نړۍ
تهران او اروپايي ټولنې د ایران د اټمي تړون په اړه د ټرمپ پلان رد کړ
تهران او اروپایي ټولنې د ایران د اټمي تړون د موادو پر اساس د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ هغه پلان رد کړ چې وایي د ایران پر وړاندې د ټولو بندیزونو د لګولو مېکانیزم فعالوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په حواله په دولتي رسنیو کې وویل شول چې وایي، امریکایان ښه پوهېږي چې د بندیزونو د بیا لګولو مېکانیزم فعالول غیر قانوني دی او له همدې کبله په مطلق ډول د منلو نهدی.
دغهراز د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ د مشر یوې ویاندې هم د اګسټ پر ۱۶مه ویلي، له هغه وخته چې واشنګټن د ایران له اټمي تړونه ووت، نو په رسمي ډول د دې تړون یو برخهوال نهګڼل کېږي.
د امریکا متحده ایالات بیا ادعا کوي چې لاهم د دې تړون ګډونوال دی ځکه په ۲۰۱۵ کال کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړهلیک په لېست کې شامل وو، نو له همدې کبله کولای شي دا بندیزونه بېرته ولګوي.
وروسته له دې چې امنیت شورا د اګسټ پر ۱۴مه د ایران پر ضد د وسلو بندیز د مودې له اوږدېدو سره مخالفت وکړ، امریکا وویل چې راتلونکې اوونۍ به یو وار بیا د ایران پر ضد د وسلو بندیز د اوږدېدو هڅه وکړي.
د دې بندیز موده د اکټوبر په ۱۸مه پای ته رسېږي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په بریتانیا کې یوه افغان اعتراف وکړ چې پر یوې ماشومې یې جنسي تېری کړی
یوه افغان تبعه، پرون (جمعه) د بریتانیا په یوه محکمه کې اعتراف وکړ چې پر یوې دوولس کلنې نجلۍ یې جنسیي تېری کړی دی.
احمد ملاخېل اقرار وکړ چې د جولای په میاشت کې یې د بریتانیا د انګلستان په مرکزي ښار ننیټن کې دا جرم کړی دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ملاخېل تر دې وړاندې په دې اړه تور رد کړی و، خو پرون یې خپله ادعا بېرته واخیسته.
ملاخېل محکمې ته له یوه بل کس سره، چې محمد کبیر نومېږي او له ده سره د جرم په ترسره کولو کې مرسته کړې وه، حاضر شو.
محمد کبیر هم پخوا په دې قضیه کې لاس لرل رد کړي وو.
د دوی بله محاکمه به د جنورۍ په ۱۲ مه وي.
په بریتانیا او نورو اروپايي هیوادونو کې د افغان پناه غوښتونکو له لوري پر له پسې جرمونه سبب شوي چې ګڼ هیوادونه په ځانګړي ډول افغانانو ته د پناه ورکولو شرایط سخت کړي.
د فریدا کالو یوه تابلو د نړۍ د ښځینه هنرمندانو تر ټولو په لوړه بیه وپلورل شوه
د مکسیکو د نوموتې انځورګرې، فریدا کالو، یو انځور د ښځینه هنرمندانو تر ټولو د قیمتي اثر د پلور ریکارډ مات کړ.
دا اثر چې فریدا کالو په ۱۹۴۰ کال کې کښلی و، د پنجشنبې په ورځ د نیویارک په یوه هنري لیلام کې په ۵۴ میلیون او ۷۰۰ زره ډالرو وپلورل شو.
په دې انځور کې، فریدا کالو ځان د یوې بسترې پر سر په پراته حالت انځور کړی دی.
تر دې مخکې د هغې تر ټولو ګرانه پلورل شوی انځور «دیګو او زه» وه چې په ۲۰۲۱ کال کې په ۳۴ میلیون او ۹۰۰ زره ډالرو وپلورل شو. دا اثر فریدا کالو د خپل مېړه، دیګو ریورا، ترڅنګ انځوروي.
راپورونه وايي چې د فریدا کالو ځینې نور آثار هم په شخصي معاملو کې په لوړ قیمت پلورل شوي دي.
د مکسیکو حکومت د فریدا کالو ټول آثار د هېواد «هنري میراث» اعلان کړي دي؛ له همدې امله د دې انځورګرې آثار په مکسیکو کې دننه نه شي پلورل کېدای او د له منځه وړلو اجازه یې هم نشته.
هغه نقاشي چې په نیویارک کې وپلورل شوه، د هغې له هغو لږو اثارو څخه ده چې خاوند یې له مکسیکو څخه دباندې اوسي.
د اوکراین ولسمشر د جګړې د پای ته رسولو په اړه د امریکا پر وړاندیزونو له ولسمشر ټرمپ سره ویني
د اوکراین ولسمشر وروسته له دې چې له روسیې سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا د سولې د طرحې مسوده ترلاسه کړه، اعلان وکړ چې تمه لري په «راتلونکو ورځو» کې له ډونالډ ټرمپ سره د دې طرحې په اړه خبرې وکړي.
ولودیمیر زیلنسکي ټینګار وکړ چې هر ډول توافق باید «عزتمنه سوله» وي او په کې د اوکراین د «خپلواکۍ او حاکمیت درناوی» تضمین شي.
همداراز ټاکل شوې چې د اوکراین د درې اروپایي متحدانو؛ جرمني، بریتانیا او فرانسې مشران، نن جمعه (د لړم ۳۰مه) له زیلنسکي سره خبرې وکړي.
د امریکا وړاندیز شوې طرحه له کیف څخه غواړي چې مسکو ته پراخ امتیازونه ورکړي.
د راپورونو په بنسټ، د دې طرحې شرطونه ظاهراً هغو سختو غوښتنو ته ورته دي چې روسیه یې پر اوکراین د پراخ یرغل له پیله له اوکراین څخه کوي.
د نیویارک ښاروال ممداني له ولسمشر ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې ویني
ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشر، ډونالد ټرمپ، نن، جمعه (د لړم ۳۰مه) د نیویارک له نوې منتخب ښاروال له زهران ممداني، سره، په سپینه ماڼۍ کې وګوري.
دا به د ولسمشر ټرمپ او د نیویارک د نوي ښاروال ترمنځ لومړنۍ کتنه وي.
ټرمپ او ممداني پخوا څو ځله یو پر بل نیوکې کړې وې. ټرمپ د نیویارک د ښاروالۍ د ټاکنو پر مهال د ممداني د سیال اندرو کومو ملاتړ کاوه.
ممداني بیا څو ځله د ټرمپ د ادارې پر سیاستونو، په ځانګړي ډول د غزې د جګړې پر مهال د اسراییل د ملاتړ او د مهاجرتي محدودیتونو پر پالیسیو، توندې نیوکې کړې وې.
ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۸مه) په خپله ټولنیز شبکه تروټ سوشل کې ولیکل:
«د نیویارک د ښار کمونیست ښاروال، زهران ‘کوامه’ ممداني، د لیدنې غوښتنه کړې ده. موږ توافق کړی چې دا لیدنه به د جمعې په ورځ، د نومبر په ۲۱مه، د سپینې ماڼۍ په افل (بیضوي) دفتر کې ترسره شي.»
ممداني هم د دې اوونۍ په پیل کې رسنیو ته وویل چې د هغه ټیم له سپینې ماڼۍ سره د لیدنې د تنظیم لپاره اړیکه نیولې ده.
د ممداني ویاند د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې منتخب ښاروال غواړي له ټرمپ سره وویني او د عامه امنیت، اقتصادي چارو او د سپما د پلانونو په اړه بحث وکړي.
د پنجاب په یوه فابریکې کې چاودنې ۱۵ تنه وژلي
د پنجاب د فیصل اباد کې په یوه فابریکه کې د ګازو چاودنې ۱۵ کسان وژلي او ګڼ نور یې ژوبل کړي دي.
د فيصل اباد کمېشنر راجا جهانګير انور په يو بيان کې ويلي دي چې نن (د نومبر پر ۲۱مه) د فیصل اباد ملک پور سیمې ته نژدې په یوه فابریکه کې ګاز وچاودل.
د ژغورنې ادارې په لومړني بیان کې ویلي چې پیښه سهار وختي د فابرییکې د بایلر له چاودېدو وروسته وشوه چې له امله یې فابریکه او نژدې ودانۍ ونړېدلې. خو وروسته تایید شوه چې ګاز لیک شوی دی.
د کمېشنر دفتر په بیان کې ویل شوي دي چې ۱۵ جسدونه را ایستل شوي دي. لس تنه ټپيان روغتون ته وړل شوي دي.
همداراز په دې پېښه کې اووه کورونه هم اغیزمن شوي دي.
د ایران ولسمشر: پلازمینه تهران باید بل ځای ته ولیږدوو
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وویل چې د ګڼې ګوڼې او د اوبو د ژور بحران له امله باید د ایران پلازمینه له تهران څخه بل ځای ته انتقال شي.
په تهران کې سږ کال ډیر لږ باران وریدلی دی چې د ځینو راپورونو له مخې په تیرې یوې پیړۍ کې دومره لږ ورښت نه و شوی.
پزشکیان تر دې مخکې هم د اوبو له امله بلې سیمې ته د پلازمینې د لیږدیدو نظر ورکړی و.
د ایران ایرنا اژانس د پنجشنبې په ورځ د پزشکیان په وینا خبر ورکړ چې وایي، حقیقت دا دی چې دوی بله هیڅ چاره نه لري، دا یو ضرورت دی چې پلازمینه بل ځای یوسو، د دې سیمې د اوبو ستونزه نه شو هوارولی.
پزشکیان د دې میاشتې په پيل کې ویلي و، که باران ونه شي ښایي تر ژمي مخکې تهران تخلیه شي، خو نوموړي په دې تړاو نور توضحیات نه و ورکړي.
د اوکراین په زاپروژیا کې یوشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
اوکراین وایي چې د دغه هیواد په جنوب ختیځ ښار زاپروژیا کې د روسیې د برید له امله لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
دا خبر تیره شپه د زاپروژیا والي ایوان فیدوروف په ټیلګرام کې ورکړ، خو نوموړي دا نه دې ویلي چې دا برید په څه ډول وسلې شوی دی.
تر دې مخکې اوکرایني چارواکو د لارښود بمونو په اړه خبرداری ورکړی و.
زاپروژیا د اوکراین یو صنعتي ښار دی چې د جګړې له لومړۍ کرښې څخه یوازې شل کیلومتره لرې پروت دی.
په چک جمهوریت کې په لسګونو کسان ټپيان شوي
د چک جمهوریت په جنوب کې د ریلګاډي د ټکر له امله لږ تر لږه اووه پنځوس کسان ټپيان شوې دي.
چک اژانس( چې ټي کې) نن خبر ورکړ چې د پنځو ټپیانو روغتیایي وضعیت ډیر نازک دی.
دوه ریلګاډي د چسکه بودیوویڅه ښار ته څيرمه د سهار د شپږو بجو خواته ټکر شول. دا ښار د جرمني او اتریش له پولو شاوخوا پنځوس کیلومتره لرې دی.
د پيښې د علت معلومولو لپاره تحقیقات روان دي.
پر اوکراین د روسیې تر خونړیو بریدونو وروسته، اردوغان له دواړو لوریو د خبرو د بیا پیل غوښتنه وکړه
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له کیف او مسکو څخه وغوښتل چې د ترکیې په کوربه توب خبرې له سره پېل کړي.
دا غوښتنه پرون چهارشنبه څو ساعته وروسته له هغه وشوه چې روسیې د اوکراین پر لویدیځو سیمو درانه بریدونه وکړل.
د اوکرایني چاروکو په وینا، دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي.
اردوغان په انقره کې د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زلنسکي سره په ګډه خبري غونډه کې وویل " د جګړې دواړو لورو ته د ناوړه اغیزو" له کبله خبرې مهمې دي.
زلنسکي د اردوغان له غوښتنې ملاتړ وکړ او وې ویل چې د ترکیې د ډيپلوماسۍ پر ځواک او پر مسکو یې د اغیزو په اړه باور لري.
پر اوکراین د روسیې تازه درنه بمباري
د روسیې بې پيلوټه الوتکو په تازه بریدونو کې په اوکراین کې نژدې شل تنه وژلي او په لسګونو نور یې ټپيان کړې دي.
اوکرایني رسنیو راپور ورکړ چې نن چهارشنبه( د نومبر ۱۹ مه) د ترنوپیل، خمیلنیتسکي، ایوانو-فراکویویسک، ریونه، لویو او دنیپرو پیتروفسک په سیمو کې چاودنې اوریدل شوې دي.
د اوکراین د بیړنیو چارو ادارې ویلي دي چې په ترنوپيل کې پر دوو لوړپوړیو ودانیو برید شوی چې لږ تر لږه نولس تنه پکې وژل شوې دي او شپږ شپیته نور د شپاړس ماشومانو په ګډون ټپیان شوې دي.
د اوکراین انرژي وزارت ویلي دي چې د دې بریدونو له امله په یوشمیر سیمو کې بریښنا پرې شوې ده.
د اوکراین په خارکیف کې هم د تیرې شپې د بریدونو په ترڅ کې د پولیسو په وینا شپږ دیرش کسان ټپيان شوې دي. چې پر دې سیمه له تیرو دریو ورځو راهیسې روسیي ډرون الوتکې بمبارۍ کوي.