د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

نړیواله اټومي اداره: ایران دې د څارونکو د ورتګ مخه نه نیسي


ایران وايي نړیواله اټومي اداره هېڅ قانوني حق نه لري چې د دې هېواد اټومي ځایونه وڅاري.
ایران وايي نړیواله اټومي اداره هېڅ قانوني حق نه لري چې د دې هېواد اټومي ځایونه وڅاري.

د نړیوالې اټومي انرژۍ رئیس یو ځل بیا له ایرانه غوښتي چې څارونکو ته اجازه ورکړي چې هغه ځایونه وارزوي چې دې هېواد په کې اټومي مواد ځای پر ځای کړي دي.

د جون په پنځلسمه نېټه د دوشنبې په ورځ د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې رئیس یو ځل بیا له ایرانه وغوښتل چې هغو ځایو ته دې د څارونکو د ورتلو مخه نه نیسي چې دې هېواد په کې اټومي مواد ځای پر ځای کړي.

د نړیوالې اټومي ادارې رئیس ماریانو ګروسي په ویانا کې خبریالانو ته وویل چې تر څلورو میاشتو زیاته موده کېږي چې ایران دوو ځایو ته له ورتګه د دې ادارې مخه نیولې ده.

د ده په وینا ایران شا او خوا یو کال کېږي له اټومي موادونو او فعالیتونو سره اړوندو پوښتنو د ځواب روښانه کولو لپاره هېڅ بحثونو ته نه دی حاضر شوی.

ده له ایران وغوښتل چې په چټکۍ سره دې همکاري وکړي.

د نړیوالې اټومي ادارې رئیس ماریانو ګروسي
د نړیوالې اټومي ادارې رئیس ماریانو ګروسي

ده زیاته کړه چې ده په دې اړه د ایران لوړپوړو چارواکو ته ویلي دي.

ګروسي وویل: "موږ دې همکارۍ ته اړتیا لرو، زه خفه یم چې په داسې وخت کې موږ پر دې موضوع سره مخالفت لرو."

که څه هم دا دوه ځایونه د ایران د اټومي فعالیتونو مهم ځایونه نه ګڼل کېږي خو دا اداره وايي چې ایران باید له تېرو شلو کلونو راهیسې خپل اټومي فعالیتونه او مواد روښانه کړي.

د نړیوالې اټومي ادارې رئیس رفایل ماریانو ګروسي په خپلو خبرو کې زیاته کړه: "ایران په جنورۍ کې اعلان وکړ چې اټومي پروګرام به په عملیاتي برخه کې له هېڅ ډول محدودیت سره مخامخ نه وي او له دې وروسته به هغه له ادارې سره د پخوا غوندې همکاري ته دوام ورکړي، خو تر اوسه ادارې هېڅ تغییرات نه دي لیدلي چې ایران په اټومي برخه کې له خپلو ژمنو سره اړوند راوستلي وي."

ایران وايي نړیواله اټومي اداره هېڅ قانوني حق نه لري چې د دې هېواد اټومي ځایونه وڅاري.

ویل کېږي له ۲۰۰۰ میلادي کال راهیسې په یادو دوو ځایو او یوه بل ځای کې فعالیتونه دوام لري او دا هغه وخت مخکې دی چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې ایران د نړۍ له شپږو قدرتونو سره اټومي موافقه لاسلیک کړه.

ګروسي د ایران دا نظر رد کړی چې د دې هېواد اټومي ځایو ته د لاسرسي قانوني وړتیا نه لري.

د ایران د بهرنیو چارو ویاند عباس موسوي د ګروسي خبرو ته په غبرګون کې ویلي:
"موږ د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې دا دريځ رغند نه ګڼو، دوی باید د متخصصینو په مسایلو کې په بشپړه توګه بې پرې پاته شي."

ګروسي مخکې له ایرانه غوښتي چې د دغو ځایو په اړه دې د نړیوالې اټومي ادارې د پلټنو مخه نه نیسي.

ده په مارچ میاشت کې ویلي وو چې ایران باید له دې ادارې سره په بشپړه توګه همکاري وکړي.

لویدیځو هېوادونو په دې اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې چې ایران څارونکو ته د اټومي ځایو د کتلو اجازه نه ورکوي.

امریکا په ځانګړې توګه خپل اعتراضونه څرګند کړي.

دوه کاله مخکې دغه هېواد له ایران سره د نړۍ د شپږو قدرتونو له اټومي موافقې ووت.

XS
SM
MD
LG