د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۱

امریکا او عربستان: پر ایران دې د وسلو د بندیز موده وغځول شي


دواړو مشرانو د بې پیلوټه الوتکو یا ډرون په شمول د توغندویو او نورو هغو وسلو لیدنه کوله چې دواړه هېوادونه وايي، ایران په یمن کې حوثي یاغیانو ته ورکړي څو د سعودي عربستان پر ښارونو بریدونه وکړي.
دواړو مشرانو د بې پیلوټه الوتکو یا ډرون په شمول د توغندویو او نورو هغو وسلو لیدنه کوله چې دواړه هېوادونه وايي، ایران په یمن کې حوثي یاغیانو ته ورکړي څو د سعودي عربستان پر ښارونو بریدونه وکړي.

د امریکا او سعودي عربستان چارواکي وایي، د ملګرو ملتونو لخوا پر ایران د وسلو تحریم باید پر ځای پاتې شي څو په منځني آسیا کې د وسلو له پراخېدو څخه تهران منع شي.

د ایران لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي براین هاک او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر د جون پر ۲۹ په ریاض کې یوې خبري غونډي ته په دې اړه خبري وکړې.

د امریکا او سعودي عربستان چارواکي وایي، پر ایران د ملګرو ملتونو لخوا د تسلیحاتي بندیز لېرې کېدل یوازې تهران د لا ډېرې بې ثباتۍ خپرولو او سیمه ییزې وسله والې سیالۍ ته هڅولی شي.

د ایران لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي براین هاک د دوشنبې په ورځ په ریاض کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر سره د خبرو پر مهال وویل په سیمه کې د ایران د لاسوهنې او بې ثباتۍ ډېرول هغه نتیجه نه ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا یې ومنلی شي.

هاک زیاته کړه: "د ملګرو ملتونو د امنیت شورا حکم ښکاره دی او هغه د نړیوالې سولې او امنیت ټینګښت دی."

دواړو مشرانو دا خبرې داسې مهال کولې چې د بې پیلوټه الوتکو یا ډرون په شمول یې د توغندویو او نورو هغو وسلو لیدنه کوله چې دواړه هېوادونه وايي، ایران په یمن کې حوثي یاغیانو ته ورکړي څو د سعودي عربستان پر ښارونو بریدونه وکړي.

پر ایران د ملګرو ملتونو لخوا د وسلو د بندیز موده په راتلونکي اکټوبر کې پای ته رسېږي.

دا موده د ایران او نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ میلادي کال اټومي تړون پر مهال ټاکل شوې وه او له مخې یې ایران له نړۍ سره د وسلو د پېر او پلور څخه منع کوي.

د امریکا متحده ایالات چې له دې تړونه په ۲۰۱۸ میلادي کال کې ووت او پر ایران یې نور بندیزونه ولګول، په دې لټه کې دی چې پر ایران د وسلو د بندیز مودې د غځولو لپاره نړیوال ملاتړ ترلاسه کړي.

ګمان کېږي چین او روسیه چې دواړو د ایران اټومي تړون لاسلیک کړی، لېواله دي چې پر ایران وسلې وپلوري او تمه ده د وسلو د بندیز د غځولو پر خلاف د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ویتو حق وکاروي.

که چېرې دا بندیز لیري شي، ایران به ښایي د خپلو پوځي تجهیزاتو د عصري کېدو لپاره له چین او روسیې څخه د جنګي جټ الوتکو، ټانکونو، سمندري تجهیزاتو او نورو وسلو د رانیولو هڅه وکړي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر رسنیو ته په پرونیو خبرو کې وویل، ایران له بندیز سره سره هڅه کوي تروریستي ډلو ته وسلې برابرې کړي، نو که بندیز لېرې شي، څه به پیښ شي؟ عادل الجبیر زیاته کړه چې په هغه صورت کې به ایران تاوتریخوالی لا ډېر کړي.

جبیر له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې پر ایران دا بندیز وغځوي.

د ملګرو ملتونو دا بندیز په منځني ختیځ کې متحدینو ته د وسلو برابرولو په برخه کې د ایران مخه نه نیسي.

په دې کې سوریه، د عراق ملیشې، د لبنان حزب الله او د یمن حوثي یاغیان شامل دي.

سعودي عربستان له څه باندې پنځو کلونو راهیسې د عرب ایتلاف مشري کوي چې د حوثي یاغیانو پر وړاندې جنګېږي.

XS
SM
MD
LG