د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۶

د غزني اوسېدونکي: طالبانو پر خلکو ټولنیز محدودیتونه لګولي


د غزني ښار یوه څنډه
د غزني ښار یوه څنډه

د غزني ولایت د ځینو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، وسله والو طالبانو پرې یو ځل بیا ځینې محدودیتونه لګولي دي.

سندرې اورېدل، سمارټ موبایلونه ګرځول، ږیرې خرېیل، تېز رنګ او تنګ کالي اغوستل، ټیټې پایڅې ګرځېدل، ډولي وېښته جوړول او داسې نور هغه څه دي چې وسله والو طالبانو پرې بندیز لګولی دی.

د غزني د اندړو، ده یک او ځینو نورو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، وسله والو طالبانو په جوماتونو کې په سپېکرونو کې اعلانونه کړي او دغه محدودیتونه یې پرې لګولي دي.

دوی وايي طالبانو په خپلو اعلانونو کې ورته ویلي چې په ټېپونو او موبایلونو کې به یوازې د طالبانو ترانې اوري.

د غزني اندړو ولسوالۍ اوسېدونکی واحدالله وايي: "په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو په اندړو ولسوالۍ کې په جوماتونو او عامه ځایونو کې اعلانونه کړي او اعلامیې یې خپرې کړې دي چې ځوانان به له ځان سره غټ موبایلونه نه ګرځوي، رنګه کالي به نه اغوندي، ږیره به پرېږدي، خپل ويښتان به لنډوي، طالبان په دې کارونو سره فکر کوم غواړي د ځوانانو فردي ازادي ورمحدوده کړي."

د ګیرو ولسوالۍ اوسېدونکی زین الدین هم وايي: "په دې وروستیو کې طالبانو اندړو او یو شمېر نورو ځوانانو ته خبرداری ورکړی دی چې لنډ کالي جوړ نه کړي، ږیره یې باید پر سنتو برابره وي، وېښتان باید لنډ کړي، د موسیقي له اورېدو ډډه وکړي او غټ ټیلیفونونه ونه ګرځوي."

د وسله وال طالبانو یو انځور- ارشیف
د وسله وال طالبانو یو انځور- ارشیف

وسله وال طالبان بیا دا خبره ردوي.

د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، موږ هیچا دا نه دي ویلي.

سیمه ییز حکومتي چارواکي وايي، وسله وال مخالفین په دې کارونو سره د ځوانانو د پرمختګ مخه ډب کوي.

د غزني د والي ویندوی واحدالله جمعه زاده وايي، طالبان غواړي چې ځوانان په خپل انحصار کې وساتي.

هغه زیاته کړه: "دوی تل هڅه کوي چې ولسونه تر خپل انحصار لاندې راولي، په ټیلیفونونو خو یې ډېر پخوا بندیزونه لګولي وو، په دې خاطر چې یو ځوان له انټرنېټ سره اشنا کېږي او کله چې له انټرنېټ سره انشا شي نړۍ پېژني، نو هوښیارېږي، خو کله چې هوښیار شو، نو د دوی خبره نه ورباندې چلېږي."

د غزني ولایت اوسېدونکي په ځانګړي ډول ځوانان وايي، طالبان باید د دوی فردي او ټولنیزه ازادي محدوده نه کړي.

XS
SM
MD
LG