د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۱

'د جرمونو نړیواله محکمه به افغانستان کې د جنګي جرایمو ادعاوو څېړلو ته دوام ورکړي'


بهرنۍ ورځپاڼې
بهرنۍ ورځپاڼې
  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې چې د امریکا له بندیزونو سره سره به د جرمونو نړیواله محکمه په افغانستان کې د جنګي جرایمو د ادعاوو څېړلو ته دوام ورکړي، یوه لیکنه خپره کړې ده.

لیکنه په دې عبارت پیلېږي، ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره پنجشنبه په ملي سطحه اضطراري حالت اعلان کړ، خو دا اعلان د کرونا وبا یا په امریکا کې د روانو مظاهرو په اړه نه، بلکې تر ډېره د جرمونو نړیوالې محکمې د وروستي اعلان په اړه و. هغه محکمه چې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو او نورو ډلو مشکوک جنګي جرایم څېړي.

د ورځپاڼې په لیکنه، ټرمپ د جرمونو نړیواله محکمه یا (ICC) د امریکا ملي امنیت او بهرنۍ پالېسۍ ته یو فوق‌العاده ګواښ وباله.

ولسمشر ټرمپ یو اجرائیه فرمان صادر کړ چې له مخې یې د جرمونو د نړیوالې محکمې پر کارکوونکو اقتصادي او ډیپلوماتیک بندیزونه او د سفر محدودیتونه لګېږي.

خو د جرمونو نړیوالې محکمې (ICC) د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دا پرېکړه رد کړه چې د (ای‌سي‌سي) پر هغو څارنوالانو چې په افغانستان کې جنګي جرمونه څېړي، بندیزونه لګوي.

په دغو بندیزونو کې هغه کسان شامل دي چې په افغانستان کې په جنګي جرمونو کې د امریکا د پوځي او استخباراتي چارواکو د تورونو تحقیقات کوي.

د جرمونو نړیواله محکمه په ۲۰۰۲ کال کې جوړه شوه او امریکا له هغو هېوادونو څخه دی چې غړیتوب‌‌یې نه‌لري. خو افغانستان د دغې محکمې غړیتوب په ۲۰۰۳ کال کې ترلاسه کړی دی.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په حواله، د جرمونو نړیوالې محکمې د استیناف څانګې، مشرې څارنوالې فاتو بنسودا ته په مارچ میاشت کې دا صلاحیت ورکړ چې په افغانستان کې د امریکايي او غیر امریکايي ځواکونو او استخباراتي مأمورینو، دغه‌راز افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو له‌خوا د شویو ممکنه جرایمو څېړنه وکړي.

د هالند په هاګ کې دېره د جرمونو نړیواله محکمه به په افغانستان کې د ۲۰۰۳ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ ټول هغه جرمونه چې جنګي او د بشریت ضد بلل کېږي، څېړي.

  • ریلیف وېب

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې انلاین خپرونې ریلیف وېب پرون په افغانستان کې د میلیونونو اړو کسانو پر موضوع لیکنه خپره کړې ده.

د لیکنې په پیل کې راغلي، له بې‌وزلۍ، طبيعي افتونو او جګړې سره سره په افغانستان کې په میلیونونو کسان د کرونا له وژونکې وبا سره لاس او ګرېوان دي.

د خوړو پراخ کموالي او زیاتېدونکې خوارځواکۍ یا سوء تغذي هم په افغانستان کې د میلیونونو کسانو ژوند ته ګواښ پېښ کړی دی.

د ریلیف وېب خپرونې په لیکنه، په افغانستان کې یو پر درېیمه برخه وګړي غذايي مصونیت نه‌لري او نږدې ۴ میلیونه وګړي په اضطراري سطحه کې له دې ستونزې سره مخامخ دي چې دا د نړۍ په سطحه تر ټولو لوړ شمېر دی.

د خپرونې په حواله په افغانستان کې د هغو وګړو شمېر ۱۴ میلیونو ته رسېږي چې بشري مرستو او د خوندیتوب لپاره همکارۍ ته اړتیا لري.

د ریلیف وېب په لیکنه کې اټکل کېږي چې په روان ۲۰۲۰م کال کې به ۱۱ میلیونه او یو لک وګړو ته د عاجلو مرستو د رسولو لپاره یو میلیارد او ۱۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا وي.

که څه هم په افغانستان کې د کرونا له خپرېدو مخکې هم میلیونونو کسانو مرستو ته اړتیا درلوده، خو د دغې وبا له خپرېدو سره د بې‌وزلو کسانو شمېر نور هم زیات شوی دی.

XS
SM
MD
LG