د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۸

ټرمپ: امریکا پر ایران د ټولو بندیزونو د بېرته لګولو میکانېزم فعالوي


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

وروسته له دې چې امنیت شورا د ایران پر ضد د وسلو بندیز د مودې له اوږدېدو سره مخالفت وکړ، امریکا وویل چې راتلونکې اوونۍ به یو وار بیا د ایران پر ضد د وسلو بندیز د اوږدېدو هڅه وکړي.

د ایران پر ضد دا بندیزونه د اکټوبر په میاشت کې نرمېږي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، امریکا پر ایران د ټولو بندیزونو د بېرته لګولو میکانېزم فعالوي.

ټرمپ د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، راتلونکې اوونۍ به ټول دا اقدام وویني.

ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له دې وکړې چې د ملګروملتو د امنیت شورا ۱۵ غړي هېوادونه پر ایران د وسلو د بندیز د اوږدولو پر سر موافقې ته ونه رسېدل او د امریکا په شمول د دې شورا یوازې دوو غړیو مثبته رایه ورکړه.

ویل کېږي، دې اقدام د امنیت شورا غړي له سیاسي پلوه له سخت حالت سره مخامخ کړي دي.

د امریکا ولسمشر د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا له ایران سره د کړکېچ د کمولو په خاطر د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له لوري په وړاندیز شوې غونډه کې کوي، وویل، دا احتمال نه ویني.

په تهران کې د ایران ولسمشر حسن روحاني د شنبې په ورځ وویل، د امریکا متحد ایالتونه په خپله دسیسه کې ناکام شو.

حسن روحاني
حسن روحاني

امریکا د ۲۰۱۸ میلادي کال په مې میاشت کې له ایران سره له اټومي موافقې ووته او پر دغه هېواد یې بندیزونه بېرته ولګول.

د ملګرو ملتو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ نمبر پرېکړه ‌لیک پر اساس د ایران پر ضد بندیزونه په تدریجي ډول د اکټوبر له میاشتې نرمېږي.

دا بندیزونه په ۲۰۱۵ میلادي کال د ایران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ له اتومي موافقې وروسته تصویب شول.

تر دې وړاندې ښاغلي پومپیو د جون ۳۰ د امنیت شورا په غونډه کې چې د ایران د وسلو بندیزونو پر اوږدولو د غور لپاره جوړه شوې وه، د ایران د بندیزونو پای ته رسېدا د ملګرو ملتونو له مسؤلیت سره خیانت وباله.

ده خبرداری ورکړ چې که پرېښودل شي چې د بندیز موده پای ته ورسېږي، په منځني ختیځ کې به بې‌ثباتۍ رامنځته شي.

د ایران پر ضد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بندیز د سږ کال په اکټوبر کې پای ته رسېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

پومپیو همداراز وویل: "یوازې زما یا د امریکا د متحده ایالاتو مه ‌اورئ د سیمې د هېوادونو خبره واورئ، د اسراییل، د خلیج، د منځني ختیځ د هغو هېوادونو چې د ایران له ډېر خطر سره مخامخ دي، خبره واورئ چې په یوه غږ یې کوي."

روسیې او چین چې په امنیت شورا کې د ویتو حق لري، ویلي و چې د ایران د بندیزونو د غځولو په اړه د امریکا له غوښتنې سره مخالف دي.

دوی ویلي چې امریکا له قانوني نظره د ملګرو ملتونو بندیزونه تمدیدولی نه‌شي.

XS
SM
MD
LG