د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

۷۰ کاله اطلاع‌رسونه؛ د ازادې اروپا/ ازادي راډیو فعالیتونو ته کتنه


د ازادې اروپا/ ازادي راډیو مرکزي دفتر یوه برخه
د ازادې اروپا/ ازادي راډیو مرکزي دفتر یوه برخه

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو نن د جولای په څلورمه ۷۰ کلنه شوه.

په دې موده کې ازادي راډیو د خبر رسونې د یوې خپلواکې سرچینې په توګه هڅه کړې چې بېلابېلو هېوادونو کې خپل اورېدونکي له بې‌سانسوره اطلاعاتو خبر کړي.

دا مهال ازادي راډیو په ۲۷ ژبو د نړۍ ۲۳ هېوادونو کې خپرونې لري.

  • لومړنۍ خبري ټولګه

له نن نه ۷۰ کاله مخکې د ازادي راډیو له څپو لومړنی خبر د پخوانۍ چکسلواکیا خلکو ته خپور شو.

هغه مهال یعنې په ۱۹۵۰ کال کې د راډیو مرکز د جرمني په مونشن ښار کې و.

د چکسلواکیا خلکو ته خبري ټولګه نیم ساعت وه.

دا خپرونه څه باندې څلور لسیزې په ختیځې اروپا کې د کمونېستي نظام د اوسپنیزو دېوالونو له شا د خلکو تر غوږه رسېده.

هغه مهال سړه جګړه حاکمه وه او اروپایي هېوادونه په دوه ډلو وېشل شوي وو، یوه ډله‌یې د امریکا ملاتړې وه او بله‌یې د پخواني شوروي اتحاد په مشرۍ د کمونېستي رژیمونو.

هغه مهال اطلاع‌رسونه یوازې راډیو پورې محدوده نه‌وه، له ۱۹۵۱ نه تر ۱۹۵۶ کاله د بالونونو پر مټ خلکو ته اطلاعات رسېدل.

په دې موده کې له لوېدیځ جرمني نه نږدې شپږ لکه بالونونو کې د چکسلواکیا، هنګري او پولند خلکو ته څه باندې ۳۰۰ میلیونه لیکونه، کتابونه او پيغامونه ورسېدل.

په ۱۹۷۶ کال کې کال کې ازادي راډیو چې په روسي ژبه‌یې خپرونې کولې، د ازادې اروپا له راډیو سره یوځای شوه.

له دې وروسته دواړو راډیوګانو په ګډه د اروپا ختیځ او پخواني شوروی اتحاد ته په ۲۵ ژبو نشرات کول.

  • له مونشن تر پراګه

د اطلاع‌رسونې مزل همداسې روان او په ۱۹۹۵ کال کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو خپل مرکز د چک جمهوریت مرکز پراګ ښار ته ولېږداوه.

د ازادي راډیو یو پخوانی مشر کوین کلوز د هغو ورځو یادونه کوي چې د چک جمهوریت پخواني ولسمشر وسلاو هاول هوکړه وکړه چې په سمبولیک ډول د کال په یوه ډالر کرایه د راډیو مرکز پراګ ته ولېږدوي.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو پخوانی مشر کوین کلوز
د ازادې اروپا/ ازادي راډیو پخوانی مشر کوین کلوز

ښاغلی کلوز زیاتوي: "واوره ورېده، د مازدیګر څلور نیمې بجې شاوخوا وې، هوا تیاره کېده. خپلو همکارانو یان او تام ته مې وویل چې ژوند کې به داسې لویه ورځ ونه‌لرم. موږ ته ښار نږدې و او څراغونه بل شوي وو، د ښار ماڼۍ هم لیدل کېده. پر دې مو فکر کاوه چې زموږ د راډیوګانو راتلونکې ته څه فوق‌العاده پېښه رامنځته شوې."

  • د وسلاو هال لیکونه

د ازادې اروپا/ازادي راډیو د چک د پخواني ولسمشر وسلاو هاول لیکونه خپرول، هاول خپله د کمونېستي رژیم زنداني و، خو ښځې به‌یې دغه لیکونه راډیو ته رسول.

وسلاو هاول چې ۱۰ کاله د چک جمهوریت ولسمشر پاتې شوی ازادي راډیو د ډیموکراسۍ د ودې لپاره ډېره مهمه بلله.

ښاغلی هاول وايي: "د شوروي اتحاد له ټوټه کېدو وروسته هم د ازادې اروپا/ ازادي راډیو مهم رول لوبولی، ځکه راډیو خپلو خبریالانو ته په نوې ډیموکراسۍ کې مسلکي چلند ورښوده او د خبریالۍ د اساساتو د زده‌کړې ښه بېلګه وه."

د چک جمهوریت پخوانی ولسمشر وسلاو هاول
د چک جمهوریت پخوانی ولسمشر وسلاو هاول

په پراګ کې د ۲۵ کلن فعالیت پر مهال د ازادي راډیو خپرونې افغانستان، ایران، عراق، د پاکستان پښتون مېشتو سیمو او د بالکان حوزې هېوادونو ته هم پېل شوې.

  • زنګ، د مرستې لپاره نښه

پخوا د ازادې اروپا/ ازادي راډیو لوګو یا نښه یو زنګ و، خو اوس دا نښه د ازادۍ مشعل یا څراغ دی.

څو کاله مخکې کله چې دغه راډیو له مالي ستونزو سره مخ وه، په امریکا کې ځینو کسانو ورته د فعالیت د دوام لپاره پیسې راټولې کړې.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو لوګو (مشعل)
د ازادې اروپا/ ازادي راډیو لوګو (مشعل)

اوس د امریکا کانګرس د ازادې اروپا/ ازادي راډیو مالي لګښت ورکوي.

په تېرو ۷۰ کلونو کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د هڅونې ډېرې جایزې او لقبونه ترلاسه کړي دي.

دغه راډیو یو ځل د نوبل جایزې ته کاندیده وه او د نړۍ په کچه‌یې د رسنیو څو سیالۍ ګټلې دي.

په افغانستان کې د ازادي راډیو د اورېدونکو لیکونه لا هم د امریکا کانګرس د کتابتون په نندارتون کې لیدل کېږي.

په ۲۰۱۹ کال کې د نړۍ په کچه هره اوونۍ ۳۸ میلیونه کسانو په بېلابېلو ژبو ازادي راډیو اورېده.

د چک جمهوریت پلازمېنه پراګ ښار کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د مرکزي دفتر ودانۍ
د چک جمهوریت پلازمېنه پراګ ښار کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د مرکزي دفتر ودانۍ

د دغې راډیو اصلي مأموریت کره او بې‌پلوه اطلاع‌رسونه، د ډیموکراسۍ وده، له قومي او مذهبي تعصبونو سره مبارزه او له بشري حقونو دفاع او د ملي تفاهم رامنځته کول دي.

د چک پخواني ولسمشر وسلاو هاول چې ۲۰۱۱ کال کې مړ شو، په یوه وینا کې ویلي، ازادي راډیو په بې‌پرې خپرونو سره د دغه هېواد او د اروپا د ختیځ اوسېدونکي د ډیموکراسۍ له واقعي معنی خبر کړل او د کمونېستي نظامونو له ولکې یې بهر کړل.

XS
SM
MD
LG