د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

'پاکستان، افغانستان ته راروان د کرونا تشخیصیه طبي وسایلو کاروان درولی'


ارشیف، طبي وسایل
ارشیف، طبي وسایل

پاکستان د طبي وسایلو کاروان چې ازمایښتي کېټونه هم په‌کې شامل دي او افغانستان ته لېږدول کېدل، په تورخم ښار کې درولی دی.

افغانستان کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو له زیاتېدو سره، د پاکستان تورخم ښار کې د روغتیایي وسایلو محمولې درول هغه څه دي چې افغان روغتیایي ټولنه‌یې اندېښمنه کړې ده.

افغانستان کې د خصوصي روغتونونو یو شمېر مسؤلین وایي که دولت دا ستونزه حل نه‌کړي، د درملو او د طبي تجهیزاتو د کمښت له امله به بشري ناورین رامنځته شي.

د دغو خصوصي روغتونونو مسؤلین وايي د طبي وسایلو په ځانګړې توګه د ازمایښتي کېټونو له کمښت سره مخ دي. دوی ګواښ کوي که دا ستونزه حل نه‌شي، ناروغان به د درملو او طبي تجهیزاتو له امله مړه شي.

د امیري روغتون مشر میرویس امیري وايي: "ټول خصوصي روغتونونه له دې ستونزې سره مخ دي، ځکه چې د هند هوایي لار بنده ده، زموږ ټول ماشینونه چې د تنفسي سیستم، لابراتوري تجهیزات او د کرونا ناروغانو درمل په‌کې شامل دي باید د تورخم او تورخم له لارې راوارد شي، خو له درې اوونیو زیاته موده کېږي چې تورخم کې یې درولي دي. د ناروغانو شمېر ډېر دی ځکه باید وسایل ژر تر ژره افغانستان ته ولېږدول شي ترڅو وکولای شو د انساني ناورین مخه ونیسو."

د دې طبي وسایلو لګښت له سلګونو زرو ډالرو اوړي او د خصوصي روغتونونو د مسؤلینو په وینا د عامې روغتیا او مالیې وزارت باید د دې ستونزې د هواري لپاره چټک ګامونه واخلي.

ارشیف
ارشیف

د پاکستان څخه د طبي وسایلو په وارداتو د مالیې زیاتوالی، د روغتونونو یوه بله لویه ستونزه ده.

د سیټي لابراتور مشر رضوان‌الله احمدزی وایي مخکې به له پاکستان نه د یو کارتن درملو او روغتیایي توکو واردولو باندې له ۲ څخه تر ۵ زرو لګښت کېدو، اوس یو کارتن کرونایي توکي تر ۵۰ زرو افغانیو لګښت لري.

هغه زیاته کړه: "د پاکستان له ستونزې سره بله ستونزه دا ده چې طبي وسایل مو ګمرکونو کې تر ۱۵ ورځو پاتې کېږي، هوایي ډګر کې منظم مېکانیزم نه‌شته چې کرونایي مواد ژر له ګمرکه وباسي. که هوایي او ځمکنۍ ستونزې همداسې روانې وي کرونا به مو ونه‌وژني، بلکې د درملو او وسایلو کمښت به مو ووژني."

خو د عامې روغتیا وزارت له دې ستونزې ځان بې‌خبره ښیي.

د دې وزارت ویاند اکمل سمسور وايي: "د تورخم او سپین بولدک مواصلاتي لارې پرانیستې دي. که خصوصي روغتونونه له ستونزو سره مخ دي، د روغتیا وزارت دې جریان کې پرېږدي چې د ماليې وزارت سره په همغږۍ دا وسایل افغانستان ته راوارد شي."

د مالیې وزارت وايي ګمرکونو کې ستونزه نه‌شته او افغانستان ته هره ورځ سوداګریز مالونه په ډول ډول راواردېږي، خو د دې وزارت مسؤلین د مالیاتو زیاتېدو او د طبي تجهیزاتو واردولو په اړه څه نه‌وايي.

  • اوس پوښتنه دا ده چې پاکستان ولې د افغانستان طبي محموله تورخم کې درولې ده؟

د سوداګرۍ وزارت مرستیال ویاند جواد دبیر وايي: "د خبرو په ترڅ کې د وارداتو محدودیتونه په یو شکل له‌منځه وړل شوي، که ټرانزیت دی که واردات. له بده مرغه پاکستان همېشه داسې ستونزې پیدا کړې دي، اما دا چې ځیني سوداګر له ستونزو سره مخ دي، په مستقیمه یا له ډیپلوماتیکو لارو له پاکستان سره د یادو ستونزو د حل هڅې روانې دي."

په کرونا اخته شوی کس
په کرونا اخته شوی کس

دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د افغانستان عامې روغتیا وزارت د تازه شمېرو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۵۶۴ مثبتې پېښې ثبت او ۱۳ کسان د دې ویروس له امله مړه شوي دي.

افغانستان کې تر اوسه د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو ټول شمېر ۲۶،۸۷۳ ته رسېږي چې له دې ډلې ۵۰۴یې مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG