د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۰

اوج ته د کرونا ویروس د بیا رسېدو له امله د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری


د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټدروس اډهانوم ګبریوسس
د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټدروس اډهانوم ګبریوسس

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر خبرداری ورکړی چې هېوادونه باید دا احتمال له پامه ونه غورځوي چې کرونا ویروس یو وار بیا اوج ته رسېدلای شي.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر دا خبرداری دې ته په پام ورکړی چې اروپايي هېوادونه هغه بندیزونه چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره یې لګولي وو هره ورځ لا زیات نرموي.

په نړۍ کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۸ میلیونو ته ورسېدې او له دې کبله د مړوشمېر ۴۳۷ زرو ته رسېدلی دی.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټدروس اډهانوم ګبریوسس پرون د جون په ۱۵مه، وویل چې د یولک مثبتو پېښوتائید دوې میاشتې وخت ونیو خو اوس دا په ورځنۍ شمېره بدله شوې ده.

ګبریوسس وویل چې په اسیايي هېوادونو او سویلي امریکا کې د کرونا ویروس په چټکۍ خپرېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د چین حکومت پرون د هغه هېواد د پلازمېنې په ځينو برخو کې ځانګړې سیمې قرنطین کړې، د کرونا ویروس د معاینې بهیر یې ګړندی کړی او هڅه یې پيل کړې چې د وبا د اوج مخنیوي وکړي.

په پیکنګ کې ۲۹ استوګنې سیمې تر کلکې څارنې لاندې شوې او دې سیمو ته د تګ او راتګ لارې څارل کېږي.

چین کې روغتیايي کارکونکي په کرونا ویروس د اخته کسانو درملنې پرمهال
چین کې روغتیايي کارکونکي په کرونا ویروس د اخته کسانو درملنې پرمهال

په پیکنګ کې تقریباً پینځوس ورځې هېڅ نوې پېښه نه وه ثبت شوې خو په دې ښار کې یو وار بیا د وبا د خپرېدو ویره زیاته شوې ده.

د جون له ۱۲مې نېټې څخه راهیسې ۱۰۶ پېښې د خوراکي موادو له یوه مارکېټ سره چې د ټول پیکنګ د خوراکي موادو ۸۰ فیصده برخه هلته خرڅېږي، تړل شوې دي.

چین د نړۍ تر ټولو هېوادونو سخت بندیزونه لګولي وو.

په همدې حال کې پرون په نوي زیلاند کې اعلان وشو چې په یوه میاشت کې یې، لومړۍ نوې مثبته پېښه ثبت کړې ده.

نوی زیلاند یوازې پينځه میلیونه وګړي لري تېره اوونۍ اعلان کړی و چې ټول ۲۲ تنه د کویډ نولس ناروغۍ له کبله مړه شوي او ویروس یې له منځه وړی دی.

خو وروسته، دوه وګړي چې له بریتانیا د خپل ناروغ خپلوا ن لیدو ته ورغلي وو، مثبت وختل او له دې کبله یو وار بیا په دې هېواد کې د ویروس د مثبتو پېښو د ثبت خبر خپور شو.

په داسې هېوادونو لکه چین او نوي زیلاند کې د نویو پېښو ثبت څرګندوي چې نړیوال له کرونا ویروس سره په مبارزه کې له څومره سخت وضعیت سره مخامخ دي.

سره له دې چې مکرراً خبرداري ورکول کېږي، یو شمېر اروپايي هېوادونه لا هم د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره لګولي بندیزونه کموي.

اروپا د نړۍ هغه لویه وچه وه چې تر هر بل ځاي سخته د کرونا ویروس وځپله خو په وروستیو اونیو کې د نویو پېښو، مړو او په روغتونوکې د کوېډ نولس د ناروغانو شمېر په بې ساري ډول کم شوی و.

له دې کبله، یو شمېر اروپايي هېوادونو حتی له خپلو ګاونډیانو سره د تګ راتګ لپاره پولې پرانیستلې.

خوله دې سره هم، هر هېواد په خپله خاوره کې د کرونا ویروس د کنټرول لپاره ځانګړي تدابیر لري.

په اوسمهال کې، د هغو هېوادونوخلک چې د اروپا له لویې وچې بهر دي، باید اروپا ته د تګ لپاره انتظار وکړي.

د امریکا په متحدو ایالاتو کې، نږدې ۲۰ ایالتونه چې اقتصادي فعالیتونه یې له سره پیل کړي وو، په بې ساري ډول زیاتې مثبتې پېښې یې ثبت کړې دي.

امریکا کې یو ځل بیا د کرونا ویروس مثبتې پېښې زیاتې شوي
امریکا کې یو ځل بیا د کرونا ویروس مثبتې پېښې زیاتې شوي

سره له دې چې د کرونا ویروس د ټسټ یا معاینې زیاتېدل د لوړې شمېرې په را څرګندېدلو کې رول لري خو د فعالیتونو عادي کېدو او د مارکېټونو خلاصېدلو هم رول په کې لوبولی دی.

په امریکا کې د ویروس مثبتې پېښې ۲ اعشاریه یو میلیونو ته رسېدلي او له ۱۱۶ زره زیات وګړي له دې کبله مړه شوي دي.

د امریکا د اریزونا، ټکزاس او فلوریډا ایالتونو کې په روغتونو کې ډېر کسان د کوېډ ۱۹ ناروغۍ له کبله بستر شوي دي.

XS
SM
MD
LG