د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۹

تهران کې افغان سفارت: له ایرانه مو د یزد پېښې په اړه د جدي څېړنو غوښتنه کړې


د ایران یزد ښار کې وړمه ورځ د ایراني پولیسو لخوا د افغان کډوالو د لېږد موټر په ډزو وویشتل شو، په ډزو کې لومړی د موټر د ټایر او وروسته د ټول موټر د اور اخیستو له امله دری افغان کډوال مړه شول.
د ایران یزد ښار کې وړمه ورځ د ایراني پولیسو لخوا د افغان کډوالو د لېږد موټر په ډزو وویشتل شو، په ډزو کې لومړی د موټر د ټایر او وروسته د ټول موټر د اور اخیستو له امله دری افغان کډوال مړه شول.

په ایران کې د افغانستان سفارت وایي، د ایران بهرنیو چارو وزارت څخه یې یزد ښار کې د افغان کډالو د لېږد موټر سوځېدو په تړاو د جدي پلټنو غوښتنه کړې ده.

تهران کې د افغانستان سفارت لومړۍ سکرترې فاطمې تالقاني نن ازادي راډیو ته وویل، د ایران یزد ښار پېښه کې د درېیو مړه شویو افغان کډوالو د پېژندګلوي چارې روانې دي او له پېښې پاتې کسانو هم دوی څارنه کوي.

په ایران کې د افغانستان سفارت یزد ښار کې د افغان کډوالو د وروستۍ پېښې په اړه د لا پلټنو خبر ورکوي.

په تهران کې د افغانستان سفارت لومړۍ سکرترې فاطمې تالقاني د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل یزد ښار کې د افغان کډوالو د موټر سوځېدنې په تړاو د دوی پلټنې رواني دي او د ایران بهرنیو چارو وزارت څخه هم غوښتنه شوې چې دې برخه کې جدي څېړنه وکړي.

اغلې تالقاني د هغه تصویر په اړه چې ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی او په کې لیدل کېږي، د ایران یزد ښار په يوه روغتون کې د موټر سوځېدنې ټپیانو په لاس کې هتکړۍ دي وویل، افغان سفیر عبدالغفور لیوال هم د ایراني پولیسو په دې کار سختي نیوکې کړي او ورڅخه یې غوښتني چې هتکړۍ د دوی له لاسونو وباسي.

فاطمه تالقاني
فاطمه تالقاني

اغلې تالقاني وایي: "سفیر صیب د ټپيانو لیدو ته ورغی، هلته د لومړني ټپي په لاس کې هتکړۍ وي، تصویرونو کې هم په واضح توګه ښکاري، دا کار د افغان سفیر له نیوکې سره هم مخ شو، د ډیپلوماټیکو اصولو پر بنسټ سفارت خپل کارونو پیل کړي او د ایران بهرنیو چارو وزارت ته یې د مکتبونو په استولو د پېښې د جدي پلټنې غوښتنه کړې ده."

په تهران کې د افغانستان سفارت لومړۍ سکرتره زیاتوي چې د ایران یزد ښار کې د افغان کډوالو موټر سوځېدنې پیښې کې د درېیو مړو د پېژندګلوۍ چارې رواني دي، ټپیان روغتون کې او له پېښې پاتې روغ کسان د ایران حکومت سره دي.

د ایران یزد ښار کې وړمه ورځ د ایراني پولیسو لخوا د افغان کډوالو د لېږد موټر په ډزو وویشتل شو، په ډزو کې لومړی د موټر د ټایر او وروسته د ټول موټر د اور اخیستو له امله دری افغان کډوال مړه شول.

له پېښې یوه ورځ وروسته دا موضوع او دغه شان د ټپیانو په لاسونو کې د هتکړیو اچولو موضوع د افغانانو په ځانګړي ډول د ټولنیزو رسنیو د کارونکو له توندو غبرګونونو سره مخ شوه.

په تهران کې د افغانستان سفارت د معلوماتو پر بنسټ دا افغان کډوال د انساني قاچاق کوونکو په موټر کې لېږدول کېدل چې د ایراني پولیسو له خوا د درېدلو ورته ویل شوي وه خو موټر چلوونکي موټر نه و درولی.

د افغانستان د بشر حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل ازادي راډیو ته وویل، چې افغان حکومت باید ایران سره د حساب کتاب کولو لپاره له نړیوالو بنسټونو مرسته وغواړي.

د افغانستان د بشر حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل
د افغانستان د بشر حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل

هغه زیاته کړه: "ځیني مذهبې مشران او حکومتي چارواکي له ایران سره د پردې تر شا ناوړه اړیکي پالي ،د هغو اړیکو پایله ده چې د افغانستان حکومت د دې جوګه شوی نه دی چې له ایراني چارواکي د خپل افغان د حقوقو غوښتنه وکړي، د نړیوال سندونو، د کډوالو نړیوال کنوانسیون او بشر حقونو اعلاميي په اساس کولی شو له ایراني چارواکو د افغان ویني حساب وغواړو."

په ورته وخت کې امریکا کې پخوانی ډیپلومات احمدشاه کټوازی د ایران او ایراني چارواکو لخوا د داسي پیښو ترسره کول قصدي عمل یادوي.

ښاغلی کټوازی وايي، ایران په داسې کړنو په اروپایي ټولنې او امریکا فشار راوړي چې اروپایي ټولنې په ایران لګېدلي اقتصادي بندیزونه کم کړي.

احمدشاه کټوازی
احمدشاه کټوازی

هغه زیاتوي: "ایران غواړي افغان کډوال د ډیپلوماسۍ او یا سیاسي وسیلي په توګه وکاروي، دوی غواړي په اروپایي ټولنې فشار راولي چې په ایران اقتصادي بندیزونه را کم کړي، ځکه چې ایران وار له مخه د امریکا سیاسي فشارونو لاندې دی، دوی په افغان کډوالو په فشار راوستلو غواړي اروپایي ټولنې ته ګواښ وکړي."

په ایران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال وايي، ایراني چارواکي ورته ویلي چې د دغه هېواد په یزد ولایت کې به د وژل شویو افغان پناه غوښتونکو د موټر چلوونکی ونیسي.

مخکې تر دې د افغانستان او ایران په ګډه پوله تېره میاشت یو شمېر افغان کډوال د ایراني پوله ساتونکو لخوا د هریرود سیند ته واچول شول،د دې پېښې د پلټونکي پلاوي د معلوماتو پر بنټ دې پېښه کې د ۴۶ افغانانو له ډلې ۱۲ ووژل شول ۱۷ لادرکه او ۱۷نور وژغورل شول.

که څه هم د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له افغان کډوالو سره د افغانستان او ایران ګډې پوله کې د شوې تاوتریخوالي ټول اسناد او شواهد د ایران بهرنیو چارو وزارت ته د سپارلو خبر ورکړ خو تازه د ایران بهرنیو چارو وزارت رسنيو ته په دې پېښه کې د ایراني پوله ساتونکو لاس لرل رد کړل او ویې ویل، چې ایران ته هر کال له افغانستان څخه ۵۰۰۰ مسافر په غیر قانوني ډول راځي او د پوله ساتونکو لخوا هم د هېواد شته قوانینو پر بنسټ ورسره چلند کېږي.

اوس ولیدل شي چې د ایران یزد ښار پیښې د څېړنو پایله څه راوځي او ایا ایراني چارواکي په دې پېښه کې خپله ملامتیا مني که نه دلته هم ځان پاک ګڼي.

XS
SM
MD
LG