د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۹

د افغانستان په اړه د یوه پاکستاني سناتور خبرو ته د ولسي جرګې ځینو غړو غبرګون


د افغانستان ولسي جرګه
د افغانستان ولسي جرګه

د افغانستان په اړه د پاکستان سیاست تل د افغانستان دولت له‌خوا له انتقاد سره مخ دی.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي د یو پاکستاني سناتور د تازه خبرو په غبرګون چې په تولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي وايي، د افغانستان په وړاندې د هغه هېواد سیاست جنګي دی.

تازه د پاکستان د سنا غړی محمد علي صیف د دې مجلس په عمومي ناسته کې یو بل پاکستاني سناتور ته په خطاب ویلي، "د پاکستان پوځ ته ډېر بد او رد مه‌وايه، که نارینه‌یې افغانستان او کشمېر ته لاړ شه، جګړه او جهاد وکړه د پاکستان پوځ به دې ملاتړ وکړي."

د دې پاکستاني سناتور د خبرو وېډیو له پرون (سې شنبې) راهیسې په ټولنیزو رسنیو لاس په لاس کېږي.

دی په دغې وېډیو کې زیاتوي: "تاسو څه کارنامه کړې چې د پاکستان پوځ ته پېغور ورکوئ، د خدای او رسول لپاره تاریخ ولولئ. کله چې تاسو یو جګړه‌ییز ملت شئ، پوځ مو خدمت کې دی، د یوې مرمۍ غږ لا نه‌وي شوی تاسو لاریون کوئ، تاسو د څه لپاره پورته شوي یاست او ټوپک مو پورته کړی، راشئ نن کشمیر ته لاړ شئ چې ستاسو مخه‌یې نیولې، هلته جهاد وکړئ، د پاکستان پوځ ستاسو خدمت کې دی، افغانستان ته ته جهاد لپاره لاړ شئ د پاکستان پوځ ستاسو خدمت کې دی."

د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو چارو کمېسیون یو شمېر غړي د دې پاکستاني سناتور د خبرو په غبرګون کې وایي، د افغانستان په وړاندې د پاکستان سیاست تل جګړه‌ییز و.

د دې کمېسیون غړی قیوم سجادي وایي، د پاکستان دولتي دستګاه افغانستان کې جګره‌ییز سیاست مخ ته وړي او د جنګ په دوام کې خپلې ګټې ویني.

د ښاغلي سجادي په خبره، پاکستان د خپلو ګټو لپاره له جهاد او اسلام ابزاري ګټه پورته کوي، خو امریکا او نړیواله ټولنه سره له دې چې ځانونه د افغانستان ستراتېژیک ملاتړي ګڼي، د پاکستان د دا شان سیاست په وړاندې هېڅ ډول غبرګون نه‌ښيي.

ښاغلي سجادي ازادي راډیو ته وویل: "ترڅو چې د افغانستان په وړاندې د پاکستان جنګي سیاست کې بدلون رانه‌شي او تر کوم وخته پورې چې د امریکا تګلاره د پاکستان په وړاندې بدلون ونه‌مومي او تر کومه چې پر پاکستان چې د طالبانو او افغانستان کې د جګړې دوام ملاتړی دی، ډیپلوماتیک او مالي فشارونه زیات نه‌شي، دا جګړه به ادامه ولري."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان دولت تل د پاکستان حکومت د ترهګرو ډلو او د طالبانو په مالي او نظامي ملاتړ تورن کړی دی.

وموغوښتل په دې اړه د بهرنیو چارو وزارت او پاکستان کې د افغانستان سفارت سره هم وغږېږو، خو په دې اړه چا خبرې ونه‌کړې.

XS
SM
MD
LG