له پنځه نورو افغان وګړو سره یو ځای سفر کاوه.
د بریتانیا د جرمونو د پلټنې ملي ادارې د معلوماتو له مخې، د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د مهاجرت د ادارې له لوري پر هغه شک دی په انساني قاچاق کې لاس لري.
ادعا کېږي چې علیمي له یوې کورنۍ سره او همداراز له بل نارینه سره یو ځای سفر کاوه، چې ټولو یې غوښتل په عمومي ترانسپورتي وسیلې یعني ریلګاډي کې په غیرقانوني توګه بریتانیا ته داخل شي.
دواړه ډلې له فرانسې څخه د ایرلنډ ډبلین ته تللې وې، او له ډبلین څخه د رېلګاډي په واسطه بلفاست ته رسېدلې وې. ویل کېږي چې دوی غوښتل وروسته انګلستان ته سفر وکړي.
د بریتانیا د جرمونو د پلټنې ملي ادارې ویاند وویل چې علیمي نیول شوی او د افسرانو له خوا پوښتنې – ګروېږنې ورڅخه روانې دي.
د اوکراین ولسمشر د جګړې د پای ته رسولو په اړه د امریکا پر وړاندیزونو له ولسمشر ټرمپ سره ویني
د اوکراین ولسمشر وروسته له دې چې له روسیې سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا د سولې د طرحې مسوده ترلاسه کړه، اعلان وکړ چې تمه لري په «راتلونکو ورځو» کې له ډونالډ ټرمپ سره د دې طرحې په اړه خبرې وکړي.
ولودیمیر زیلنسکي ټینګار وکړ چې هر ډول توافق باید «عزتمنه سوله» وي او په کې د اوکراین د «خپلواکۍ او حاکمیت درناوی» تضمین شي.
همداراز ټاکل شوې چې د اوکراین د درې اروپایي متحدانو؛ جرمني، بریتانیا او فرانسې مشران، نن جمعه (د لړم ۳۰مه) له زیلنسکي سره خبرې وکړي.
د امریکا وړاندیز شوې طرحه له کیف څخه غواړي چې مسکو ته پراخ امتیازونه ورکړي.
د راپورونو په بنسټ، د دې طرحې شرطونه ظاهراً هغو سختو غوښتنو ته ورته دي چې روسیه یې پر اوکراین د پراخ یرغل له پیله له اوکراین څخه کوي.
قزاقستان وايي، د افغان زلزله ځپلو د درملنې لپاره یې طبي ټیم افغانستان ته استولی
د قزاقستان د روغتیا وزارت وايي، روغتیايي ټیمونه او طبی وسایل یې د افغانستان زلزله ځپلو سیمو ته استولي دي.
دغه وزارت پرون (پنجشنبه) افغانستان ته د قزاقستان په استول شوې طبي ډله کې داسي متخصصان شامل دي چې د تروما او عاجلو حالاتو په برخو کې تجربې لري.
د قزاقستان د روغتیا وزارت د خبر له مخې، د دغه هیواد ډاکترانو په افغانستان کې لسګونه ناروغان معاینه کړي، مشورې یې ورکړي او جراحي عملیات یې کړي دي.
په وروستیو کې دوو سختو زلزلو د افغانستان په ختیځ او شمال کې سلګونه کسان مړه او ټپیان کړل.
سوداګر وايي، د هوا له لارې به چین جلغوزې صادرې کړي
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې وايي چې سږ کال د جلغوزو حاصلات د ښه دي او ټاکل شوې چې دا محصول د هوايي دهلیزونو له لارې چین ته صادر شي.
د دغو خونو د مشرتابه پلاوي غړي خانجان الکوزید پنجشنبې په ورځ (د نوومبر ۲۰مه) ازادي راډیو ته وویل چې د جلغوزو د صادراتو د اسانتیا لپاره له افغان هوايي شرکتونو سره خبرې روانې دي.
د افغانستان د وچو میوو د صادرونکو د اتحادیې د معلوماتو له مخې، تمه کېږي چې یوازې خوست ولایت سږ کال شاوخوا ۲۰ زره ټنه جلغوزه تولید کړي، او د نورو ولایتونو مجموعي حاصلات ښايي ۳۵ زره ټنو ته ورسېږي.
د جلغوزو یو شمېر کاروباریانو هم سږني بازار او د صادراتو فرصتونه مثبت بللي دي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې د کابل او اسلاماباد ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې، او پاکستان خپلې ترانزیتي لارې د افغانستان د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو پر مخ تړلې دي
د نیویارک ښاروال ممداني له ولسمشر ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې ویني
ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشر، ډونالد ټرمپ، نن، جمعه (د لړم ۳۰مه) د نیویارک له نوې منتخب ښاروال له زهران ممداني، سره، په سپینه ماڼۍ کې وګوري.
دا به د ولسمشر ټرمپ او د نیویارک د نوي ښاروال ترمنځ لومړنۍ کتنه وي.
ټرمپ او ممداني پخوا څو ځله یو پر بل نیوکې کړې وې. ټرمپ د نیویارک د ښاروالۍ د ټاکنو پر مهال د ممداني د سیال اندرو کومو ملاتړ کاوه.
ممداني بیا څو ځله د ټرمپ د ادارې پر سیاستونو، په ځانګړي ډول د غزې د جګړې پر مهال د اسراییل د ملاتړ او د مهاجرتي محدودیتونو پر پالیسیو، توندې نیوکې کړې وې.
ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۸مه) په خپله ټولنیز شبکه تروټ سوشل کې ولیکل:
«د نیویارک د ښار کمونیست ښاروال، زهران ‘کوامه’ ممداني، د لیدنې غوښتنه کړې ده. موږ توافق کړی چې دا لیدنه به د جمعې په ورځ، د نومبر په ۲۱مه، د سپینې ماڼۍ په افل (بیضوي) دفتر کې ترسره شي.»
ممداني هم د دې اوونۍ په پیل کې رسنیو ته وویل چې د هغه ټیم له سپینې ماڼۍ سره د لیدنې د تنظیم لپاره اړیکه نیولې ده.
د ممداني ویاند د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې منتخب ښاروال غواړي له ټرمپ سره وویني او د عامه امنیت، اقتصادي چارو او د سپما د پلانونو په اړه بحث وکړي.
د پنجاب په یوه فابریکې کې چاودنې ۱۵ تنه وژلي
د پنجاب د فیصل اباد کې په یوه فابریکه کې د ګازو چاودنې ۱۵ کسان وژلي او ګڼ نور یې ژوبل کړي دي.
د فيصل اباد کمېشنر راجا جهانګير انور په يو بيان کې ويلي دي چې نن (د نومبر پر ۲۱مه) د فیصل اباد ملک پور سیمې ته نژدې په یوه فابریکه کې ګاز وچاودل.
د ژغورنې ادارې په لومړني بیان کې ویلي چې پیښه سهار وختي د فابرییکې د بایلر له چاودېدو وروسته وشوه چې له امله یې فابریکه او نژدې ودانۍ ونړېدلې. خو وروسته تایید شوه چې ګاز لیک شوی دی.
د کمېشنر دفتر په بیان کې ویل شوي دي چې ۱۵ جسدونه را ایستل شوي دي. لس تنه ټپيان روغتون ته وړل شوي دي.
همداراز په دې پېښه کې اووه کورونه هم اغیزمن شوي دي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر او د طالبانو د سوداګرۍ وزیر پر دوه اړخیزه تجارت خبرې وکړې
د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جي شنکر د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره پرون تر لیدو وروسته په ایکسپاڼه کې ولیکل چې له ښاغلي عزیزي سره یې د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د سوداګرۍ، اتصال او د خلکو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په لارو چارو خبرې وکړې.
نور الدین عزیزي د چهارشنبې په ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ په پنځه ورځني سفر هند ته ولاړ.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ د وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد رسنیو ته وویل چې د هند له بهرنیو چارو وزیر سره د لیدو پرمهال د افغانستان د خصوصي سکتور غړیو ته د ویزو د ورکولو په اړه خبرې وشوې او د دواړو هیوادونو ترمنځ د ګډ کاري ګروپ د بیا فعالولو، د سوداګرۍ د ګډې خونې د جوړولو او د چابهار بندر د ستونزو د حل په اړه یوشمیر موافقې وشوې.
اخندزاده عبدالسلام جواد دا ونه ویل چې د چابهار بندر په اړه څه هوکړې شوې دي. دا بندر د امریکا د متحد ایالتونو تر بندیز لاندې و او نژدې درې اونۍ مخکې نوي ډیلي خبر ورکړ چې له بندیزونو څخه د دې بندر د فعالیت لپاره یې شپږ میاشتې وخت اخیستی دی.