د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۶

د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي له دندې استعفا کړې


براین هوک
براین هوک

د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي براین هوک له دندې استعفا کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اداره کې د ایران د پالیسۍ مخکښ شخصیت براین هوک له خپلې دندې استعفا کړې.

د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون د اګست په شپږمه په یوه بیان کې وویل چې یوبل ډیپلومات ایلیوت ابرامز په موقتي ډول په دې دنده ګومارل شوی دی.

براین هوک د ۲۰۱۸ کال په اګست میاشت کې وروسته له دې چې د ټرمپ ادارې وویل، د ایران له اټومي موافقې به ووځي، د ایران لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ځانګړي استازي په توګه غوره شو.

له تهران سره د امریکا او پنځو نورو پیاوړو هېوادونو د ۲۰۱۵ کال موافقې پر ایران د نړیوالو لګول شوي بندیزونه د دې ژمنې په بدل کې لیرې کړل چې خپل اټومي پروګرام به محدودوي.

سپینې ماڼۍ له همغه مهاله پر ایران فشار او د دې هېواد پرضد لفظي بریدونه زیات کړل خو ایراني مشران له خورا زیاتو اقتصادي ستونزو سره سره تراوسه دې فشارونو ته نه دي تسلیم شوي.

هوک داسې مهال استعفا کوي چې د ملګروملتونو امنیت شورا پر ایران د وسلو د نړیوال بندیز د تمدید لپاره د واشنګټن پر پلان رایې ورکولو ته چمتووالی نیسي.

ایلیوت ابرامز
ایلیوت ابرامز

د ایران لپاره د امریکا د بهرنیوچارو وزارت نوی استازی هغه ډیپلومات دی چې د وینزویلايي مشرانو د پرځولو لپاره د ولسمشر ټرمپ د ادارې د هڅو مشري یې کړې ده.

ایلیوت ابرامز په ۲۰۰۳ کال کې د عراق په جګړه کې هم د ښکېلو مهمو شخصیتونو له ډلې و.

پومپیو و یلي چې ابرامز به د ایران د استازي په توګه د دندې ترڅنګ د وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو د پرځولو لپاره هم خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG