د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

اسامه بن لادن ته د عمران خان له‌خوا 'شهید' ویل او په افغانستان کې انتقادونه


د القاعده شبکې وژل شوی مشر اسامه بن لادن
د القاعده شبکې وژل شوی مشر اسامه بن لادن

د پاکستان صدراعظم عمران خان له لوري د القاعده شبکې وژل شوي مشر اسامه بن لادن ته د "شهید" کلمه کارول افغانستان کې له سختو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر وايي عمران خان د پاکستان اردو او استخباراتي سازمان له‌خوا قدرت ته رسېدلی، نو ځکه اړ دی چې د دوی د خوښۍ لپاره اسامه بن لادن ته د "شهید" خطاب وکړي.

د دې دفتر مطبوعاتي مسؤل رضوان مراد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "که نن عمران خان ووایي چې اسامه بن لادن شهید نه‌دی، خلک به د پاکستان لوبو چې د جهاد او اسلام په نوم‌یې سیمه کې په لاره اچولي، شک وکړي. عمران خان باید اسامه ته د شهید خطاب وکړي، کله چې د پاکستان اردو اسامه کلونه د پاکستان په بهترینه سیمه کې ځای په ځای کړی و، نو څنګه امکان لري چې عمران خان هغه ته د شهید کلمه ونه‌کاروي."

رضوان مراد
رضوان مراد

ښاغلی مراد وایي، د پاکستان رهبرانو له ویناوو ښکاري چې لا هم اسلام‌اباد له ترورېستي ډلو ملاتړ کوي.

د مراد په خبره، پاکستان دا ترهګر افغانستان او سیمه کې د خلکو وژلو لپاره لېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د پاکستان صدراعظم عمران خان د یاد هېواد پارلمان ته د وینا پر مهال چې په ژوندۍ بڼه خپرېده اسامه بن لادن ته د "شهید" خطاب وکړ.

عمران خان وویل هغه وروسته له هغه چې د امریکا ځانګړو ځواکونو ۲۰۱۱ کال کې خېبر پښتونخوا کې د هغه په وینا "شهید" کړ، دا د پاکستان لپاره یو لوی شرم و او وروسته له دې پېښې نړیوالو پاکستان وغانده.

عمران خان ابټ‌اباد کې د بن لادن پر پټنځای د امریکایي ځواکونو حمله په پاکستان یرغل یاد کړ او د پاکستان د هغه وخت چارواکي یې په دې محکوم کړل چې ولې یې امریکا ته بن لادن ونه‌سپاره.

عمران خان د پاکستان پارلمان ته د وینا پر مهال.
عمران خان د پاکستان پارلمان ته د وینا پر مهال.

همداراز د پاکستان ځینو سیاسیونو ابټ‌اباد کې د بن لادن پر پټنځای حمله د یاد هېواد پر حاکمیت یرغل یاد کړی و، خو دا لومړی ځل دی چې د پاکستان صدراعظم یا لوړ سیاسي چارواکی امریکا کې د سپټمبر د ۱۱مې ترهګریزې حملې طراح د شهید په نوم یادوي.

اسلام‌اباد له ۲۰۱۱ کال مخکې په پاکستان کې د اسامه بن لادن له موجودیته انکار کاوه.

عمران خان د طالبانو او نورو سخت دریځو ډلو د ملاتړ په خاطر د خپلو منتقدینو له‌خوا ځیني وخت (طالبان خان) په نوم هم یادېږي او پارلمان کې له تازه څرګندونو وروسته له سختو نیوکو سره مخ دی.

د پاکستان پخواني د بهرنیو او کورنیو چارو وزیر خواجه اصف د عمران خان د خبرو په غبرګون کې وویل چې بن لادن یو ترورېست و، خو زموږ صدراعظم هغه ته د شهید خطاب وکړ.

د پاکستان پارلمان یو بل غړي محسن داور هم ویلي اسامه د زرګونه کسانو وژلو کې لاس درلود، عمران خان که اسامه بن لادن ته د شهید وايي، نو هغوی ته به څه خطاب کوي؟

ښاغلي داوړ د پارلمان په غونډه کې وویل چې د خان دا څرګندونې هغه تورونه ثابتوي چې پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوونکی هېواد دی.

د افغانستان ملي امنیت پخوانی مشر رحمت‌الله نبیل هم ورته نظر لري او وايي چې د عمران خان څرګندونې په ډاګه کوي چې یاد هېواد لا له ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.

ښاغلی نبیل زیاتوي: "اسامه بن لادن ته د شهید کلمه کارول په دې معنی ده چې نه‌یوازې د ترورېزم ملاتړ کوي، بلکې نړیوال ترورېزم هم تشویقوي، په هغه صورت کې چې امریکایي ځواکونه له سیمې ووځي عمران خان هڅه کوي چې ترورېزم څخه پر سیمې او نړۍ د فشار په توګه ګټه واخلي او دا کوښښونه سر له اوسه پیل شوي دي."

رحمت‌الله نبیل
رحمت‌الله نبیل

هڅه مو وکړه چې په دې اړه کابل کې د پاکستان سفارت نظر واخلو، خو بریالي نه‌شوو.

ښاغلی نبیل زیاتوي د عمران خان څرګندونې د پاکستان اردو او استخباراتي سازمان ترجماني کوي، ځکه چې د نبیل د ادعا په اساس عمران خان د پاکستان نظامي برخې قدرت ته رسولی.

دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ وړاندې د امریکا بهرنیو چارو وزارت کلني راپور کې راغلي و لا هم ترورېزم پاکستان کې پټنځایونه لري او دې هېواد د ترورېستي ډلو په وړاندې د قناعت وړ اقدامات نه‌دي کړي.

XS
SM
MD
LG