د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

افغان او ایراني چارواکي د ستراتېژیکو همکاریو سند لاسلیکوي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر له خپل ایراني سیال محمد جواد ظریف سره وکتل
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر له خپل ایراني سیال محمد جواد ظریف سره وکتل

افغان او ایراني چارواکو پرېکړه کړې چې تر راتلونکو درې میاشتو پورې به د ستراتېژیکو همکاریو یو جامع سند لاسلیک کړي.

افغان چارواکي په ایران کې د خپلو اتباعو د ستونزو هواري ته د دایمي حل لارې په لټه کې دي.

دوی غواړي له ایران سره د ستراتېژیکو اړیکو داسې یو جامع سند لاسلیک کړي چې له مخې یې ایران کې د افغان کډوالو د اوسېدو، کار او زده‌کړو په وړاندې شته خنډونه له‌منځه ولاړ شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د افغان او ایراني چارواکو په پرونیو لیدو کتو کې پرېکړه وشوه چې تر درې میاشتو پورې به د ستراتېژیکو همکاریو دا سند د ولسمشرانو لاسلیک ته چمتو کېږي.

دواړو لورو پر دې سربېره په ایران کې له افغان کډوالو سره د زورزیاتي په وروستیو پېښو هم خبرې وکړې او راتلونکي کې یې د داسې پېښو د مخنیوي ټینګار وکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په حواله لیکل شوي، له افغان کډوالو سره د شوي زور زیاتي زمینه د انسان قاچاق وړونکو برابره کړې ده.

د دوی اشاره په یزد کې په مرمیو د افغان کډوالو د یوه موټر ویشتو او بیا لمبه کېدو او هریرود کې د افغان کډوالو اچولو ته وه، هغو پېښو کې چې ۱۵ افغانان ووژل شول او ۱۷ نور لا هم تري تم دي.

په یزد کې د افغان کډوالو موټر په مرمیو له ویشتل کېدو وروسته اور واخیست.
په یزد کې د افغان کډوالو موټر په مرمیو له ویشتل کېدو وروسته اور واخیست.

دا چې د زور زیاتي د دغو پېښو له عاملینو سره به څه کېږي په دې اړه څه نه‌دي ویل شوي، خو افغان او ایراني چارواکو ژمنه کړې چې د تکرار د مخنیوي لپاره به‌یې په پوله کې څارنه زیاتوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تېر ماخوستن په یوه خبرپاڼه کې وویل چې محمد حنیف اتمر په دې اړه د ایران د ملي امنیت عالي شورا له منشي علي شمخاني سره هم کتلي دي.

په دغې لیدنه کې له ترهګرۍ سره په ګډې مبارزې، په ایران کې د افغان کډوالو د بشري حقونو په ټینګښت او د وروستیو پېښو د څېړنو په تعقیب خبرې شوې دي.

ایران دا مهال د څه باندې درې میلیونه افغان کډوالو کوربه دی چې دوی کې یې نیمایي شااوخوا قانوني اسناد نه‌لري.

ایراني چارواکي وایي، دوی د ښه نیت له مخې دغو کډوالو ته ځای ورکړی، خو وخت ناوخت له دوی سره د هغه هېواد د پولیسو بد چلند هغه څه دي چې افغانان‌یې غصه کړي.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې دننه او یو شمېر اروپایي هېوادونو کې ګڼ شمېر افغانانو د ایران په ضد مظاهرې وکړې.

ایران کې له افغانانو سره د زور زیاتي په غبرګون افغانستان کې اعتراضونه
ایران کې له افغانانو سره د زور زیاتي په غبرګون افغانستان کې اعتراضونه

دې مظاهرو هم پر ایران اغېز کړی او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د افغانستان دننه او بهر د ایران ضد یو شمېر عناصرو له دې مظاهرو ناوړه ګټه اخیستې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر په مشرۍ ۴۵ کسیز پلاوی نن هم له ایراني چارواکو سره لیده کاته لري او له غرمې وروسته بېرته کابل ته ستنېږي.

د سفر له پای ته رسېدو سره به دواړه هېوادونه یوه ګډه اعلامیه هم صادره کړي.

XS
SM
MD
LG