د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۷

د ایران په یزد کې د ځینو افغانانو وژنې تند غبرګونونه پارولي


د ایران یزد ښار کې وړمه ورځ د ایراني پولیسو له‌خوا د افغان کډوالو د لېږد موټر په ډزو وویشتل شو، په ډزو کې لومړی د موټر د ټایر او وروسته د ټول موټر د اور اخیستو له امله درې افغان کډوال مړه شول.
د ایران یزد ښار کې وړمه ورځ د ایراني پولیسو له‌خوا د افغان کډوالو د لېږد موټر په ډزو وویشتل شو، په ډزو کې لومړی د موټر د ټایر او وروسته د ټول موټر د اور اخیستو له امله درې افغان کډوال مړه شول.

د ایران په یزد کې د ایراني ځواکونو له‌خوا د افغانانو د موټر هدف ګرځولو او په نتیجه کې یې د ځینو کسانو وژنې تند غبرګونونه پارولي دي.

د کډوالو او پناه غوښتونکو د برخې فعال او په لندن کې د پناه غوښتونکو د یوه بنسټ مشر ګل ولي پسرلی وایي چې ایران له افغانانو سره سیستماتیک تبعیض کوي او د دوی ژوند ورته ارزښت نه‌لري.

تېره چهارشنبه په یزد کې د افغان مساپرو موټر د ایراني ځواکونو له‌خوا ویشتل شوی چې موټر اور اخیستی او ورسره په موټر کې سپاره درې افغانان مړه او اته نور ټپيان شوي.

له ښاغلي ګل ولي پسرلي سره صفي‌الله ستانکزي مرکه کړې، د دې مرکې اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:40 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG