د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۰

د جګړې تازه څپه؛ افغانستان کې د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې د زیاتوالي په اړه اندېښنه


ارشیف، د زابل ځیني اوسېدونکي او یو افغان سرتېری په یوه انتحاري حمله کې د یوه ټپي شوي کس د لېږدولو پر مهال.
ارشیف، د زابل ځیني اوسېدونکي او یو افغان سرتېری په یوه انتحاري حمله کې د یوه ټپي شوي کس د لېږدولو پر مهال.

په افغانستان کې د جګړې د نویو څپو سره په دې هېواد کې د ملکي مرګ‌ژوبلې په اړه اندېښنې هم ډېرې شوې دي.

د کوچني اختر په مناسبت د طالبانو د درې ورځني اوربند تر ختمېدو وروسته د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان یو شمېر ولایتونه د خونړیو بریدونو او چاودنو شاهد وو.

په ملي او نړیواله سطحه د اوربند د غوښتنې سره سره په افغانستان کې تاوتریخوالی دوام لري او تر ډېره له ملکیانو قرباني اخلي.

یو له دغو قربانیانو د احمد خالد جلیلي مشر ورور درې اوونۍ دمخه په بغلان کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ یوې نښته کې ووژل شو.

ورور مې یو له هغو کسانو وو چې د سولې له ارمان سره ولاړ.

جلیلي وايي: "ورور مې یو له هغو کسانو وو چې د سولې له ارمان سره ولاړ. هغه به تل پر فېس‌بوک د سولې، د جګړې د کموالي، اوربند او د خلکو د یووالي په اړه لیکل."

احمد خالد جلیلي
احمد خالد جلیلي

۲۵ کلن جلیلي د بغلان د پلخمري ښار اوسېدونکی دی چې په سیمه کې یې د ازادي راډیو خبریال بشیر احمد غزالي ته وویل، مشر ورور یې احمد شکېب جلیلي نومېده، ۳۱ کلن وو، د یوه خصوصي بانک کارکوونکی او هم مدني فعال و.

هغه زیاته کړه: "له بده مرغه زما ورور په یوې نښته کې شهید شو چې دا زما او د ټولو خلکو لپاره د خطر یو زنګ دی ځکه په دې وروستیو کې ډېری تلفات ملکي وګړو ته اوښتي دي."

د تاوتریخوالي تازه څپې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې خلک اندېښمن کړي دي.

د دې کسانو یوه بله بېلګه‌یې په کندهار کې ۱۹ کلنه عاطفه ده.

نوموړې د ازادي راډیو خبریال صادق رښتیني ته وویل چې ناامنیو د دوی پر عادي ژوند ژور اغېز کړی دی.

عاطفه زیاتوي: "زه، زما کورنۍ او یا بل هر افغان په هېڅ ډول په ډاډه زړه له کوره بهر نه‌شو وتلی. نه د زده‌کړې لپاره او نه د دندې ترسره کولو لپاره، ځکه فکر کوو چې دباندې وضعیت خراب دی او که ووځو نه‌پوهېږو بېرته به کور ته ولاړ شو که نه."

تر کوچني اختر او د طالبانو د درې ورځني اوربند تر ختمېدو وروسته د افغانستان څو ښارونه لکه پلازمېنه کابل، کندهار، پکتیا، پروان، خوست، بدخشان، جوزجان، فراه او زابل د سختو بریدونو او خونړیو چاودنو شاهد ول چې په ترڅ کې یې هم افغان ځواکونو او طالبانو ته او هم ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

د جون میاشتې پر درېیمه نېټه د یوه بس نهه تنه مسافر هغه مهال مړه شول چې د کندهار لویې لارې په اوږدو کې پر یاد بس د سړک غاړې ماین وچاودېد.

اسوشیټډ پرس خبري اژانس د کندهار د والي ویاند بشیر احمدي له قوله وویل چې ټول وژل شوي کسان ملکیان ول.

تر دې پېښې یوه ورځ دمخه د کابل په وزیر محمد اکبر خان جامع جومات کې سخته چاودنه وشوه.

د وزير محمد اکبر خان جومات خطیب اياز نيازی څنګه ووژل شو؟
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:03 0:00

د دې جومات امام ډاکتر محمد ایاز نیازی د دې پېښې یو له دوو قربانیانو څخه وو.

بل‌خوا د زابل ولایت په قلات ښار کې د جون پر پنځمه د طالبانو په یوه کمین کې د ملي پولیسو ۱۰ سرتېري ووژل شول.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د اړیکو او نشراتو مسؤل ذبیح‌الله فرهنګ وایي د جګړې اصلي بار ملکي وګړي پورته کوي.

د جګړې اصلي بار ملکي وګړي پورته کوي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "د جګړې اصلي بیه ملکې وګړي، ښځې او ماشومان ورکوي. د بشري حقونو کمېسیون ارزونې ښیې چې د افغانستان د جګړې اصلي قربانیان پوځیان نه، بلکې ملکیان دي. هغه کسان چې په جګړو کې هېڅ رول نه‌لري."

ذبیح‌الله فرهنګ
ذبیح‌الله فرهنګ

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا څانګې مرستیاله پاترېشیا ګاسمن هم په دې باور ده چې ملکي وګړي تر بل هر چا ډېرې قربانۍ ورکوي.

نوموړې ازادي راډیو ته په دې اړه وویل: "زما وېره دا ده چې ډېر احتمال شته تازه نښتې له ملکي تلفاتو ډېرې قربانۍ واخلي. موږ له وړاندې هم د ټولو اړخونو له لوري د داسې بریدونو د ډېروالي شاهد وو چې د بمي چاودنو او هوایي بریدونو په نتیجه کې ملکي مرګ‌ژوبله ډېره وه."

زما وېره دا ده چې ډېر احتمال شته تازه نښتې له ملکي تلفاتو ډېرې قربانۍ واخلي.
  • ملکیانو ته د زیان اوښتلو د مخنیوي لارې څه دي؟

وحیده پیکان د لندن په وېست منستر پوهنتون کې د امنیت او نړیوالو اړیکو په برخه کې زده‌کړه کړې ده.

وحیده پیکان
وحیده پیکان

نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "د یاغي ډلو لومړنی مکلفیت د ملکي مرګ‌ژوبلې مخنیوی دی، نو ځکه دوی باید په هغو عامه ځایونو کې چې ملکي کسان په‌کې دي لکه د استوګنې سیمو، عام‌المنفعه تأسیساتو، ښوونځيو، جوماتونو او روغتونونو کې له پټېدو ډډه وکړي. دولت هم باید په هغو سیمو کې چې ملکي وګړي په‌کې دي، له بریدونو ډډه وکړي. بل کار چې دولت‌یې کولای شي، له استخباراتي معلوماتو څخه سمه استفاده ده چې مرسته کوي شپني عملیات چې ملکي تلفات په‌کې اوړي، په خوندي او مسؤلانه ډول ترسره شي."

د افغانستان حکومت او طالبان یو بل په ملکي تلفاتو تورنوي.

د افغانستان امنیتي او دفاعي چارواکي وایي د ملکي وګړو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکوي.

د طالبانو ډله هم وایي نه‌غواړي ملکیانو ته زیان ورسوي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډیو ته وویل: "د ملکي مرګ‌ژوبلې له اوښتو ډډه کول د افغانستان د اسلامي امارت له مهمو اهدافو څخه دی. په همدې خاطر مو د ملکي تلفاتو د مخنیوي او د خلکو د شکایتونو د اورېدو کمېسیون جوړ کړی دی. دا کمېسیون هره هغه پېښه ارزوي چې ملکي مرګ‌ژوبله په‌کې وي، د ملکي تلفاتو اصلي لامل مشخص کوي او د مسؤلو کسانو پر وړاندې لازم اقدام کوي."

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین

خو ګاسمن وایي دا هڅې کافي نه‌دي: "د تېرو څو کلونو په ترڅ کې موږ هر کال د څه باندې ۱۰ زرو ملکیانو د وژلو یا ټپي کېدو شاهد وو. که شخړې بیا هم ډېرې شي، له بده مرغه بیا هم د هغه شمېر مرګ‌ژوبلې تمه کېدای شي. رښتونې اندېښنه دا ده چې د جګړې هېڅ لوري ملکیانو ته د زیان رسېدو د مخنیوي او هم د نړیوالو قوانینو سره سم د خپلو مکلفیتونو ترسره کېدو لپاره کافي هڅې نه‌دي کړي او دا هغه څه دي چې باید ویې کړي."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې/ یوناما د مې پر ۱۹مه د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې په اپرېل میاشت کې طالبان د ۲۰۸ ملکیانو د مرګ‌ژوبلې مسؤل دي.

په یاد راپور کې راغلي چې دا شمېرې د تېر ۲۰۱۹ کال د اپرېل میاشتې د شمېرو پرتله ۲۵ سلنه لوړوالی ښیي.

د یوناما راپور زیاتوي چې افغان ځواکونه په تېرې میلادي میاشت کې د ۱۷۲ ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې مسؤلیت لري چې دا د تېر کال د اپرېل میاشتې د شمېرو په مقایسه ۳۸ سلنه لوړوالی ښیي.

په راپور کې د جګړې پر درېدو او د بین‌الافغاني مذاکراتو پر پیل ټینګار شوی دی.

د کوچني اختر په مناسبت د درې ورځني اوربند د ختمېدو شاوخوا دوه اوونۍ تېرې شوي، خو نه طالبانو او نه هم د افغانستان حکومت په رسمي ډول پر یو بل د بریدونو او عملیاتو د پیل په اړه څه ویلي، خو په وروستیو ورځو کې وسله‌والو طالبانو په څو ولایتونو کې پر افغان ځواکونو بریدونه کړي دي، دا هغه څه دي چې د امریکا متحده ایالاتو چې د افغانستان یو عمده متحد دی، غبرګون راپارولی دی.

په افغانستان کې دېره امریکایي ځواکونو د جون پر پنځمه د افغان ځواکونو پر ضد د طالبانو د بریدونو د شنډولو لپاره د لږترلږه دوو هوایي بریدونو خبر ورکړی.

د دغو ځواکونو ویاند ساني لګېت پر خپل ټویټر لیکلي چې یوه هوایي حمله د جون پر پنځمه په کندهار کې د طالبانو پر وړاندې وشوه او بله د جون پر څلورمه په فراه ولایت کې پر دې ډلې شوې ده.

د لګېت په خبره، طالبان هغه مهال د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر قرارګاه د برید په حال کې ول.

بل‌خوا د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشر جوزېپ بورېل د مې پر ۲۹مه د هغه څه په اړه چې په افغانستان کې یې د تاوتریخوالي دوام بللی، خپله نارضایتي داسې وښوده: "موږ باید خواشیني واوسو چې د طالبانو له لوري تاوتریخوالی دوام لري. د تاوتریخوالي د کمېدو سخته اړتیا لیدل کېږي. په دې وروستیو کې د اختر په درې ورځو کې اوربند مراعات شو، خو درې ورځې کافي نه‌دي. افغانستان او خلک‌یې تل‌پاتې اوربند ته اړتیا لري."

موږ باید خواشیني واوسو چې د طالبانو له لوري تاوتریخوالی دوام لري.

جوزېپ بورېل
جوزېپ بورېل

په افغانستان کې د سولې او روغې جوړې د ناڅرګند وضعیت سره سره، لا هم ځیني خلک اوربند او سولې ته هیله‌مند دي. له بغلان ولایت څخه جلیلي یو له دغو افغانانو دی.

دی وايي: "رادې شي په سیاسي بهیر کې دې ګډون وکړي. تاسې ګورئ چې نوی حکومت هم په توافقي ډول جوړ شو. هغوی دې هم راشي او توافق دې وکړي. له ورور وژنې دې لاس واخلي."

XS
SM
MD
LG