د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۳

د هاګ محکمې ډېری غړیو د جنګي جنایتونو د څېړونکې برخې ملاتړ وکړ


د جرمونو نړیواله محکمه
د جرمونو نړیواله محکمه

د جرمونو د نړیوالې محکمې تر نیمايي زیاتو غړو هېوادونو پرون، د جون په ۲۳مه، په دې نړیواله اداره کې د جنګي جنایتونو له څېړونکې برخې ملاتړ وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر د محکمې پر هغه پلاوي چې د لویې څارنوالې، فاتو بنسودا په مشرۍ یې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو د ادعاو په اړه د څېړنې اجازه اخیستې، د بندیزونو د لګولو اعلان کړی دی.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ دوې اونۍ وړاندې یو فرمان لاسلیک کړ چې د جرمونو د نړیوالې محکمې د جنګي جرایمو د څيړونکي پلاوي د غړو د پانګې د کنګلولو او پر هغوي د سفر د بندیز لګولو حکم په کې شوی و.

ټرمپ دا کار د هاګ د محکمې د هغې څېړنې په ځواب کې وکړ چې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو په اړه پلان شوې او د یو شمېر امریکايي ځواکونو فعالیت هم تر پوښتنې لاندې کولای شي.

د دې نړیوالې محکمې لویه څارنواله فاتو بن سودا غواړي چې د هغو جنګي جرمونو په اړه چې د ۲۰۰۳ او ۲۰۱۴ میلادي کلونو ترمنځ په افغانستان کې شوي څېړنه وکړي چې د طالبانو له خوا د ملکي وګړو د قتل عام، د یو شمېر افغان چارواکو او تر کمې اندازې د امریکایي ځواکونو او سي ای اې له خوا د وګړو د شکنجې ادعاوې په کې شاملې دي.

د جرمونو د نړیوالې محکمې مشر قاضي د مارچ په میاشت کې، لویې څارنوالې فاتو بن سودا ته دڅېړنو دپيل اجازه ورکړه.

خو د امریکا ولسمشر یې مخالفت وکړ.

د ډونالډ ټرمپ د فرمان تر صادرېدو وروسته، دامریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وویل چې دوي نه شي کولای چې د داسې اقدام په وړاندې لاس تر زنې لاندې کېني او یوې غیر رسمي محکمې ته اجازه ورکړي چې د امریکا وګړوته ګواښ پېښ کړي.

ډونالډ ټرمپ
ډونالډ ټرمپ

د رویټرز خبري اژانس په وینا، واشنګټن وېره لري چې د سیاسي انګېزې پر اساس او د امریکا او اسرائیل ضد احساساتو تر اغېز لاندې به د قانوني څېړنو ښکار شي.

خو د جرمونو د نړیوالې محکمې د ۶۷ غړو له لوري وروستی ګډ بیان واشنګټن ته داسې بې ساری ډیپلوماتیک ځواب بلل کېږي چې د محکمې غړو هېوادونو خپل یو موټی والی په کې څرګند کړی دی.

په بیان کې ټينګار شوی چې د هاګ محکمه په نړۍ کې د قضايي نظم د سیسټم نه بېلېدونکي برخه او د جرمونو اوجنیاتونو په وړاندې د معافیت د له منځه وړلو اساسي اداره ده.

د جرمونو د نړیوالې محکمې مشر چیلي ایبويي اوسوجي له نیوزویک سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې د امریکا د متحدو ایالاتو له لوري داسې حمله بې سارې ده او دوي یې غندي.

هغه ویلي چې دا محکمه د نړۍ د ۱۲۳ هېوادونو ملاتړ لري او د امریکا له ګواښ سره به خپل کار پرمخ بیایي.

د جرمونو د نړیوالې محکمې مشر زیاته کړې چې د نړیوالو قوانینو په تړاو د امریکا اخاذی او فشار ساری نه لري او د هغو هېوادونو مشرانو ته یوه بده بېلګه ده چې داسې انګیري چې ګټې یې د دې نړیوالې ادارې له لوري له ګواښ سره مخامخ دي او د هېوادونو په کچه د داسې قضايي ادارو پر ضد حملو ته یې هڅولای شي.

د رویټرز خبري اژانس، د بشري حقونو د څارنې په سازمان کې د نړیوال عدالت د برخې د مشر ریچرډ ډېکر په حواله لیکلي چې د جرمونو د نړیوالې محکمې وروستی بیان ډېر مهم دی ځکه په دې محکمه کې د نړۍ د هرې برخې هېوادونه غړیتوب لري او ډېری یې د امریکا له نږدې متحدانو هم دي.

XS
SM
MD
LG