د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۸

له وسله والو غچ اخیستونکې قمرګله؛ تر وروستۍ سلګۍ طالبانو سره جنګېږم


قمرګله
قمرګله

هغه غوري انجلې چې له طالبانو یې د خپل پلار او مور غچ اخیستی وايي، چې په تن کې یوه څاڅکې وینه هم پاتې وي له دې ډلې سره به وجنګېږي.

د قمر ګلې، نوم هغه مهال د نړېوالو رسنیو سرټکي شوه چې نوموړې دوه طالب وسله وال ووژل او ولسمشر غني یې هم له دې کار ستاینه وکړه.

وروسته له هغې چې د یوې ځوانې غوري انجلۍ له لوري د دوو طالب وسله والو د وژل کېدو خبرونه په رسنیو کې خپاره شوه، یو لړ پوښتنې راولاړې شوې چې یادې انجلۍ د خپل مور او پلار وژونکي څه ډول ووژل.

قمر ګله له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي: "د شپې یوه بجه وه، مونږ ویده و، زما مور او پلار په یوه خونه کې ویده و، زه او وروو مې په بله خونه کې پراته و، زموږ د کور د دهلیز ور وټکول شو، مور مې دروازه خلاصه نه کړه، هغوی (طالبان) هم ور مات کړ او راغلل زما مور یې بهر وویستله او ویې ویشته، بل ځل یې زما پلار له کوټې بهر کړ او ویې ویشت، ما هم هغو باندې ډزې وکړی او دوه کسان یې ووژل شول."

پنځلس کلنه قمر ګل وايي، طالبانو یې پلار ځکه وواژه چې د قوم مشر و.

هغه زیاتوي: "زما پلار د قوم مشر او سپین ږیری و، هغه یې په همدې دلیل راته وواژه، زه د غرور احساس کوم چې طالبان مې وژلي، ما خو د خپل مور او پلار قاتلین ووژل خو کومه مې چې په تن کې وینه وي له طالبانو سره جنګېږم او د خپل مور او پلار قاتلین له منځه وړم. "

نوموړې له نورو نجونو هم ورته غوښتنه لري.

قمر ګله اوس د خپل پلارني ټاټوبي (ګریوه) څخه د تیورې والسوالۍ مرکز ته راوستل شوې، هغه له حکومت غواړي چې د نجونو لپاره د زده کړې زمینه برابره کړي او نا امنه سیمو ته امنیتي ځواکونو واستوي.

قمرګله وايي: "له ولسمشر غواړو چې زموږ امنیت ټینګ کړي چې په ارامه ژوند وکړو او خپله راتلونکې جوړه کړو، ولسمشر دې موږ لپاره ښوونځي فعاله کړي او هڅه دې وکړي چې زموږ د سیمو امنیت خوندې کړي."

قمرګله له خپل ورور سره
قمرګله له خپل ورور سره

د قمرګلې یو خپل عبدالقدیر له حکومت غواړي چې د نوموړې او کوچني ورور امنیت ته یې جدي پاملرنه وکړي.

هغه زیاتوي: "له حکومت نه غواړو چې د امنیت د ټینګښت په برخه کې لازم اقدامات وکړي پولیس او خاص قطعات دلته اضافه کړي، دې دواړو ځوانانو ته باید د زده ګړې زمینه برابره کړي او بله مهم خبره د دوي د ژوندي پاتې کېدلو لپاره ښه پروګرام جوړ کړي."

د غور ولایت د تیورې والسوالۍ ولسوال محمد رفیق اعلم وايي، قمر ګل او ورور یې د ولسوالۍ مرکز ته انتقال شوي او ټاکل شوې چې د ولایت مرکز فېروز کوه ته ولېږل شي.

اعلم وايي: "موږ په دې دواړو قهرمانانو ویاړو، هغه تېري کونکو چې د دوی په کور او کلي یې حمله کړې وه دوی ورته د عبرت درس ورکړ او درې کسه یې ورته ووژل او یو یې ورته ټپي کړ، موږ اوس هغوی د ولسوالۍ مرکز ته انتقال کړي او په نږدې راتلونکې کې به یې د ولایت مرکز ته ولېږو، له افغان ولسمشر غوښتنه کوو چې دې قهرمانانو ته د ملالۍ مډال ورکړي."

وروسته له هغې چې طالبانو د قمرګلې مور او پلار او یو خپل ورته ووژل نوموړې د طالبانو دوه کسه ووژل او د غور ولایت لپاره یې د طالبانو استخباراتي مرستیال ټپي کړ.

طالبان بیا دغه ادعاو په کلکه ردوي.

د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي چې په سیمه کې د افغان سمیه ییزو ځواکونو ( اربکیانو )او طالبانو ترمنځ پر یوې پوستې نښته شوې.

د ښاغلي مجاهد په خبره، په دې نښته کې دوه طالب وسله وال ټپیان شوي او مقابل لور ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر هم تېره ورځ د کابینې په ناسته کې د یادې نجلې اتلولي وستایله.

XS
SM
MD
LG