د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۹

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر د یو پلاوي په مشرۍ تهران ته رسېدلی


د ایران بیرغ
د ایران بیرغ

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د یو پلاوي په مشرۍ د ایران پلازمینې تهران ته رسېدلی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر په مشرۍ افغان پلاوی داسې مهال ايران ته سفر کوي چې په دې وروستیو کې په ایرن کې له مېشتو افغان کډوالو سره د ایراني چارواکو چلند د کابل او تهران ترمنځ اړيکې ترينګلي کړي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې افغان پلاوی به په تهران کې له ایراني چارواکو سره د وروستیو پېښو په اړه تفصیلي خبري وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر

د دې وزارت مرستیال ویاند حامد تهذیب د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر په مشرۍ د افغانستان یو لوړ پوړی پلاوی نن ایران ته لاړ، ټاکل شوې چې په دې سفر کې افغان پلاوی د وروستیو خونړیو پېښو، د دغه ډول پېښو د تکرار د مخنیوي په لارو چارو، د دوه اړخېزو همکاریو په پیاوړتیا او دغه شان د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو په سندله ايراني لوري سره هراړخیز بحثونه وکړي."

د ایران او افغانستان اړیکي وروسته تر هغې ترينګلي شول چې د روان کال د ثور د میاشتې په ۱۲ مه د افغانستان او ایران د ګډې پولې سره ۴۶ افغانان چې د افغان حکومت په وینا ایراني ځواکونو په زور اړ کړی وو د هریرود سیند ته ځانونه ورغوځوي له امله يې ۱۲ افغانان ووژل شول، ۱۷ له اوبو ژوندي ووتل او د ۱۷ نورو مړی ژوندی لا هم نه‌دي معلوم.

د ایراني ځواکونو له‌خوا هریرود سیند ته غورځول شوي افغانان
د ایراني ځواکونو له‌خوا هریرود سیند ته غورځول شوي افغانان

که څه هم د ایران د وسله‌والو ځواکونو د قضايي سازمان رئیس حجت الاسلام بهرامي په دې پېښه کې د ایراني سرتېرو لاس لرل رد کړي دي خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ښاغلي بهرامي څرګندونې رد کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت وویل چې یاده پېښه د افغان حکومت له‌خوا په دقت څېړل شوې ده او په دې اړه د څېړنو پر مهال اسناد کابل ته د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي مرستیال د سفر پر مهال له هغه سره شریک شوي هم دي.

له دې پېښې وروسته د ايران په یزد ښار کې د ایراني پولیسو په ډزو کې د یو شمېر افغان کډوالو د وژل کېدو او زخمي کېدو او تر هغه وروسته د ایران ضد مظاهرو چې په کابل او نورو ښارونو کې وشوې، د دواړو هېوادونو ډیپلوماتیک چاینلونه بوخت کړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جون په ۱۳مه په تهران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال احضار کړ.

د ایران دولتي خبري اژانس وویل چې له ښاغلي لېوال نه د هغو ډلو په اړه معلومات غوښتل شوي وو چې د ایران ضد دي او په افغانستان کې یې د هغه هېواد ډیپلوماتیک دفترونه تخریب کړي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان ولسي جرګه ایران ته له تللي پلاوي غواړي چې باید یاد هېواد سره هلته د افغان کډوالو د خوندیتوب په اړه جدي بحثونه وکړي.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال محمد میرزا کټوازي ازادي راډيو ته وویل، چې دغه شان باید د دغه پلاوي سفر یوه روښانه پایله ولري.

ولسي جرګه
ولسي جرګه

نوموړي وویل: "ولسي جرګه د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست وزیر نه غواړي چې په دې موضوعاتو له ایراني چارواکو سره جدي بحث وکړي، او دا سفر باید یوه لاس ته راوړنه ولري ولسي جرګه هم دا موضوعات جدي تعقیبوي."

په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو سفارت هم ویلي، له هغو کډوالو افغانانو سره ولاړ دي چې په ایران کې زیاتی ورسره شوی، شکنجه شوي او وژل شوي دي.

د امريکا سفارت پرون د جون په ۲۰ پر ټوېټر لیکلي چې متحده ایالات به سږکال ۱۸ میلیارده افغانۍ د افغانستان حکومت ته د کډوالو او نورو بې وسه افغانانو سره د مرستې لپاره ورکړي.

XS
SM
MD
LG