د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۰

د افغانستان په اړه د جوبایډن وروستیو څرګندونو اندېښنې راپارولي


جوبایډن
جوبایډن

د افغانستان ولسي جرګه او د ښځو د حقونو ملاتړي بنسټونه وايي، د جوبایډن وروستیو څرګندونو اندېښمن کړي دي.

دوی د خپلو حقونو د تضمین لپاره خپله ډګر ته د راوتو خبره کوي او وايي، د امریکا په ګډون وروستیو کې د یو شمېر بنسټونو او اشخاصو له‌خوا د افغان ښځو د حقونو په اړه شویو څرګندونو اندېښمن کړي، نو په‌کار ده چې افغان ښځې د خپلو حقونو د تضمین لپاره خپله له ټولو لورو سره خبرې وکړي او اجازه ورنه‌کړي چې تېرې لاسته راوړنې یې په اوبو لاهو شي.

ښکاره دا اندېښنې وروسته تر دې راپورته کېږي چې د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته د ډیموکراتانو نوماند جوبایډن 'سي‌بي‌اس' ټلوېزیون سره مرکه کې وویل، که طالبان یو ځل بیا واک ته ورسېږي او په پایله کې یې ښځې خپل حقوق او ازادي له لاسه ورکړي، دی به‌یې هېڅ ډول مسؤلیت ونه‌مني.

جوبایډن د انتخاباتي کمپاین پر مهال
جوبایډن د انتخاباتي کمپاین پر مهال

ښاغلي بایډن په دغې مرکه کې زیاته کړې: "اصلي خبره دا ده کله چې د امریکا یا زموږ د ملګري هېوادونو ملي ګټې په خطر کې شي موږ هلته ځواکونه استوو، خو لکه د پاکستان د ځینو برخو او نورو هېوادونو په څېر زموږ ځواکونه په افغانستان کې هم د یوه سیستم له لارې خپل مأموریت پر مخ وړي، خو کله چې په کوم ځای کې بشري حقونو ته ارزښت نه‌ورکول کېږي، د ځواکونو د استولو لپاره باید موږ د ملګرو ملتونو نظر په‌کې واخلو، خو موږ نه‌شو کولای چې د ټولې نړۍ د ستونزو حل لپاره ځواکونه واستوو."

خو د افغانستان د ولسي جرګې د بشر حقونو، مدني ټولنو او ښځو چارو کمېسیون غړې شینکۍ کړوخېل د جوبایډن څرګندونې د امریکا له هغو ژمنو سره په تضاد کې بولي چې په افغانستان کې یې د پیاوړتیا لپاره مبارزه کوي.

مېرمن کړوخېل وايي: "افغان مېرمنې باید د خپلو مسایلو په اړه خپله له طالبانو سره پر یوه مېز بحث وکړي. له خپل ځان خپله نماینده‌ګي وکړي، هېڅوک له افغان مېرمنو پرته له دوی استازولي نه‌شي کولای. له همدې کبله باید د هوکړې له نهايي کېدو وړاندې دا مسایل حل‌وفصل شي."

شینکۍ کړوخېل
شینکۍ کړوخېل

د افغانستان د سولې کور مشره نګینه یاري هم د سولې په راتلونکو خبرو کې د ښځو د راتلونکې په اړه اندېښنه ښيي.

مېرمن یاري زیاتوي: "د افغانستان د سولې په اړه کومې هڅې چې شوي، متأسفانه باید ووایم چې ډېره سهوه په‌کې شوې ده. د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د هوکړې د هرې ورځې په تېرېدو سیاسي جنجالونه او د پروسې په اړه د خلکو اندېښنې زیاتېږي."

د ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح هم پرون د بایډن څرګندونو ته په ځواب په خپله ټویټرپاڼه ولیکل "هغه څه چې جوبایډن وايي، سم دي، مهمه ده چې ملي ګټې تعریف شي. افغانستان په ۲۰۰۱ کال کې منځ‌ته نه‌دی راغلی، بلکې تر هغه به موجود وي چې پر دې کره یو افغان وي."

جوبایډن داسې مهال په افغانستان کې د ښځو د راتلونکې په اړه دا څرګندونې کوي چې تازه له امریکا غږ سره په مرکه کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال مک‌کنزي ویلي، دوی باید له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د وتو پر مهال دا ډاډ ترلاسه کړي چې دا هېواد نور د ترهګرو ډلو لپاره امن پټن‌ځای نه‌دی.

مک‌کنزي دا هم ویلي چې طالبانو تر اوسه له امریکا سره د شوې هوکړې په برخه کې خپله ژمنتیا نه‌ده ثابته کړې.

XS
SM
MD
LG