د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۵

'غزني کې افغان ځواکونه او طالبان د خلکو له وسایطو ګټه پورته کوي'


د غزني ښار
د غزني ښار

د غزني ولایت اوسېدونکي وايي، امنیتي ځواکونه او طالبان د عامو خلکو له نقلیه وسایطو استفاده کوي چې دېر ځله یو په بل د برید مهال ملکیانو ته په کې مرګ ژوبله اوړي.

د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکی ظفر خان وايي، داسې ډېرې پېښې یې په خپلو سترګو لیدلي دي.

هغه وویل: "ډېرې داسې پېښې موږ لیدلې دي چې طالبان د ملکي وګړو وسایطو ته ختلي دي، له دې یوه هم، د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ په لیوانو کې یوه پېشه رامنځته شوې وه چې طالبان د ملکي وګړو موټر ته ختلي وو او بیا افغان هوايي ځواکونو همغه موټر بمبار کړی وو چې له بده مرغه د طالبانو ترڅنګ ملکي وګړو ته هم په کې مرګ ژوبله واوښته."

د خوګیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالرازق بیا د دغه ولایت په چغتو ولسوالۍ د داشان یوې پېښې کیسه کوي او وايي: "څو ورځې مخکې د غزني جغتو ولسوالۍ ته په تلونکي موټر کې درې تنه پولیس ختلي وو، طالبانو ورباندې برید وکړ، هغه پولیس یې هم وویشتل او سورلۍ یې هم وویشتې، ټول ووژل شول."

د غزني سیمه ییز چارواکي، مني چې ځینې وخت د اړتیا پر مهال مثلاً کور ته د تګ راتګ پر مهال امنیتي ځواکونه په عامه جامه کې له عامه ټرانسپورت استفاده کوي چې د طالبانو له بریدونو سره هم مخ کېږي.

دوی وايي، خو امنیتي ځواکونه کله چې وسله والو طالبانو د عامو خلکو په ټرانسپورت کې سپاره وي د ملکیانو د خوندیتوب لپاره پر هغوی بریدونه نه کوي.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده ازادي راډیو ته وویل: "که چیرې وسله وال مخالفین د ملکي خلکو له موټرو څخه اسفتاده وکړي، اوسه پورې موږ او تاسو د دې شاهدان نه یو چې هغه دې امنیتي ځواکونو تر برید لاندې راوستی وي، خو که چېرته امنیتي ځواکونه راپور واخلي، د ملکي کسانو له موټره طالبان ښکته کوي او له ځان سره بیايي."

وسله وال طالبان بیا دا خبره ردوي چې ګوندې دوی دې د عامو خلکو له نقلیه وسایطو ګټه پورته کړې وي.

د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، طالبان خپل نقلیه وسایط لري او ورنه ګټه اخلي.

ښاغلی مجاهد دا خبره هم ردوي چې ګنې د دوی جنګیالي دي پر هغه موټرو برید وکړي چې په هه کې امنیتي سرتیرې په کې سپاره وي.

دی هم وایي، چې وسله والو طالبانو له موټرو حکومتي سرتېري ښکته کړي له ځان سره یې بیولي دي، خو پر عامه ټرانسپورت یې کله هم برید نه دی کړی.

دا په داسې حال کې ده چې د داشان پېښو په غبرګون د غزني اوسېدونکو څو ځله اعتراضونه هم کړي دي او له امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو یې غوښتي چې د عامو خلکو له وسایطو استفاده ونه کړي او خوندیتوب ته یې پام وکړي.

خو خلک وايي، بیا هم په وضعیت کې بدلون نه دی راغلی، ځکه د دوی په خبره دواړه لوري د دوی وسایطو ته د وسلو په زور پورته کېږي.

دوی یو ځل بیا له دواړو لوریو غوښتنه کوي چې د ملکیانو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.

XS
SM
MD
LG