د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۶

نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر تر ۸،۱ میلیون واوښت


ارشیف
ارشیف

په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۸ میلیون او یو لک اوښتی او تر ۴ لکه ۴۰ زره ډېر کسان ورڅخه مړه شوي دي.

خو له دې سره سره امریکا چې تر بل هر هېواد ډېر کسان په‌کې په دې ویروس اخته دي، اقتصادي فعالیتونه بېرته پیل کړي دي.

د امریکا په متحده ایالاتو کې په کرونا ویروس د مړو شویو کسانو شمېر د هغو امریکايي سرتېرو تر شمېر واوښت چې په لومړۍ نړیواله جګړه کې وژل شوي وو.

د جانز هاپکنز پوهنتون له شمېرو سره سم، تر پرون سې شنبې پورې د امریکا په متحده ایالاتو کې یو لک او ۱۶ زره ۹۰۰ تنه مړه شوي دي.

په لومړۍ نړیواله جګړه کې یو لک او ۱۶ زره ۵۱۶ تنه امریکايي سرتېري وژل شوي وو.

خو سره له دې چې په امریکا کې هره ورځ د کرونا ویروس ۲۳ زره نوې مثبتې پېښې ثبت کېږي، په دې هېواد کې اقتصادي فعالیتونه او کاروبار یو په بل پسې پرانیستل کېږي.

د فلوریدا، تکزاس او ارېزونا په شمول شااوخوا ۲۰ ایالتونو ویلي چې له تېرو دوو اوونیو راهیسې په‌کې د کرونا مثبتې پېښې په زیاتېدو دي.

ارشیف
ارشیف

د مثبتو پېښو د شمېر د زیاتېدو په اړه ویل کېږي چې اوس د ډېرو کسانو ټسټ یا ازمیښت اخیستل کېږي، خو ځیني روغتیايي متخصصان وايي چې ممکن د کرونا د مثبتو پېښو د زیاتېدا دلیل دا وي چې اقتصادي فعالیتونه بېرته پیل شوي دي.

ولسمشر ډونالد ټرمپ لا هم د اقتصاد پر بیا فعالېدو تمرکز لري او ټینګار کوي چې حتي که د کرونا ویروس پېښې تر دوه میلیونه او یو لکو هم واوړي، بیا به بندیز ونه‌لګوي.

امریکا، مکسیکو او کاناډا په خپل منځ کې پر سفر د بندیز موده اوږده کړه او موافقه‌یې وکړه چې پولې به د جولای تر ۲۱مې پورې بندې وساتي.

د دې خلاف اکثرو اروپايي هېوادونو له درېیو میاشتو وروسته روانه اوونۍ په خپل منځ کې پولې پرانیستې.

اروپا په یو پړاو کې تر بل هر ځای زیاته کرونا ځپلې وه، خو اوس په اروپا کې د کرونا ویروس نوې پېښې، ورڅخه مړینې یا په روغتون کې بستر کېدا له دې سره سره کمه ده چې اقتصادي فعالیتونه‌یې بېرته پیل کړي دي.

ارشیف
ارشیف

اوس لاتینه امریکا، لکه برازیل، پیرو، مکسیکو او کولمبیا د کرونا ویروس د خپرېدو په اصلي مرکزونو بدل شوي دي.

برازیل له امریکا وروسته د کرونا ویروس د پېښو د شمېر له نظره په نړۍ کې دوهم ځای لري.

په چین کې چارواکو نن له پلازمېنې پیکنګ څخه یو زر او ۲۵۵ الوتنې لغوه کړې څو د کرونا ویروس د نویو پېښو مخه ونیسي.

په دغه ښار کې په تېرو ۶ ورځو کې د کرونا ویروس ۱۳۷ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي او دا د دې سبب شوې چې حکومت یو وار بیا په پیکنګ کې بندیزونه ولګوي.

XS
SM
MD
LG