د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۳

طالبان او القاعده لا هم سره پالي؟


ارشیف، یو شمېر طالبان
ارشیف، یو شمېر طالبان

د القاعده شبکې او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د همکارۍ په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

دا وروسته تر هغې چې د ملګرو ملتونو په یوه راپور کې د هند په نیمه وچه کې د القاعده شبکې د افراطي جګړه‌مارو او طالبانو ترمنځ د اړیکو یادونه وشوه.

تر لوی اختر یوه ورځ مخکې په لوګر کې یوه موټربم چاودنه وشوه چې ګڼو کسانو ته‌یې مرګ‌ژوبله واړوله. دا له هغو چاودنو یوه وه چې چا یې مسؤلیت نه‌دی منلی.

په افغانستان کې ګڼ څارونکي دا د هغو ترورېستي ډلو کار بولي چې د طالبانو په چوکاټ کې فعالیت لري او یوه هم القاعده شبکه ده.

د افغانستان د سولې او شخړې د مطالعاتو د مرکز مرستیال حکمت اعظمي وايي د وسله‌والو طالبانو او القاعده شبکې ترمنځ په جنګي برخه کې همکاري هغسې روانه ده.

حکمت‌الله اعظمي
حکمت‌الله اعظمي

ښاغلی اعظمي زیاتوي: "په دې کې شک نه‌شته چې دوی له طالبانو سره له ډېر نږدې کار کوي. د دوی د فعالیت بڼه دوه ډله ده، یو خارجي القاعده ډله ده چې په افغانستان کې فعالیت لري. بله هم د افغان طالبانو او نورو بهرنیو ترورېستي ډلو په لیکو کې ځیني اتباع او قوي-جنګي قوماندانان دي. د رهبرۍ په سطحه کې هم ځیني کسان شته چې له القاعده سره‌یې بیعت کړی او له نږدې همکاري ورسره کوي."

د ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې چې تېره اوونۍ خپور شو ویل شوي چې د هند په نیمه وچه کې د القاعده ډلې د جګړه‌مارو شمېر له ۱۵۰ تر ۲۰۰ پورې دی چې د بنګله‌دېش، هندوستان، میانمار او پاکستان وګړي دي او د طالبانو تر چتر لاندې له نیمروزه نیولې تر هلمند او کندهاره فعالیت لري.

تر دې مخکې د هلمند والي محمد یاسین له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي وو چې د القاعده شبکې د غړو د فعالیت ساحه له هلمنده تر هراته پورې پراخه ده.

والي ویلي وو چې د طالبانو تر چتر لاندې په دغه سیمه کې نورې بهرنۍ افراطي ډلې هم فعالې دي.

محمد یاسین
محمد یاسین

ښاغلی محمد یاسین وايي: "د کشفي ارګانونو د معلوماتو له مخې چې ما ته رارسېدلي، اوس القاعده [د هلمند] له بهرامچې نیولې تر هراته پورې په دغه کمربند کې پراته دي او د طالبانو ملاتړ کوي. دوی طالبانو ته روزنه او نور مواد ورکوي. په ټولو جګړو کې خارجي طالبان له القاعدې نیولې تر پنجابیانو، لشکر طیبه او لشکر جنګوي پورې ټول دلته فعالیت او د طالبانو تر حمایت لاندې ژوند کوي او له طالبانو سره په همکارۍ دلته ترورېستي اعمال ترسره کوي."

د افغانستان د سولې او شخړې د مطالعاتو د مرکز مرستیال حکمت اعظمي وايي د طالبانو تر چتر لاندې د القاعده جګړه‌مارو د فعالیت ساحه له ختیځ څخه اوس د افغانستان جنوب ته غځېدلې ده.

ښاغلی اعظمي زیاتوي: "پخوا فکر کېده چې القاعده یوازې په ختیځ کې ده، په ځانګړې توګه په کونړ، نورستان او دغو نورو ولایتونو کې؛ خو وروسته وروسته ولیدل شول چې د فعالیت اصلي ساحهیې په جنوب کې ده. په جنوب کې د القاعده شبکې د حضور یو عمده ټکی له ایران سره د دوی اړیکې دي. حتی داسې ویل کېدل چې د اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن به په نیمروز ولایت کې پاتې کېده او بیا به‌یې له ایراني چارواکو سره کتل."

حمزه بن لادن
حمزه بن لادن

د القاعده شبکې او ایران ترمنځ د اړیکو لانجمنه موضوع تر دې مخکې هم مطرح شوې ده.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د ۲۰۱۹م کال په مې میاشت کې د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې یوې غونډې ته ویلي وو: "په دې کې شک نه‌شته چې د ایران اسلامي جمهوریت او القاعده شبکه په خپلو کې اړیکې لري."

د امریکا دوو استخباراتي چارواکو ټایم مجلې ته ویلي، مخکې تر دې چې امریکا په ۲۰۰۱م کال کې په افغانستان کې د القاعده پر مرکزونو حمله وکړي، د اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن او د القاعده شبکې نور مهم غړي په ایران کې وو.

که څه هم د شیعه مذهبه ایران او القاعده شبکې ترمنځ چې ډېری غړي یې سرسخت سنيان دي، په مذهي لحاظ ډېر توپیر دی، خو د ځینو په باور په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور دغه دوه متفاوت اړخونه متحد کړي دي.

په افغانستان کې امریکايي ځواکونه
په افغانستان کې امریکايي ځواکونه

د نیمروز مدني فعال فیض بلوڅ وايي، دوی هم په خپل ولایت کې د وسله‌والو طالبانو او د القاعده شبکې ترمنځ د اړیکو په اړه اورېدلي: "په نیمروز کې دغه راپورونه موږ ته رارسېږي چې دلته القاعده جنګیالي له طالبانو سره اړیکې لري. ښې پراخې اړیکې ورسره لري. تر اوسه داسې کره راپور یا کره خبر موږ نه‌دی ترلاسه کړی چې القاعده دې له طالبانو سره اړیکې ولري. په ضمن کې د القاعده دغه غړي له ایرانه راځي."

د افغانستان د ملي امنیت شورا ازادي راډیو ته ویلي چې طالبانو له القاعده او نورو بهرنیو ترورېستي شبکو سره خپل ارتباطات نه‌دی پرې کړی.

د دې شورا ویاند جاوید فیصل وویل: "طالبان لا هم له القاعدې، نورو سیمه‌ییزو او نړیوالو ترورېستي او تخریبي شبکو سره فعال روابط لري. دغه نړیوال ترورېستان لا هم د طالبانو په لیکو کې د افغانستان د خلکو پر ضد جنګېږي او دلته خپلو ترورېستي فعالیتونو ته دوام ورکوي."

جاوېد فیصل
جاوېد فیصل

د افغانستان حکومت تر اوسه په مشخص ډول نه‌دي ویلي چې طالبانو کومه وسله‌واله حمله د القاعده شبکې په مرسته کړې ده، خو ځینې حملې چې طالبان‌یې مسؤلیت نه‌مني، دومره پېچلې وي چې حکومتي چارواکي یې له القاعده او نورو بهرنیو ترورېستي شبکو سره ارتباط نه‌ردوي.

د نیمروز یو مدني فعال احمد ظریف یوسف‌زی وايي، داسې ښکاري چې په ځینو حملو کې نورې ډلې، له دې جملې القاعده شبکه دخیله وي.

ښاغلی یوسف‌زی وايي: "د طالبانو او القاعدې ترمنځ چې کوم ارتباطات شته، تر ډېره بریده په مخفي ډول دي. ځکه په افغانستان کې چې کومې پېښې کېږي او په طالبانو نه‌مربوطېږي او نورې ډلې یې ترسره کوي، طالبان چوپتیا غوره کوي. په ډېرو مسایلو کې بیا د طالبانو له لوري اعلامیه خپرېږي چې دا پېښې زموږ نه مربوط کېږي. په افغانستان کې د طالبانو شتون د القاعده د فعالیت لپاره زمینه برابروي."

خو له القاعده شبکې سره د طالبانو د اړیکو موضوع حساسه ځکه ګڼل کېږي، طالبانو له امریکا سره په لاسلیک کړې موافقه کې له القاعده شبکې او نورو ترورېستي ډلو سره د اړیکو پرې کولو ژمنه کړې ده.

ارشیف، په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې لاسلیک غونډه
ارشیف، په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې لاسلیک غونډه

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د هند په نیمه وچه کې د القاعده شبکې اوسنی مشر اسامه محمود دی چې د عاصم عمر پر ځای ټاکل شوی دی.

دغه راپور چې امنیت شورا ته سپارل شوی وايي، په ټول افغانستان کې د القاعده د جګړه‌مارو شمېر د ۴۰۰ او ۶۰۰ ترمنځ دی چې دوی په ۱۲ ولایتونو کې فعال دي او د دوی مشر ایمن‌الظواهري هم په افغانستان کې دېره دی.

د سولې او شخړې د مطالعاتو د مرکز مرستیال حکمت اعظمي وايي، له القاعده سره موجوده اړیکو د طالبانو په منځ کې ځیني اختلافات پیدا کړي دي.

ښاغلي اعظمي وویل: "القاعده په افغانستان کې قوي حضور لري. نه‌یوازې دا چې طالبانو خپلې اړیکې ورسره نه‌دي شلولي، بلکې دغو اړیکو د طالبانو په منځ کې د نظر اختلاف هم پیدا کړی دی. ځیني سیاسي طالبان وايي دغه اړیکې باید وشکول شي، نو نظامي طالبان وايي نه!"

د راپور په حواله د القاعده شبکې دغه جنګیالي له حقاني شبکې سره چې د طالبانو د ډلې ډېره افراطي څانګه ګڼل کېږي، نږدې اړیکې لري.

خو اوس داسې راپورونه ورکړل شوي، د القاعده شبکې هغه غړي چې لا یې هم له وسله‌والو طالبانو سره خپل ارتباطات نه‌دي پرې کړي، له ایران او بل ګاونډي هېواد پاکستان سره اړیکې لري.

ایمن‌الظواهري
ایمن‌الظواهري

د ملګرو ملتونو راپور وايي په فبرورۍ میاشت کې د القاعده شبکې مشر الظواهري له یحیی حقاني سره چې د حقاني شبکې او القاعده ترمنځ د ۲۰۰۹م کال له نیمايي عمده ارتباطي ګڼل کېږي، کتلي دي. د راپور په حواله دوی د خپلو روانو همکاریو پر موضوع بحث کړی دی.

په افغانستان کې د پاکستاني‌الاصله ترورېستانو شمېر د ۶،۰۰۰ او ۶،۵۰۰ ترمنځ ښوول شوی چې لا هم په افغانستان کې فعال دي او زیاتره‌یې له تحریک طالبان پاکستان (TTP) سره اړیکې لري.

د کندهار یو مدني فعال نثار صالح وايي، بېلابېلو اقتصادي او پوځي ګټو ځینې ترورېستي ډلې سره متحدې کړي او نوموړی د پاکستان رول هم مهم ګڼي.

ښاغلي صالح زیاته کړه: "د القاعده، طالبانو، حقاني ډلې او نورو ترورېستي ډلو ترمنځ ډېرې مهمې مشترکې نکتې شته چې یوه تر ټولو مهمه‌یې د دوی تمویل او د پوځي روزنو سرچینه ده چې هغه پاکستان دی. تر هغو چې پر پاکستان قوي فشار رانه‌شي هېڅ امکان نه‌لري چې د طالبانو او نورو ترورېستي ډلو په ځانګړي ډول القاعده سره د دوی اړیکې پرې شي. ځکه د افغانستان په بربادۍ کې یو مهم رول القاعده درلود چې یو اسامه بن لادن‌یې له طالبانو غوښت، خو دوی حاضر نه‌و چې ورویې سپاري."

اسامه بن لادن
اسامه بن لادن

وروسته له دې چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر پر ۱۱مه القاعده شبکې پر امریکا ترورېستي حمله وکړه، امریکایي ځواکونو د دې شبکې د ځپلو په موخه پر افغانستان برید وکړ.

په واشنګټن کې د نړیوالو چارو د انسټټیوت مشر هاشم وحدتیار وايي، د طالبانو ځیني مشران ډېر پخوا له القاعده شبکې سره ارتباطات لري.

ښاغلی وحدتیار وايي: "د طالبانو ځیني قوماندانان چې د روسانو په وخت کې له مجاهدینو سره یوځای وو او د روسانو خلاف په جهاد بوخت وو، له هغه وخته د القاعده له قوماندانانو سره په اړیکه کې پاتې شوي دي. دوهم دا چې د طالبانو په رژیم کې د طالبانو تر ټولو مهمه تمویلوونکې القاعده شبکه وه. درېیم دا چې دوی د القاعده له ځینو کورنیو سره رشتې لري. سره ودونه‌یې کړي او فامیلي رشتې یې جوړې کړې دي. څلورم دا چې دوی په افغانستان کې مشترکات لري، په افغانستان کې د لوېدیځوالو خلاف دواړه حرکتونه په جګړه بوخت دي."

په افغانستان کې روانه جګړه لا هم سړه شوې نه‌ده، حال دا چې طالبانو په هغه موافقه کې چې په دوحه کې یې د فبرورۍ پر ۲۹مه له امریکا سره لاسلیک کړه، په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو ژمنه کړې وه.

ارشیف، د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې د هوکړې لاسلیک غونډه
ارشیف، د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې د هوکړې لاسلیک غونډه

په هغه موافقه کې طالبانو ژمنه کړې چې د القاعده شبکې په ګډون هېڅ نړیوالې ترورېستي ډلې ته به د افغانستان له خاورې پر نورو هېوادونو د حملو اجازه نه‌ورکوي.

د افغانستان حکومت د طالبانو او القاعده شبکې ترمنځ د ارتباطاتو په اړه تازه څرګندونې نه‌دي کړي.

خو که طالبان لا هم له القاعده او نورو ترورېستي شبکو سره ارتباط ولري، د واشنګټن او طالبانو ترمنځ موافقه به څه کېږي؟

ځیني فعالان له طالبانو غواړي پر خپلو هغو ژمنو عمل وکړي چې له امریکا سره‌یې په خپله موافقه کې کړې دي.

د نیمروز مدني فعال احمد ظریف یوسف‌زی وايي، تر ډېره په موافقه کې ځای شوي تعهدات پر ځای شوي نه‌دي.

ښاغلی یوسف‌زی وايي: "هغه تعهدات او ژمنې چې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ شوي، موږ وینو چې په ځینو مسایلو کې بیا هم په ناحله توګه مخ ته ځي. ولس تشویش لري، ځکه موږ وینو چې هره ورځ په افغانستان کې جګړې کېږي، بریدونه کېږي. د طالب، القاعدې او امریکایانو له لوري عام وګړي وژل کېږي، هیله مو دا ده هغه ژمنې چې د دوی ترمنځ شوي، ورته ژمن وي چې عام وګړي ونه‌وژل شي."

ارشیف، غزني کې یو شمېر وسله‌وال طالبان
ارشیف، غزني کې یو شمېر وسله‌وال طالبان

تر دې مخکې د افغانستان حکومت ویلي چې د طالبانو فعالیت په هېواد کې تر ۲۰ د زیاتو ترورېستي ډلو تحرکاتو ته زمینه برابره کړې ده.

خو له القاعده شبکې سره د طالبانو د اړیکو په اړه وروستیو راپورونو د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د موافقې د برخلیک په اړه اندېښنې ولاړې کړې دي.

قاري یوسف احمدي چې ځان د وسله‌والو طالبانو ویاند معرفي کوي، له ازادي راډیو سره په تماس کې د القاعده شبکې له غړو سره د دې ډلې اړیکې رد کړې دي.

XS
SM
MD
LG