د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

ايرو ايشيا ريويو: ایا هند به له طالبانو سره خبرې وکړي؟


د ملا برادر په مشرۍ طالب استازي
د ملا برادر په مشرۍ طالب استازي
  • ایروایشیا ریویو

ايرو ايشيا ريويو خپرونې په دې اړه چې ایا هند له طالبانو سره خبرې وکړي کنه یوه تحلیلي لیکنه خپره کړې ده.

ایروایشیا ریویو لیکي، په داسې حال کې چې د پردې ترشا په افغانستان کې یوه جوړجاړي ته د رسېدو لپاره د امریکا په ملاتړ هڅې د پرمختګ نوې پړاو ته داخلېږي، په هند کې په تېره بیا د روان ۲۰۲۰ کال د مې له میاشتې راهیسې له طالبانو سره د خبرو په اړه بحثونه بیا تاوده شوي دي.

د ایرو ایشیا ريويو په لیکنه هند له طالبانو سره د خبرو په کولو ښایي ګټه ترلاسه کړي خو په اوس وخت کې دا یوه فرضیه ده.

په دې اړه چې هند خبرې وکړي کنه، تر پرېکړې مخکې دا هېواد دې ته اړتیا لري چې په دې اړه ډېر غور وکړي.

دا چې هند دې له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي، دا غوښتنه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړې استازي زلمي خلیلزاد او د جنوبي او مرکزي آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ سرپرست مرستیالې الیس ویلز راپورته کړې او نوی ډیلی یې سخت دې ته هڅولی و چې له طالبانو سره خبرې وکړې.

د خپرونې په لیکنه طالبانو هم لیوالتیا ښکاره کړې چې غواړي له هند سره مستقیم اړیکې ټینګ کړي.

ایروایشیا ریویو لیکي، د ۲۰۱۸ کال د جولای له میاشتې راهیسې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پیل شوي له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې زیاتې برخې اړیکې ټینګ کړي او هغه هم په دې خاطر چې طالبانو د راتلونکې په اړه لکه د سولې، د ښځو د حقونو او نړیوال قانون او نورمونو ته د درناوي په برخو کې یو لړ ژمنې کړې دي.

هند چې په سیمه کې د افغانستان د حکومت یو کلک ملاتړی ګڼل کېږي او د دې هېواد له بیارغونې سره یې د شاوخوا درې ميلیارډ ډالرو مرسته کړې ده، طالبان د پاکستان یوه لاسپوڅې ډله بولي چې په وینا یې په افغانستان کې د اسلام آباد ګټې پالي خو طالبان بیا په افغانستان کې د هند رول ته د شک په سترګه ګوري.

څو خپرونو، او ویبپاڼو چې سپورتي مطالب خپروي د افغانستان د کرکټ د نامتو لوبغاړي راشد خان د واده د پرېکړې په اړه لیکنې خپرې کړي.

  • انډيا کام

راشد خان ویلي چې تر هغو واده یا کوژده نه کوي چې نړیوال جام یې افغانستان ته نه وي را وړی.

د دغو ویبپاڼو په منځ کې انډیا کام راشد خان په شل اوره سیالیو کې د اوسني عصر تر ټولو ښه لوبغاړی بللی او لیکلي یې دي چې د کرکټ په دنیا کې د راشد خان لنډ عمر بې له دې چې یوه جادويي افسانه وبلل شي، بل څه نه دی.

یوویشت کلن راشدخان په وروستیو ورځو کې له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې د خپل واده په اړه خبرې وکړې، ویې ویل، هغه مهال به واده وکړي چې افغانستان د کرکټ نړیوال جام وګټي.

خلیج ټایمز ورځپاڼې هم دا خبر خپور کړی او د راشد خان هغه کارنامې یې هم توضیح کړي چې ده د سن رایزر حیدراباد په شان په غوره لیګونو کې کړي دي.

راشدخان د کرکټ په نړیواله درجه بندۍ کې د ۷۴۹ پاینټونو په لرلو د نړۍ لومړی درجه باولر يا توپ اچونکى دی.

XS
SM
MD
LG